
موږ افغانان پر افغانستان د امریکا تر بېرحمانه برید وروسته دا تمه لرله چې اسلامي هېوادونه، په خاصه توګه هغه چې د امریکا ضد دي او یا هم امریکا د دوی ضد ده، او هغه چې په سیمه کې د امریکا شتون او پوڅي حضور د خپلو ملي ګټو او د سیمې د ناامنيو لپاره لوی ګواښ بولي، نه یوازې پر افغانستان به دغه برید وغندي، بلکې له افغاني مقاومت سره به اوږده په اوږه ودرېږي .
خو له بده مرغه، ځينو خپل ځان داسې یوه اړخ ته کړ، چې هېڅ غږ یې راپورته نشو، ځینو بیا له خپل هوايي او ځمکني حریم نه امریکا ته پر افغانستان د برید اجازه ورکړه، پاکستان د امریکا ټول شرطونه ومنل، او د لومړي ځل لپاره یې پر افغانستان د برید لپاره امریکا ته له خپل ځمکني حریم څخه اجازه ورکړه او امریکا پر افغانستان خپل وحشي کوماندوز ورخوشي کړل.
ازبکستان نه یوازې خپله لویه اډه د امریکا په لاس کې ورکړه، چې سلګونه چورلکې او ګڼ امریکايي سرتېري هلته مېشت او ځای پرځای شول، بلکې دا ژمنه یې هم ورسره وکړه چې د ازبکستان ټول هغه نظامي قطعې چې په افغانستان کې د روسانو د شتون او یرغل پرمهال هلته د روسي ځواکونو تر څنګ جنګېدې او له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته له جنرال دوستم سره پاتې شوې، په کافي اندازه پوځي تجربه لري او اوس به د امریکا په خدمت کې وجنګېږي او افغانستان ته به د ځمکنیو ځواکونو په نامه استول کېږي.
له امریکا سره د ازبکستان همکاري په دومره کچه وه چې هغه مهال یې په لومړي سر کې له امریکا نه اته میلیون ډالر تر ګوتو کړل، ازبکستان د امریکا له نظره یو ستراتيژيک هېواد دی، چې پر دغه هېواد د امریکا لاسبري کولی شي چې د مرکزي اسیا له نفتو او طبیعي زېرمو منګولې ټينګې کړي، دا دی دغه حساس هېواد هم د افغانستان تر اشغال مخکې د امریکا لاسونو ته ولوېد.
ترکیې هم امریکا ته خپل کوماندوز ځواکونه ورکړل، او د ازبکستان امریکايي اډې ته یې ولېږل، چې له هغه ځایه له ځانګړو امریکايي ځواکونو او ازبکي ملېشو سره یوځای افغانستان ته ولېږل شول په مزار ښار کې مېشت شول او پخواني یار دوستم یې تود هرکلی وکړ.
د ایران په اسلامي جمهوریت کې چې انقلابي رهبرۍ یې د امریکا یرغل سخت غانده، او د افغانستان د خلکو ترڅنګ د درېدو چیغې یې وهلې، خو په حقیقت کې پوچ وخوت، او وویل: ((پر افغانستان د امریکا برید ایران ته یو طلايي چانس په لاس ورکړ، چې له دغه چانس نه په ګټې اخیستلو به ظاهراً له امریکا سره خپل اړيکي ترینګلي په ډاګه کوي، خو په باطن کې به لا امریکا ته ځان ورنژدې کاندي، او د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې به له امریکا سره ملګری شي. او د اسلام اباد په څېر به امتیاز هم ترلاسه کړي او د افغانستان په راتلونکې اداره کې به هم خپلې ګټې او لاسپوڅي وګمارلی شي.((
موږ پر دې کومه نیوکه نه لرو چې ایران له امریکا سره خپل اړيکي ښه کول غواړي، بلکې دا مو ځوروي چې له امریکا سره د ایران نژدېوالی لا د افغانستان په ویجاړۍ تمامېږي، ګڼ ولسي افغانان وژل شکېږي، او پر افغانستان د امریکا یرغل او اشغال لاپسې خپلې منګولې ټينګوي.
زموږ لپاره دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې دا هېوادونه پر افغانستان د امریکا د برید ناوړه پایلې ولې نه شي درک کولای؟ دول ولې له عقله کار نه اخلي، او یا خو پوهېږي چې تغافل کوي، او له دې حقیقت څخه سترګې پټوي، په تېره بیا ایران باید ځان پوی کړي چې په افغانستان کې د دغه تاوده اور لمبې او لمن به اخر دوی ته هم وغځېږي، چې بیا به ټول د پولۍ ټک ته ناست وي، دوی ولې د دغه حقیقت له درک کولو ناتوانه دي چې پر افغاسنتان تلسط به امریکا تر دې حده ورسوي چې د سپينې ماڼۍ واکمنان به په افغانستان او سیمه کې خو لا څه کوې، ټوله نړۍ به د خپلې واکمنۍ لپاره کوچنۍ ورته ښکاري، او د ایران په څېر هېواد کې لا مخکې یې نوم په تور لېست او د ترهګرۍ په ملاتړو ډلو کې راغلی، په هېڅ ډول نه بښل شي، او په ایران کې د خپل لاسپوڅي حکومت تر جوړولو پرته به نور څه ونه مني.
دا یوه ډېره قبیحه مغالطه ده ، چې په ایران کې ګڼ کسان وايي: ایا ایران به له ځینو اروپايي هېوادونو سره د خپلو اړیکو په ټينګولو سره خپل استقلالیت له لاسه ورکړي او یا به له دغو هېوادونو سره د نژدېوالي لپاره له خپلو ملي ګټو تېر شي؟ !
دا یو بې بنسټه استدلال دی، او بې ځایه مقایسه ده، له هغه راهیسې چې په ۲۰۱۰ کې پر افغانستان امریکا وحشیانه یرغل وکړ، ګڼو ایرانیانو او ایراني رسنیو د دې پرځای چې دغه غیرانساني او ظالمانه برید وغندي او د افغانستان د خلکو د دفاع په خاطر ناقانونه کړنه وبولي، له یوې خوا به یې د امریکا دې ظالمانه ګام اخیستو ته توجیه ورکوله او دا یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په موخه ګام باله