د جامي له بهارستان څخه یوه کیسه

پارسي ادب له کلونو راهیسې د پرمختګ پړاوونه وهلي دي او د پارسي ژبې له ادیبانو څخه ډېر په زړه پورې آثار راپاتې دي. له دې آثارو څخه یو هم د مولانا نور الدین عبدالرحمن جامي د (بهارستان) کتاب دی چې د پارسي ادب شهکار بلل شوی او ټول پندونه او اخلاقي مبحثونه لري. د عربو، عجمو او بې ژبو په زړه پورې حکایتونه لري چې یو حکایت مې ترېنه پښتو ته اړولی دی:

حکایت:
ابراهیم بن سلیمان بن عبدالملک بن مروان وايي چې هغه وخت چې د خلافت نوبت له بني امیه څخه بني عباس ته لېږدېده او بني العباس بني امیه نیول او وژل؛ زه له کوفې څخه بهر د یوه سرای پر بام چې په دښته کې پروت و، ناست وم.

ومې لیدل چې له کوفې څخه توره ډله راووته، ما فکر وکړ چې هغه ډله زما نیولو ته را روانه ده. له بام څخه کوز شوم او د څيرې په بدلون کوفې ته ننوتم او هېڅوک مې نه پېژندل چې له هغه سره پټ شم. د یوه لوی سرای دروازې ته ورسېدم او ورننوتم. د ښایسته څېرې خاوند یو سړی مې ولید چې پر آس سپور دی، غلامان او خادمان پرې را ټول وو، سلام مې وکړ. هغه وویل(څوک یې او څه غوښتنه لرې؟)

ومې ویل (یو تښتېدلی سړی یم چې له خپل دښمن څخه وېرېږم او ستا کور ته مې پناه راوړې.)

زه یې کور ته بوتلم او په یوه حجره کې چې د ده حرم ته نږدې وه، کېنولم. څو ورځې هلته وم، په ډېر ښه ډول خوراک، څښاک، کالي او نور اړین توکي راته راوړل. له ما یې هېڅ نه پوښتل،[هغه سړی] هره ورځ یو ځل پر آس سپرېده او بېرته راتلو.

یوه ورځ مې ترې وپوښتل (هره ورځ دې وینم چې پر آس سپور ځې او بیا ژر راستنېږې، د څه کار لپاره ځې؟)

ځواب یې راکړ (ابراهیم بن سلیمان زما پلار وژلی، اورېدلي مې دي چې هغه په دې ښار کې پټ شوی دی، هره ورځ په دې تمه ځم چې ګوندې هغه پیدا کړم او د خپل پلار قصاص ته ورسېږم.)

کله مې چې دا واورېدل خپل قسمت ته حیران شوم چې قضا زه د هغه چا کور ته راوستلم چې زما د وژلو په لټه کې دی. له ژوند څخه موړ شوم. له هغه څخه مې د هغه او د پلار د نوم پوښتنه وکړه. پوه شوم چې رښتیا وايي. ومې ویل (اې مېړنیه! ستا پر ما ډېر حق پروت دی، پر ما واجبه ده چې تا ته خپل دښمن وښیم او دا لاره درته لنډه کړم، زه ابراهیم بن سلیمان یم، د پلار وینه دې له ما وغواړه.)

ویې نه منله ویې ویل: او زیاته یې کړه «ښکاريږي چې له ژوند څخه په تنګ راغلی یې او غواړې چې ځان له دې خوار [ژونده] خلاص کړې؟»

ومې ویل: نه، قسم په خدای هغه ما وژلی او نښه مې ورته وښوده.
پوه شو چې زه رښتیا وایم. رنګ یې پړکنده شو، سترګې یې سرې واوښتې، سر یې پورته کړ او ویې ویل:«ژر کوه مخکې له دې چې پلار ته مې ورسېږې او هغه خپله وینه له تا وغواړي، ووځه هسې نه کوم ضرر در پېښ کړم ځکه چې له نفس څخه په امان کې نه یم. کومه ډوډۍ مې چې درکړي نه غواړم چې باطله یې کړم.»
[هغه کس] زر دیناره راکړل، وامې خیستل او بهر راووتم.

مثنوی:
جوانمردا جوانمردی بیاموز             زمردان جهان مردی بیاموز
درون از کین کین جویان نگهدار            زبان از طعن بدگویان نگه دار 
نکویی کن به آن کو با تو بد کرد            کز آن بد رخنه در اقبال خود کرد
چو آیین نکو کاری کنی ساز            نگردد با تو جز آن نیکویی باز    

مثنويپښتو:
مېړنیه مېړنتوب زده کړه                د جهان له سړیو سړیتوب زده کړه
ځان له حسد، حاسدانو څخه ساته        د بد ویونکو د پېغور نه ژبه ساته
له هغه سره ښه وکړه چې یې بد درسره کړي    هغه رخنه ګر له خپل قسمت سره کړي  
د نېکۍ لاره چې جوړه کړله تا            نه درسره کيږي، مګر هاغه نیکي بیا
(بهارستان، مولانا نورالدین عبدالرحمن جامی؛ به تصحیح دکتر اسماعیل حاکمی- انتشارات اطلاعات: تهران 1395)