سوله خیر دی

کله چې د طالبانو واک په ټول هیواد کې خپور شو او کابل یې هم په خورا آساني سره ونیو، نو فاتحانه او صادقانه یې اعلان  کړه: جنګ پای ته ورسید. ایا ټول فاتحین همدغه ډول سوله نه غواړي؟ رښتیا هم جګړه ختمه شوه ؟
 
که وروستیو څلورو- پنځو لسیزو ته که نظر واچوو، وینو چې  په افغانستان کې د واک ترلاسه کول آسانه کار دی، اما ساتل یې آسانه نه دي. که د جګړې د پیل او دوام علتونو ته ځیر شو، نو بیا حکم کولای شو، چې رښتیا هم جګړه د پای لوري ته روانه  ده او که د نورو جګړو د دوام امکانات هم شته.
 
 له هماغه پیله، په افغانستان کې د جګړې د شروع او دوام غوره علتونه دوه ډوله دي: بهرني او دننني علتونه.
په هیواد کې د جګړو د پیل او دوام بهرني علتونه خورا ډیر دي، چې د ټولو شمیرل یې خورا ګران، د اوږدې زمانې او د هراړخیزه څیړنو کار دی. د بهرنیو هیوادونو مخامخ پوځي تیري، پټې استخباراتي  او نیابتي جګړې په افغانستان کې د جنګ په شروع او دوام کې غوره رول لوبولی دی. اما د جګړې د پیل او دوام د بهرنیو علتونو سربیره، په هیواد کې ډیرې نورې دنننۍ شخړې او ستونزې  هم شته، چې  د جګړو د دوام باعث شوي دي. د افغانستان د جګړو  دننني علتونه هم په خپل نوبت سره دوه اړخه لري:
 
۱- ذهني علتونه  
دا د جګړې هغه لاملونه دي، چې عیني بنسټ نه لري، بلکې د ټاکلو اشخاصو يا ډلو له افکارو، ایډیالوژیو او نړۍ لید څخه سرچینه اخلي. هغه ذهني سرچینې، چې ډول ډول  شخړې او ستونزې زیږوي، په لاندې توګه په ګوته کولای شو:
 
- افراطي ایډیالوژۍ
په هیواد کې په سیاسي لحاظ، د فعال قشر په افکارو کې د  افراطي ایډیالوژیو  ځای، د تشدد او جګړو غوره ذهني لامل دی. د ایډیالوژۍ په بنسټ، د هیواد نژدې ټول فعال تنظیمونه او سازمانونه سخت دریځه دي. سخت دریځه پدې مفهوم چې خپله کړنلاره او چلند ورته یواځنی درست او د نورو ټولو ورته نادرست ښکاري او پدې لاره کې هر ډول تشدد ته هم چمتو ولاړ دي. دا ډول پریکړنده دریځ کله ګټور او ډیر کله هم د هیواد او سولې په تاوان تمامیږي. د بهرنیو پوځونو د وتلو په برخه کې، که د طالبانو سخت دریځي په هیواد کې امریکایي بلواکۍ پای ته ورسوله، اما په دنننیو چارو کې همدغه سخت دریځي کیدای شي د جګړې د دوام باعث شي. اصلاً د هر ډول ایډیالوژۍ په بنسټ د سیاست پرمخ بیول، د ټولنې په اداره کې، استبدادي شیوه رامنځته کوي. په پرمخ تللو هیوادونو کې، ټولنه د ایډیالوژیو په بنا نه، بلکې د قوانینو په اساس تنظیم کیږي.
 
