نېږدې دوه اوونۍ کيږي چې طالبانو د پلازمینې کابل په شمول د هېواد په ۳۳ ولایتونو والکه ټینګه کړې ده. طالبانو وکولی شول چې له شل کاله جګړې وروسته د اوونیو دننه کې افغانستان ونېسي او پخوانی حکومت يې چپه کړ. طالبانو ځينو ولایتونو کې جکړه وکړه او ځيني ولايتونه پرته له جګړې او مقاومته ورته تسليم شول؛ پنجشېر يوازينۍ سيمه او ولايت وو چې طالبانو نه پرې برید وکړ او نه يې هم تر اوسه هلته کنټرول اخیستی دی.
طا لبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت او سپیناوی نه دی ورکړی چې د امريکا غوندې زبرځواک ماتولی شي او ټول افغانستان سره د ۳۵۰ زره پوځ نېولی شي، نو هغه څه وو چې دوی يې د پنجشېر له نېونې پر شا کړ. طا لبانو د پنجشېر د نېونې لپاره هېڅ جګړه هم نه ده کړې چې هلته له مقاومت يا غبرګون سره مخ شي، بلکې تر خوا يې هم نه دي ورغلي.
هغه مهال چې طالبانو هره ورځ دوه درې ولايتونه نېول نو د پنجشېر نېونه کومه غير عادي او سخته مسله نه وه؛ د لغمان، کاپيسا، نورستان، بدخشان، پروان او تخار له نېول کېدو وروسته او د نېونې پرمهال طا لبانو کولی شول چې د يو - څو ګړيو دننه پنجشېر ونېسي؛ هغه مهال پنجشېر نه دې نړيوال رسنيو د خبرونو سرټکی وو، نه هلته وسلې او مهمات وړل شوي وو او نه هم په کې د مقاومت او غبرګون خبرې وې.
اوس د طالبانو او د پنجشېر د مقاومت جبهې ترمنځ خبرې روانې دي؛ طا لبانو دا ورسره منلې ده چې پنجشېر ته به نه دننه کيږي؛ پنجشېر اوس د لوی افغانستان په جغرافيه کې يو خپلسري سيمه ده؛ پنجشېر داسې دی لکه په تېر کې پښتونخوا کې شمالي وزيرستان او په ځانګړي ډول د پښتونخوا ميرانشاه سيمه. اوس پنجشېر کې قانون او حکومت نشته؛ هر هغه چې له طالب سره وران دی، پنجشېر ته ځي. هلته پرته له پوښتنې او قانون وسلې او پيسې وړل کيږي. په ولايتونو کې کسان ګمارل شوي چې پنجشېر مقاومت لپاره جلب او جذب وکړي. د نړۍ توجه اوس مهال پنجشېر ته زياته شوې او د يوې نوې لوبې ښه سنګر يې پيدا کړی دی.
هغه کسان چې اوس مهال د پنجشېر په مقاومت کې راټول دي، د يو واحد افغانستان او مرکزي حکومت سره يې ورانه ده. دوی هر وخت د فدرالي افغانستان چيغې وهې او تر شا يې موخې د افغانستان تجزيه ده. دوی دا حقيقت درک کړی دی چې پښتانه په افغانستان کې اکثريت قوم دی؛ که چېرې د ډيموکراتيکو ټاکنو له لارې او یا هم د زور؛ افغانستان کې به د واک په سر کې پښتانه وي چې دوی ته دا د منلو نه ده.
هلته به يو شمېر افغان په ظاهره د طالبانو پر وړاندې د جګړې وايي خو د اکثریت شمال ټلوالې او د دوی د ملاتړو هېوادونو موخه د افغانستان تجزیه ده. د نړۍ ځيني هېوادونه چې خپلې ملي ګټې يې په تجزيه شوي افغانستان کې ښې تر لاسه کيږي داسې برنامې او پلانونه جوړ کړي چې د پنجشېر مقاومت د هېواد شمال، شمال ختيځ او شمال لوېدیځو ولایتونو ته پراخه کړي. دې ډول کړنو سره به دوی د هندوکش غرونو هغه خوا او دا خوا د بېلتون سياست پلی کړي. د خپلو سياستونو په تداوم به دې لاس ته راوړنې ته نېږدې شي، چې افغانستان په شمال او سويل سره تجزیه کړي.
د افغانستان د تجزيې ګواښ او ويره ډېره او مخېنه لرونکې ده؛ په تېر کې هم ورته هڅې شوې وې خو د هېواپاله افغان مشرانو له خوا خنثی شوې وې. نړیواله ټولنه په کابل کې د يوې امن سيمې د جوړېدو وايي؛ دوی په اصل کې پلان لري چې امن سیمه کابل نه بلکې پنجشېر کړي، کومه سيمه چې تر اوسه پرې د طالبانو والکه نشته؛ که چېرې نړيوال په دې فشار راوړي چې پنجشېر د طالبانو له تسلط پرته امن سيمه کړي نو دا به د افغانستان د تجزیې رسمي پيل وي چې د کالونو دننه به واحد افغانستان سره ټوټه کړي.
د طالبانو اسلامي امارت بايد د پنجشېر په مسله کې جدي وسي؛ لومری سوله ييز حل او د نه کېدو په صورت کې بايد د جګړې له لارې د لوی افغانستان د وجود دا کوچنۍ ټوټه په خپل حاکمیت کې واخلي او له دې لارې د افغانستان د تجزيې مخه ونېسي.
وروستي