امريکا د کورنۍ جګړې ډول وهي؛ طالب دې ژر پر پنجشېر د بريا زور ووهي 

امريکا له افغانستانه په داسې ډول ووتله چې دلته د چين او روسيې د نفوذ شونتيا ډېره ده. امريکا په تېرو شلو کالونو کې ټولو هغو موخو ته نه ده رسېدلې چې پلان کړې يې وې. امريکا په بيلا  بېلو بهانو اوس په دې هڅه کې ده چې په يو نه يو ډول افغانستان کې خپل شتون بيا – ځلی کړي. امريکا د داعش مساله را ټېنګه کړه، په وروستيو ورځو کې يې څو هوايي بريدونه هم په همدې بهانې وکړل؛ لا هم چيغې وهې او داعش يادوي. امريکا دا هم وايي چې که طالب خوښه وي نو په ګډه د داعش پر وړاندې ور سره مبارزه کې همکاري. 

امريکا ته د طالبانو ځواب يو او څرګند دی؛ داعش دومره مساله نه ده خو امريکا يې په لوی لاس غټول غواړي. طالبانو امريکا ته دا هم ويلي دي چې که چېرې افغانستان  او د دوی حکومت ته په رېښتيا هم د داعش ګواښ شتون ولري نو دوی پوهيږي چې څه ور سره وکړي او څنګه خپل حکومت، امنيت او هېواد وساتي. 

امريکا سره يوه بله ټاکنه افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرې او اوازې دي. دا خبرې امريکا له ډېر پخوا کوي او دا وروستۍ يوه اوونۍ کې يې د کورنۍ جګړې خبرې ډېرې کړې دي. کله چې امريکا پوهه شوه چې طالبان نه غواړي امريکا افغانستان کې د داعش  پروژه پيل کړي، نو اوس يې کورنۍ جګړې ته ډول وهل شروع کړي دي. 

امريکا په پنجشېر کې د طالبان اسلامي امارت او احمد مسعود وسله والو جګړه تر نظر لاندې لري. وضعيت ته په کتو امريکا خپل تصميم نيسي؛ که چېرې د پنجشېر جګړه اوږده  شي نو امريکا ته د خپلو پالېسيو د پلې کېدو او پلان کېدو فرصت په لاس ورځي او همدا د پنجشېر مساله به کالونه کالونه د افغانستان د قومونو ترمنځ د قومي او کورنۍ جګړې په ډول ستره او پراخه کړي. 

که چېرې پنجشېر کې وسله وال دوه اوونۍ نور هم مقاومت وکړي نو لېرې نه ده چې د ايران او امريکا په پټو سياستونو به باميان، دايکنډي کې هزاره ګان، جوزجان او فارياب کې ازبکان او نورو شمالي ولايتونو کې تاجکان به طالبانو ته سرخوږی شي او هغه پلان چې امريکا د کورنۍ جګړې لپاره چمتو کړی په اسانۍ به پيل شي. 

اوس وخت کې طالبانو ته د نوي حکومت يا نورو سياسيونو سره د ټول – ګډ حکومت د مشورو پر ځای په کار ده چې ټول خپل سياسي او پوځي زور پر پنجشېر متمرکز کړي او دغه سيمه تر خپل حاکميت لاندې کړي. 

د پنجشېر په نېولو سره به افغانستان کې د کورنۍ جګړې، د افغانستان د تجزيې، د هېواد د فدرالي کېدو، قومي مخالفتونو او تعصباتو مخه ونېول شي او طالبان به له نور سره به ګډه بشپړ حاکميت لرونکی، مرکزي او غښتلی حکومت ولري.