- رواني ستونزې
 د څلورو لسیزو غمیزو او ناخوالو په لړ کې ټول افغانان، بلا استثنا په رنګارنګ رواني تکلیفونو اخته شوي دي. د افغانانو په ځانګړې توګه د افغاني مشرانو او تنظیمي لارښوونکو رواني تکلیفونه، ذهنیګرۍ، ډول ډول عقدې او یود بل نه زغمل په هیواد کې د جګړې د دوام ذهني عوامل جوړوي.  په نورمال رواني حالت کې، د اشرف غني ګوډاګي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې جوړ جاري  به خورا آبرومندانه او د هیواد په خیر وه، نسبت دا تیښتې او دا تشدد ته.
 
- ذهنیګري
 ټول درګیر تنظیمونه، ډلې او آن  ځانګړي اشخاص- هر یو د افغانستان د خلکو په نماینده ګي خبري کوي او ځان د ولس بلاتردید او مستحق استازی ګڼي: اشرف غني په بشپړ باور، ځان د افغانستان د خلکو منتخب ولسمشر ګاڼه، عطا محمد نور له تاجکستانه د افغانستان د خلکو په نماینده ګي خبرې کوي، احمد مسعود آن د پلار له وخته، د افغانستان د خلکو اصلي بلا استحقاق مشر دی، طالبان خو سل په سلو کې، په خپله  د افغانستان خلک دي!... دا ډول ذهنیګري د ارواپوهنې د هماغه فورمول په بنسټ تدوین کیږي:  یو درواغجن، چې یو درواغ درې پلا تکرار کړي ، په څلورمه پلا په خپله پدې باور کیږي، چې رښتیا وایي... حقیقت خو دا دی، چې افغانستان او عام ولس د بهرنیو پوځي مداخلو جمع د همدغو ډلو جنګونو برباد او تباه کړي دي او د هیواد ملي یووالي ته یې خورا زیان رسولی دی.
 
د تاریخ په اوږدو کې، د هیواد څو توکمیزه ټولنه د افغاني روح او اسلام سپیڅلي دین تر څپر لاندې  یووالی موندلی دی، ګډ ملي تاریخ، ګډه جغرافیه، ګډ دود او دستور یعنې ګډ ملي فرهنګ او ګډ ملي اقتصاد یې رامنځته کړی دی. اما د بهرنی فرهنګي تیریو او  مخامخ پوځي مداخلو او بلواکیو په کلونو کې د هیواد ملي یووالي ته جبران نه منونکي تاوانونه رسیدلي دي. بهرني غرض لرونکو زموږ په تاریخ کې لاسوهنې کړي، په ملي مقدساتو یې درواغ تړلي، د تنظیمونو له لارې یې میشته قومونه  یو د بل سره په جنګ اچولي، ملوک الطوایفي یې رامنځته کړې: په مزارشریف کې عطا محمد نور کلونه خپله واکمنۍ وچلوله، د پنجشیر واکمنانو ځانته ډنګوله، د دوستم پاچایي جدا وه، په کابل کې کرزی د « ښاروال» په اندازه صلاحیت درلود، اشرف غني او عبدالله عبدالله  د نیمایي نیمایي ارګ واکمنان وو، طالبانو په کلیو او بانډو کې خپله واکمنۍ چلوله... په هیواد کې عملاً بلواکۍ حاکمه وه، ملي یووالی شړیدلی وُ. لنډه دا چې د جګړې بهرنیو او دننیو ذهني عواملو د جګړو عیني زمینه رامنځته کړې وه.
 
۲- عیني علتونه
په هیواد کې د جګړې د دوام دننني لاملونو شاته کوم ټولنیز پرابلم وجود نه لري. افغانستان  اساساً یو زاعتي هیواد دی. بزګر د ټولنیز ژوند غوره برخه ده. د ټولنیزو بې عدالتیو په مقابل کې د بزګري پاڅون اثار هیڅ نشته. د اسلام مقدس دین د افغانانو د ټولنیز ژوند اساسي رکن دی، په هیواد کې دننه د مقاومت وړ داخلي دښمن نه لري، چې د دیني پاڅون او جګړې باعث شي، بلکې ټول وروستي مذهبي پاڅونونه د بهرنیو تهدیدونو په مقابل کې وو. د شیعه وو او سنیانو دننني رقابتونه د دوو رقیبو دکاندارانو د سیالیو په کچه کې وو، اوسني دښمنۍ یې ایراني یعنې بهرنی محرک لري. ژبې د فرهنګ او ټولنیز ژوند غوره جزُ په توګه، هم په داسې مخالفتونو کې ندي، چې د وسله والو ټکرونو باعث شي، یو-نیم رنځور ذهنیتونه ترې شخصي او تنظیمي سوُاستفاده کوي، اما زیاتره یې له بهره تحریک کیږي.
 
