بیعت که انتخابات

پدې ورځو کې طالبان د افغانستان له خلکو او سیاسي ډلو د بیعت غوښتنه کوي. بیعت د عربي ژبې هماغه د بیع کلمه ده چې مانا یې پلورل دي چې په آخر کې یې د وحدت ة زیاته شوې او په یو ځای او یو ډول پلور باندې دلالت کوي. دا کلمه له اسلام مخکې د عربو ترمنځ، چې عموماً د جاهلیت دورې عرب ورته ویل کېږي، دود وه او د ډله‌اییزو جوړجاړیو لپاره کارېده. د دې نومونې علت دا و چې د عربي عرف پر اساس به کله چې د خلکو تر منځ کومه معامله کېده، لاسونه به یې یو د بل په لاسونو اېښودل. وروسته، وروسته دا کار غیر معاملاتي چارو(جنګ او سوله) کې هم معمول شو او مانا به یې د یوې مسلې نهایي کېدا وه. دا چې عربو په خپله ژبه کې د سیاسي او ټولنیز جوړجاړيو لپاره  بله اصطلاح نه لرله او د  پېر(اخستل) له کلمې به یې کار اخیست، او دا چې دوی د سترو امپراطوریو د رامنځته کولو او له هغې د راپورته کېدونکو سندبازیو تجربه نه لرله، ژوند یې بدوي او د دښتو او مېرو ژوند و، همدا وجه وه چې د سیاسي او ټولنیزو چارو لپاره یې ځانګړې او پرمختللې کلمې نه لرلې. په عربي بستر کې د اسلام ظهور د دې سبب شو چې له عربي قاموسه د اسلامي متونو د رامنځته کېدا لپاره استفاده وشي، د دې حالت له جملې د بیعت کلمه هم ده چې مشتقات او نورې بڼې یې په آیتونو او حدیثونو کې پکار وړل شوي. هغه احکام چې په اسلامي متونو کې راغلي، په دوو برخو ویشل کېږي: یو ته یې لیکنیز احکام او بل ته یې امضایي هغه وایي. انشایي(لیکنیز) احکام هغه دي چې له اسلام د مخه نه وو او اسلام منځته راوړل. دې ډول احکامو ته ځینې وختونه تاسیسي احکام هم ویل شوي، یانې اساس یې اسلام ایښی. له بله اړخه، امضایي احکام هغه دي چې تر اسلام د مخه هم وو، او اسلام هم قبول کړي. دلته د امضا مانا د یو شي په خپله پخوانۍ بڼه پرېښودل ده. د اسلامي احکامو یوه ستره برخه امضایي هغه دي، چې په عربي قاموس، یا هم یهودي-مسیحي قاموس او یا یې هم په هلینیستي تمدن کې ځای لرلی دی. یوه برخه یې کټمټ پخپله بڼه منل شوي او یوه برخه یې په اندک تعدیل، اسلامي قاموس ته ورزیات شوي. په طلاق، نکاح، قصاص، دیت او جنايي امورو پورې د اړوندو احکامو پَل د حمورابي په قانون(۱۷۵۰ ق.م) موندلی شو. ځینې عبادي احکام لکه حج، روژه او داسې نور په مسیحي-یهودي قاموسونو کې هم موندلی شو، البته په شکلیاتو کې د یو څه توپیر په شتون سره. بیعت هم تر اسلامه د مخه د عربي قاموس له امضایي احکامو څخه دی چې د هماغه وخت د بدوي ټولنو له سیاسي ساختار سره متناسب و. په هغه وخت کې د خلکو فردیت نه و راپیدا. له همدې کبله په ټولنیزو مسایلو، پرېکړو او تړونونو کې د وګړو رول یوازې تر یو څو کسانو محدود و، چې معمولاً سپینږیري او متنفذ اشخاص وو او د خلکو عامه رایه په پام کې نه نیول کېده. بیعت له دې څخه عبارت و چې د قبیلې مشرانو به لاسونه د یو په بل لاسونو ایښودل چې د همنظرۍ او توافق مانا یې افاده کوله. دې بڼې له سیاسي توافقه په قبیله یي ټولنه کې تر یوه حده اغېزمنتوب درلود، ځکه دا یې په اصطلاح پخوانی او له بدوي ژوند سره متناسب عرف و. خو له خلفای راشدینو را وروسته، چې د فتوحاتو لمن پراخه شوې وه، او امپراطوري رامنځته شوه، نو ددې کار(بیعت) نا اغېزمنتوب څرګند شو او په اسلامي ټولنو کې د ننګونو او شخړو د راښکاره کېدا علت شو چې په پایله کې یې د اسلام درېیم او څلورم خلیفه پخپله د مسلمانانو په لاس ووژل شول. دا کار دسترو خونړیو جګړو لکه د جمل، صفین او نهروان د جګړو سبب شو چې په ترڅ کې یې لسګونه زره صحابه او تابعین ووژل شول. د دې بحران ریښه چې هغه وخت یې فتنه بلله، او وروسته یې فتنة الکبری یا ستره فتنه وبلله، د قدرت د ناسم انتقال تر ټولو ستر ناسم میکانېزم و او لکه د سرطان دانه د مسلمانانو په سیاسي تاریخ کې کې یې ریکارډ پریښود. البته د واک پر سر جګړې یوازې تر مسلمانانو نه دي مختصې، بلکې د ټول بشر تاریخ جوخت له ورته سناریوګانو سره لاس او ګرېوان دی. خو دا ټکی د هېرولو نه دی چې په ډېرو نورو ټولنو کې سیاست په دین نه دی ورګډ شوی، همدا دلیل دی چې سیاسي شخړو ته یې حللارموندنه تر اسلامي هغو اسانه وه. په غرب کې له دې امله چې د دوو جلا قلمروونو (یو دین بل سیاست) تر منځ پوله وټاکل شوه او یو پر بل نه ورګډېدل، نو په سیاسي مسایلو، شخړو او نګګونو کې د سیاسي قدرت د سوله‌اییز لېږد زمینه برابره شوه او بلاخره دیموکراسي د دې تاریخي بدلون ثمره شوه. په افغانستان کې د ټاکنو پرځای بېرته د بیعت موډل ته ور ګرځېدل، په حقیقت کې د بدویت او پخوانیو عدم عصریتونو ته ورستنېدل دي او دا کار په حقیقت کې د  خلکو له فرذیته انکار او د ګوتو په شمېر څو کسانو لاس ته د قدرت د واګو ورلوېدل دي. دا موډل د تاریخ په اوږدو کې د د قدرت پر سر د جګړو عمده علت پاته شوی. دا ساختار قدرت د څو محدودو کسانو لاس ته ورلووي او له همدې امله  د خونړیو پایلو درلودونکی دی. د دې ستونزې کره او اسانه حللاره بېرته انتخاباتي موډل ته ورستنېدل دي. د انتخاباتي سیستم د ستونزو حل په اوس کې له تکنالوژۍ په استفادې او د پرمختللو هیوادونو د تجربې په مشاهدې خورا اسانه کار دی
 
نه لري ټاکنې په خپل ذات کې ټیټې جیګې
هره ټیټه جیګه د غدار په  مکارۍ کې ده