وروستي لاريونونه او تر شا يې درې موخې

کابل او ځينو ولايتونو کې د وروستيو لاريونونو درې اصلي موخې 
طا لبانو له خوا د افغانستان د واک په اخېستو سره د تېر حکومت ځينې څېرې پنجشېر ته لاړې او هلته يې وسله وال بغاوت شروع کړ. طالبانو نېږدې دوه اوونۍ دوی ته وخت ورکړ او د خبرو پلاوی يې وټاکلو چې په سوله ييز ډول د پنجشېر مساله حل شي، هلته جګړه ونه شي او چا ته زيان ونه رسيږي. د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر وسله والو غوښتنې داسې وې چې نه عام افغان ولس او نه هم طا لبانو ته د منلو وې. دوی له طا لبانو غوښتل چې د افغانستان د نظام ډول دې فدرال کړي او سياسي واک دې پر قومي ډول تقسيم کړي. طا لبانو ته د دوی دغه غوښتنه د منلو نه وه او دا يې د افغانستان د تجزيې پيل بللو. 
طا لبانو پر پنجشېر جګړه پيل کړه او په شپږو ورځو کې يې وکولی شول چې پنجشېر ولايت ونېسي. پنجشېر کې د احمد مسعود له ماتې وروسته ده په يو غږيز پيغام کې له خپلو خواخوږ وغوښتل چې د طا لبانو پر وړاندې ملي پاڅون وکړي. 

د احمد مسعود له دغه پيغام وړاندې  هم په کابل، بلخ او هرات ولايتونو کې يو شمېر ميرمنو په دې موخه چې د نوی حکومت کې دې برخه ورکړل شي لاريونونه کول او د ښځو د حقونو چيغې يې وهلې. دلته پلازمېنه کابل او نورو ولايتونو کې د لاريونونو او داسې يو بې ثباته وضعيت کې په کې د ښځو پراخې ونډې پر اړه درې د پردي تر شا موخې په ګوته کيږي. 

۱- نړيوالې ټولنې په وروستيو کې وويل چې دوی مدني فعالان او خبريالان له افغانستان باسي او بهر هېوادونو کې پناه ورکوي. يو شمېر ميرمنو په دې پار چې د خپل مدني فعاليت ثبوت ولري او افغانستان کې د خپل ژوند ګواښ څرګند کړي لاريونونو ته مخه کړي. دوی په دې کار سره هڅه کوله چې بهر هېوادونو کې د خپل کِس په پار لاريونونه وکړي او له هېواد لاړې شي. 

۲- د سيما سمر په څېر يو شمېر بهر مېشتو کسانو د غوړو وعدو او امتيازونو په مقابل کې ځينې ميرمنې هڅولې وې چې د طالبانو غوسه راپورته کړي او که چېرې يې طالبانو  پر وړاندې تاوتریخوالی وکړ نو دوی به نړيوالو ته وښيي چې طالبانو بدلون نه دی کړی او د ښځو پر وړاندې لا تاوتريخوالی کوي. دوی په دې ډول هڅه کوله چې نړۍ ته د طالبانو يو بد انځور وړاندې کړي. 

۳- د وروستيو بغاوتونو درېيمه څرګنده موخه د احمد مسعود وه؛ له نظامي ماتې وروسته يې هڅه کوله چې په دې ډول سره د طا لبانو پر وړاندې خلک راپورته کړي. 

د ا.ا کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو د لاريونونو لپاره شرايط وړاندې کړل او دې سره يې د پلان شوي بغاوتونو مخه ونېوله.