په هیواد کې د جګړه مار قشر موجودیت د جګړې د دوام غوره عیني علت دی؛ د څلورو لسیزو جګړو په اوږدو کې داسې یو ځانګړی جګړه مار قشر رامنځته شوی دی، چې د سوله ییز ژوند سره بشپړ نا اشنا دی، د جګړو له لارې د ژوند وسایل ترلاسه کوي، د جګړو پرته ژوند ورته د تصور وړ هم نه ښکاري، ددې قشر مشرانو (جنګسالارانو) ته جګړه یو بزنس او د عاید ځورا ګټوره لاره ګرځیدلې ده. نوموړی جګړه مار قشر د جنګسالارانو اجیر لښکر دی.
 
که بهرنی اشغال په هیواد کې د جګړې اصلي عامل وګڼو، نو د بهرنیو پوځیانو وتلو وروسته، په افغانستان کې دوه ډوله نورې جګړې( د جګړو د دوام عیني علتونو په توګه) لا په ځای پاتې کیږي، چې د بشپړې سولې له پاره یې ختمول حتمي دی:
 
- تنظیمي جګړې: دا څلور لسیزې په هیواد کې جګړې یا د خارجیانو (شوروي او امریکا) په مقابل کې وې او یا هم تنظیمي- ګوندي جګړې وې. په هیواد کې کله هم  د بیلابیلو ټولنیزو طبقو، قشرونو، قومونو، سیمو ترمنځ جګړې او دښمنۍ نه وې. بلکې د بیلابیلو تنظیمو او د متخاصمو ایدیالوژیو تر آغیز لاندې  ګوندونو ترمنځ وې ، چې ځانونه یې د سربازګیري په موخه بیلا بیلو قومونو یا سیمو پورې تړلي وو یعنې جګړه- په هیواد کې ټولنیز پرابلم نه، بلکې سیاسي پرابلم دی، چې حل یې هم ښایي په سیاسي کچه سرته ورسیږي.
 
که په امریکایي ټولنه کې د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ شخړې او دښمنۍ د پیړیو اوږد ټولنیز پرابلم او تخاصم په توګه موجودیت لري، برخلاف، په افغانستان کې دغه ډول ټولنیز تخاصم کله هم نه وُ، بلکې د وروستیو لسیزو جګړې یا د بهرنیو په مقابل کې او یا د تنظیمونو او ګوندونو ترمنځ وې او دي، چې زیاترو یې بیا هم بهرنی محرک درلود. د «ضحاک افسانه» کې د دښمنیو لړۍ د یهودي- ساخته ګي تاریخونو ټیپیکه بیلګه ده، چې زموږ د هیواد تاریخي واقعیتونو سره هیڅ اړخ نه لګوي.
 
