تنقیق په تجاهل کې  (د سمیع الدین ارمان د کتاب (تنقیق) یوه تنقیدي خاکه)

تنقیق اصل کې د یوې نوې تیورۍ د بحث رامنځته کولو اثر دی. دا اثر پوره د نویو مضامینو په اړه لیکل شوی دی. زه د سمیع الدین ارمان علمي تناظر ته پوره درناوی لرم. ولې دا اثر تر ډېره د خپل کلتوري ادب د پېژندنې باعث نه دی. اصل کې کلتوري ادب د ولسي ادب په مانا نه دی؛ بلکې د خپلې ټولنې د نفسیاتو او د خپل کلتور د شاعرانو او لیکوالو د پېژندنې پر ځای د غربي ادب د پېژند باعث دی. او ځینې مضامین  یې داسې هم دي، چې د پښتو ادب له نفسیاتو سره هیڅ تناسبات نه لري.
 
لیکوال پر ځای ددې چې د شاعرانو هنرنمایي تجزیه کړي، نو په علمي مباحثو یې سر شوی دی، نو بیا د لیکوال د فن پېژندنه پاتې وي او یوه علمي تشریح رامنځته شوې وي. کله- کله داسې هم شوي دي، چې علمي تشریح او د شاعر ترمنځه فاصله نه پخلا کېدونکې وي.
 
دا چاره په کره کتنه او څیړنه کې ځکه د ګټې وړ نه وي، چې موږ د شاعر د فن د پیژندنې پر ځای یوه علمي تشریح ته ورځو. دا به د هغو لپاره د ګټې وي، څوک چې دا موضوع نه پېژني، مګر هغوی چې غواړي، یو پنځګر وپېژني، مګر نه یې شي پېژندلی.
 
ښاغلي لیکوال د حمزه بابا په انساني انا او پوهې هم خبرې کړې دي. او په دې کتاب کې حمزه بابا د ((انا)) د پېژندنې لپاره بېلابېل نظریات وړاندې کړي دي.
په تنقیق کې پر حمزه بابا نقد دا وي:(( چې دی! د سارتر او ځینو نورو مغربي علماو په نظریاتو استنباط کوي او بیا د هغوی رد هم کوي.)) مګر حمزه بابا :(( انا څه ده؟ او ماهیت یې څه دی؟))  ددغو پښتنو په ځواب کې وایي، چې: (( په دې کې د مادینو او روحانیونو همیشه اختلافات دي. او تر اوسه موجود دي.)) حمزه بابا د فرانسوي عالم سارتر په قول دا خبره کړې ده: ((چې هغه د خدای تعالی (ج) د وجود نه منکر و؛(نعوذبالله) مګر هغه دې ته وادار و او ویلي یې و، چې په انساني وجود کې یو داسې عنصر شته، چې هغه د مادي کاینات جز نه دی.)) نو اوس موږ دا خبره څنګه ومنو، چې حمزه بابا د غربي علماو د نظریې مطابق خپل دلایل راوړي دي؟؟ یو بل نقد دادی: ((چې حمزه بابا هر څه د وحدت الوجود په سرچشمه کې لیدلي دي.)) خو اصل کې د تحول او تغیر مسله خپله د وحدت د تعین مسله ده؛ ځکه خدای تعالی (ج) واحد ذات دی او هیڅ ډول تحول او تغیر نه لري، نو همدغه خپله وحدت شو او په دې کې د هیچا اختلاف نه دی واقع. همدا د وحدت الوجود یو مفهوم دی. او دا شی، د اقبال په خودي، د سارتر مادي عنصر نه ګڼل او د ابن عربي تصور د نړۍ داکثرو علماو یوه شریکه نظریه ده، ځکه چې ((خدای تعالی (ج) محیط ذات دی)) او هیڅوک یې له تاثره ماورا نه دي، هغه حمزه بابا د یوه حکایت خبره: د ویرې په وخت د خدای تعالی (ج) ما سیوا بل ته هیڅ توجو نه وي. او دا په ټولو انساني نفسیاتو کې یو مشترک فطرت دی، نو بیا څه وګڼو، چې غربي علما د خدای له وجوده منکر دی؛ مګر له حقیقته یې منکر کېدای شي؟؟؟ نه چیرې هم نه شي کېدای. یانی داشی حتا د ملحدینو په اقوالو کې هم وي، نو بیا څنګه کیدای شي، چې د حمزه بابا اقوال دې د ثانوي ماخذ منابع وګڼو؟؟
 