خپلمنځي بې اتفاقي، تربګني، شخصي جنګ وجدال خو ګنې  د افغانانو په خټه کې نغښتې دي، لدې سترګې نشي پټیدلای، له زمانو زمانو همداسې وه، هغه هم د استعمار د میراث او غچ په توګه، په افغانانو کې ترزیق شوي دي،  چې همدا د هیواد د ترقي او هوساینې په مخ کې اساسي خنډ وُ. اما د خپل هیواد او خپل ولس په ضد د پردیو، آن دښمنو سره لاس یو کول، د خپل هیواد او خپلو خلکو په خلاف  یواځې زموږ د نسل جفا ده. د هیواد  یو شمیر کیڼ نظره تعلیم یافته ګانو له خوا د شوروي اشغال سره همکاري، د نړیوال سیاست د بې وجدانۍ څخه په ناخبري کې، د وطن سره څرګند خیانت وُ، د بهرني اشغال د لس کلنې غمیزې د زغملو سره سره، بیا د امریکایي اشغال سره د یوشمیر جهادي تنظیمونو او ځانګړو اشخاصو هملاسي، د هیواد خپلواکۍ سره څرګند، اګاهانه ستر خیانت وُ، د بهرنیو تیریو د څلویښت کلني نادودو په سر تیرولو سره، بیا د بهرنیانو پوځي مرستو ته لاس اوږدول- د جنایت او خیانت  لقب خورا نابرابر دی، که په بشري قاموسونو کې، د منفي صفاتو ټول موجود کلمات راټول کړو او ددې ناوړه کار سره یې پرتله کې واچوو، نو ددې جنایت دروندوالي په مقابل کې به سپکې وخیږي. لدې نتیجه اخیستل کیدای شي، چې ښایي ددې ډلې د وجود سلولونه د افغاني خاورې څخه نه وي جوړ شوي، ځکه یې زړه هم پرې درد نه کوي، د ځان د ارضا له پاره هر څه ته لاس اچوي...
 
د طالبانو او د ګوډاګي حکومت ترمنځ د شل کلنې جګړې دنننی اړخ هم اساسا د تنظیمي جګړو په کتار کې ودریږي: یوې خواته د طالبانو تنظیم او بلې خواته د جمیعت، حزب وحدت، اتحاد او جنبش ترمنځ جګړې وي، چې  بهرنی محرک یې شاته ولاړ وُ. ټولو په خپلو سترګو ولیده، چې اشرف غني تش په نوم د وسله وال پوځ سر قوماندان وُ،  د دماګوژي(عوامفریبي) پرته یې، د پیشکې قدر زور هم نه درلود.
 
- نیابتي جګړې: په هیواد جګړه د سړې جګړې په متخاصمو جبهو کې د نړیوالو سیستمونو په نیابت، د کیڼ اړخو او ښي اړخو سازمانونو ترمنځ پیل شوه او تر ننه یې دوام وکړ. اوس د افغانستان د وضعیت اوړه تروه دي، ځکه نو هر یو په کې ګوته وهي. د افغانستان دښمنان په کمین کې ناست دي. روسیه او امریکا دواړه د افغانانو سره د ماتې عقدې لري. ایران، پاکستان او دا ځل تاجکستان هم د ددې دواړو ستراتیژیک  ملګري دي. د بهرنیو پوځیانو د رسمي وتلو سره، د هغوۍ پټو- استخباراتي فعالیتونو نور هم پسې زور اخیستی دی. هر یو یې دنننۍ جاسوسي شبکه لري، چې کولای شي د پخوانیو اجیرو جګړه مارو یوه ډله جوړه کړي او جګړو ته دوام ورکړي.
 
پرته له شکه، متحده ایالاتو د افغانستان په جګړه کې ماته خوړلې ده، آن د انګلیسانو او د شوروي تر ماتو لا رسواکونکې، ځکه هغه څه یې، چې غوښتل ورته رسیدلی ونشول، د امریکا تور مخ او د افغانستان په وینو لړلې ټټر پرته، نور ټول شیان هماغسې دي لکه شل کاله دمخه. اما ددې ټولو سره سره افغانانو، په ځانګړې توګه طالبانو هم  جګړه نده ګټلې. په کلاسیک مفهوم سره، جګړه د سیاست ادامه ده، په نورو وسایلو، دقیقاً د تشدد په وسایلو سره. د جګړې ګټل بل ډول وي، هسې وي لکه ویتنامیانو، چې له امریکا څخه وګټله: د جګړې په پای کې ویشل شوی ویتنام بیرته واحد ملت او یو پیاوړی دولت شو. هسې وي لکه په لومړۍ نړیواله جګړه کې، چې متفقینو د المان څخه د جګړې غرامات  لس  چنده زیات واخیستل. افغانان او په سر کې یې طالبان د امریکایي تیري په مقابل کې، (هماغسې لکه د افغان په خاوره د انګلیس لومړي او دویم تیري په مقابل کې، لکه د شوروي تیري په مقابل کې) وتوانیدل دښمن له خپلې پاکې خاورې څخه وشړي، اما هر ځلي یې ډیر څه له لاسه ورکړي دي... بری داسې نه وي!
 
روسیه او امریکا دواړه سترې علمي موسسې ( د فکرې طرحو رامنځته کولو ستر ستر مرکزونه ) لري. د هغوۍ په سیاسي ګدامخانو کې ښایي د افغانستان له پاره ډول ډول طرحې موجودې وي لکه:
 

  • د شیعه او سني افراطینو په واسطه د افغانستان د وضعیت «سوریه سازي»،
  • د افغانستان د تنظیمي جګړو د لمنو پراخولو سره، د چین سینکیانګ او مرکزي آسیا په مسلمانانو میشتو سیمو کې، د کړکیچ او بې ثباتي خپرول،
  • د پنجشیر د مقاومت ډلې د تقویې له لارې، د اجیر لښکر په واسطه، جګړې او کړکیچ ته دوام او آن د افغانستان « بالکانیزیشن» او تجزیې ته لاره هوارول.
په کلاسیک ډول، د اشغال په پای کې د کړکیچ د دوام له پاره د رنګارنګ طرحو وجود ممکن دی. په نړیواله کچه د سترو قدرتونو: امریکا-انګلیس، چین او روسیې ترمنځ، د نړۍ د ویش په سر، د نوې سیالیو نوې لوبه،  (لکه په نوړلسمه پیړۍ کې د بریتانیا او تزاري روسې ترمنځ «سترې لوبې» ته ورته، لکه په شلمه پیړۍ کې د ختیز او لودیز بلاکونو ترمنځ  سړې جګړې ته ورته دښمنۍ)، شکل نیسي. صنعتي دولتونه  خپل صنعتي ماشین ته د اومو توکو پیدا کولو له پاره، د دریمې نړۍ په هیوادونو کې  په همیشنیو سیالیو او رقابتونو کې دي. همدا سیالۍ په وروسته پاتې هیوادونو کې د ځایي شخړو سره یوځای، د خونړیو جګړو باعث کیږي. افغاني خاوره د «سترې لوبې» مرکزي ډګر وُ، د «سړې جګړې» وروستۍ او ټاکونکې جګړه په افغانستان کې شوه. د نړیوالو لوبو څخه په غفلت او د سیاسي درک او درائت په قلت کې کیدای شي، (الله دې نه کړي)، هیواد بیا د نوو نړیوالو سیالیو قرباني شي. د چکې لیکوال(یوزف چاپک) په وینا : ای خلکو زه تاسې سره مینه لرم، بیدار اوسي! چا چې د دوستۍ لاس در کړ ويې نیسه، خو بیدار اوسه.
 