زه په تحقیق کې دا خبره د مننې وړ نه ګڼم، چې موږ بغیر د تجزیې د عبدالکریم بریالي و نقد ته دومره رجعت وکړو، چې هغه ټول د احساساتو بیان وي. او ووایو: (( چې دا تنقید یو زورور اواز دی، او دا په پښتو ادب احسان دی.)) یانې تحقیق د احساس پر ځای په تعقل ولاړ وي؛ نو بیا څه بایده شي، چې موږ خپل تحقیق یو تجاهل اعلان کړو او د تعقل پر ځای احساس او په احساس دې فیصله وکړو؟ او انساني انا او پوهه یو داسې کتاب وګڼو، چې هغه د تضاداتو ښکار وي. ارمان صیب دې ښکاره کړي، چې چې څه شی، پکې متضاد دي او کومه نظریه یې په خپلو منځو کې فکري تسلسل نه لري؟
 
زه فکر کوم، چې دغه دواړه ښاغلي حمزه بابا ته د تفهیم له سترګو پنا ور ګوري او هيڅ یې د خپل تحقیق لپاره له اخلاص کار نه دی اخیستی.
یانې بیا څه باعث شي، چې حمزه بابا یو ځل د اقبال د خودۍ مقلد او بیا د ثانوي اخذ د منابع استفاده کوونکی وګڼو؟ که هغه د اقبال مقلد وي، نو بیا خو دا درسته نه ده، چې موږ د ثانوي اخذ د استفاده کوونکي خطاب ورته وکړو، ځکه خودي د اقبال نظریه ده او دا د هغه ذاتي تجربه ده، نو که حمزه بابا د هغې څخه استفاده کړې وي، نو بیا کله دا ثانوي اخذ راتلای شي؟
 
یانې ښاغلی بریالی وایي: ((چې حمزه بابا د اقبال خودي را اخیستې او په پښتو کې یې د انا نوم ورکړی دي.)) مګر موږ د واحدت ذات په مشترک تفکر پورته خبرې وکړې، چې دا د نړۍ د اکثرو علماو یو ګډ مضمون دی، دا چې حمزه بابا ددې نظریې لپاره له خپلې تجربې کومه توضیحي استفاده کړې له هغه دا دواړه ښاغلي تجاهل کوي.
 
اصله خبره دا ده، چې توصوف له ادب زیات د دیني تجمع یو روح دی. حمزه بابا ویلي و:(( چې د اسلام اساسي روح په تصوف کې دی.)) نو دین د تفسیر وړ دی. او د قران کریم بېلابېل تفسیرونه د تحلیل له مخې سره متفاوت او د خدای (ج) د ذات له مخې سره متحد او په یوه نظریه دي، نو موږ څه ووایو، چې د اقبال خودي حمزه بابا په پښتو کې په انساني انا تعبیر کړې ده ؟ دا د تنقید یو ډیر کمزوری دلیل دی. یانې د ابن عربي وحدت، د اقبال خودي او د حمزه بابا انا؛ فطري ده چې د ذات په اړه یو تصور ولري، ځکه زموږ ټوله چاره په واحد ولاړه ده. او دا د نړۍ د اکثرو علماو یو مشترک تفکر دی. یانې اصلي مسله دا ده، چې دغه تصور دغو دریو واړو د خپلو تجربو له مخې تشریح کړی دی.
 
د سمیع الدین ارمان تنقیق خپله د معرفۍ یوه سلسله ده. او معرفي تر ډېره د ادب د تاریخ لیکنې یو اصل دی. یانې د شننې او تحلیل پر ځای لیکوال د مغربي ادب د نظریاتو معرفي کوونکی پاتې شوی دی. او دا چاره د روهي صیب په ادبي څېړنو کې هم د مننې وړ نه ده.
 
لیکوال د یوه اړخیز نقد باعث دی. پر ځای ددې چې لیکوال د حمزه بابا د اقوالو تجزیه وکړي، مګر له تعقل تېښته کوي او رسا په احساساتي ډول د عبدالکریم بریالي  د اقوالو تایید کوي.
 
 تنقیق په زیاترو ځایونو کې د تاریخي مقدمې څخه نه دی خلاص شوی. د نوې شاعرۍ په باره کې یوه اوږده تاریخي مخینه مخته کیږدي او بیا په همدغو استنباطاتو فیصله کوي. 
 
مګر دا په تحقیق کې یو اصل دی، چې یوه موضوع په تاریخي لحاظ مطالعه کیږي. نو بیا څه باعث شي، چې موږ د علم تاریخي سیر ته ور کوز نه شو او د حمزه بابا د تاریخي شالید نظریه د تعریف نظریه وګڼو او په دې ډول یې نقد ته لاره ورجوړه ګړو؟؟؟
اخذونه
۱ . ارمان، سمیع الدین.(۲۰۱۹م). تنقیق. پېښور: اعراف پبلشر قصه خوانۍ.
۲ . شینواری، امیر حمزه.(۲۰۰۴م). انساني انا او پوهه.پېښور: جدون پرنټنګ پریس.