د جرړې څخه د وتلو لارې چارې:
سوله یواځې د سوله ییزو لارو ممکنه ده. جګړې سوله نه شي زیږولی لکه زمری، چې زمري، ګیدړه ګیدړې، سپی سپي... زیږوي همدغه ډول جګړه جګړې زیږوي او سوله یواځې د سوله ییزو لارو ممکن ده. د الماني حکیم اوطبیب (یوګن دریورمن) کتاب عنوان همداسې دی: جګړه مرض دی، د حل لاره نه ده. په داسې حال کې، چې ستر صنعتي دولتونه خپل صنعت ته د اومو توکو په لټه کې په وروسته پاتې هیوادونو کې  د خپل نفوس  ساحو پراخولو په سر، په جدي رقابتونوکې دي، د مخامخ پوځي حضور یا نیابتي جګړو له لارې خپل اهداف تعقیبوي. د افغانستان د نجات له پاره یواځې جنګي قوت کفایت نه کوي، بلکې سیاسي وړتیا او تر ټولو مهمه د اقتصادي خودکفایي او خپلواکي توانمندي پکار ده. په هیواد کې د جنګي، سیاسي او اقتصادي بحران څخه د وتلو معقوله لار موندنه، یواځې او یواځې د ټولو هیوادوالو په ګډو هڅو او همکاریو ممکن ده. د هیواد په اوسني وضعیت کې ( د نړیوال وضعیت د یو جزُ په توګه)، سیاسي درائت ددې غوښتنه کوي، چې هرومرو:
 
- ټولشموله حکومت او ملي اجماع رامنځته شي. په نظري ډول، نژدې ټول د ټولشموله حکومت او ملي اجماع پلوي کوي، اما په عینیت کې  هر تنظیم، هر سیاسي مشر، نړیوالې ټولنې- د ټولشموله حکومت څخه بیلابیل مفهوم اخلي. د طالبانو څخه د ټولشموله حکومت مفهوم همدغه دی، چې اعلان یې کړ، د طالب او ملا پرته بل څوک په کې نشته. د «پنجشیر مقاومت» څخه ښایي ټولشموله حکومت هماغه پخوانی ففټي – ففټي وي! د بهرنیانو څخه ټولشموله حکومت ښایي د هغوۍ د خوښې کسانو ته په واک کې برخه ورکول وي...
 
 ملي اجماع په واقعیت کې د خپلو سازماني، تنظیمي، ایډیالوژیکي...تنګیو څخه راوتل او د مملکت د برخلیک په مسآله کې ګډ نظر، ګډ دریځ او ګډ عمل دی. اوس اوس غل او مل دواړه همدا نارې وهي، د ملي اجماع او ټولشموله حکومت خبرې کوي، پرته لدې چې د خپلې موضع څخه تیر شي. ملي اجماع- د خپل تنظیمي او سازماني دریځ څخه ملي دریځ ته، د خپلو تنظیمي او شخصي ګټو څخه ملي منافعو ته تیریدنه ده. د خپلواکۍ، سولې او سوکالۍ ستر بار وړل د یو شخص، یو تنظیم، یا یو ګوند په وسه کې نه دی. دا دروند بار په یواځې ځان د هر سازمان ملا ماتولی شي. هر ګوند، هر تنضیم، هر انفرادي شخصیت طبیعي حق لري، د خپل نړۍ لید سره سم، د خپلو ارمانونو، خپلو ارزښتونو...له پاره مبارزه وکړي، اما د هیواد په دغه سرنوشت سازه مرحله کې، هیڅوک حق نه لري، د نورو ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، تخریب یې کړي...د ښمني وکړي. سیاسي هوښیاري دا ده، چې د وسله والو دښمنیو ځایناستې مثبتې او جوړونکې سیالۍ شي. 
 
- په سوله کې د ګډ ژوند له پاره ګډ اصول تدوین شي. سوله خیر دی. دا د خیر الهي معیار دی. که سوله بی له شکه خیر دی،  پس جګړه شر دی، پرته د تیري په مقابل کې. هر څوک، چې هر افغان په هر نامه وژني، هغه د افغان دښمن دی. هر څوک، چې هر موُمن وژني، هغه موُمن نه دی، د موُمنانو دښمن دی. څوک شهید دی؟ په خپلمنځي جګړه کې د شهادت مسأله هیڅ مطرح نه ده. زموږ نژدې ټول خلک، په اقرار سره  مسلمانان دی . شرعه ظاهر ګوري. د زړه مالک پاک الله دی. د بهرنیو تیریو په مقابل کې که جګړه پر هر وطنپال موُمن باندې فرض ده، ددې جګړو هر قرباني د شهادت مقام لري،  په خپلمنځي جګړو کې شهید نشته. ځکه د شرعیت په بنسټ ټول موُمنان دي. جګړه شر او قربانیان یې شهیدان نه دي، یا اجیر جګړه ماران دي یا غولیدلي نا پوهان، آن د مقابل موُمن په وژلو، د قتل د سترې ګناه مرتکب شوی دی. ددې سترې ګناه تپوس هرومرو کیدونکی دی. جګړه ترترویزم زیاته وحشتناکه ده که ترورانفرادي وژنه ده ، جګړه ډلیزه وژنه ده.
 
- که په بلواکۍ کې، هیڅ وطنپال- هوښیار انسان د هیواد رهبري مقامونو ته نه حاضریږي، ځکه غیر له بدنامۍ  بل محصول نه لري، سره ددې چې ځینو پرې سرونه ماتول، اما د بلواکۍ له منځه تګ سره، مسأله  لږ څه بدلون مومي: هیڅ هوښیار او بامسوُلیته انسان په داسې بحراني حالاتو کې د ټولنې د ادارې د مشرۍ دروند بار په خپله خوښه نه اخلي، مګر که ولس یې، د خپلو د باور رایُو له لارې ددې رسالت د سرته رسولو مسوُلیت  په غاړه واچوي.
 
په دغه حساسه سرنوشت سازه شیبه کې د افغانانو دوه ستر انساني ارزښتونه د هست او نیست په پوله ولاړ دي:
  • خپلواکي
  • سوله
د خپلواکۍ له پاره خپلواکه اقتصاد، ملي شعور او ملي وقار پکار دی. په داسې شرایطو کې، چې د شل کلن بلواکۍ څخه ملي اقتصاد نابود او یو مافیاوي اقتصاد یې ځایناستی دی، د هیوادوالو د تعلیم د کمښت له کبله ملي شعور په ټیټه کچه کې دی. پنجشیریان د پنجشیر په کچه فکر کوي او احمدزي د احمدزیو په کچه؛ ملي وقار هم څلویښت کاله د پښو لاندې شوی دی. د خپلواکۍ د ساتلو او د سولې او سوکالۍ  ستر بار پرمخ وړل د یو شخص، یو تنظیم، یو سازمان په وسه کې نه دی، ملي تړون غواړي. په عام فلسفي مفهوم، اوسمهال هیچیرې ایدیال، په ټوله معنی درست شخصیت، تنظیم یا سیاسي ګوند وجود نه لري: اشخاص، تنظیمونه او ګوندونه شته، چې ډول ډول ښه او بد عقاید، ایديالوژۍ او کړنې لري. که په خپلو ویناوو او کړنو کې، په لومړۍ درجه  د خپلواکۍ او سولې ارمانونو او ورپسې د پرمختګ ارمان وپالو او پیروي یې وکړو، نو د سمې لارې څخه نه بې لارې کیږو. هر شخص، هره ډله او هر ګوند که د سولې، خپلواکۍ او ترقۍ په ګټه کوم نظر څرګند کړي او یا عملي کار سرته ورسوي، ښایي پلوی یې وشي او هر څوک، چې د جګړې او یا بهرنیو پوځي مرستو ته لاس اوږد کړي، باید تقبیح شي. دیرش- پنځه دیرش میلیونه افغانان که هر یو د جګړې او بلواکۍ په ضد، د سولې، خپلواکۍ او پرمختګ په لور یو یو ګام اوچت کړو،  بشپړې سولې، خپلواکۍ او سوکالۍ ته مو میلیونه ګامونه مزل وهلی دی، پدې لاره کې د هر یو کوچنی، ناچیزه رول- ستر ارزښت لري.