افغانستان يو موټی او متحد هېواد پاتې شو. دلته پېړۍ - پېړۍ د يو افغان په نوم سره ژوند شوی. پر افغانستان د غوايي د اوومې کودتا په کېدو دغه ستر هېواد ته قومي او ژبني توپيرونه ننوتل. په ۲۰۰۱ز کال کې چې امريکا پر افغانستان برید وکړ او بيا په بن کنفرانس کې د افغانستان سیاسي واک پر قومي او ژبني بنسټونو ووېشل شو؛ له امله يې افغانستان کې سيمه ييز، قومي او ژبني توپيرونه لا ژور شول. بن کنفرانس کې تر ټول ډېر لوړ ارزښت شمال ټلوالې ته ورکړل شو؛ دوی چې له پخوا د طالبانو سره په جګړه کې وو، خپلې دغه کورنۍ جګړې ته يې د مقاومت نوم ورکړی وو او د طالبانو په سقوط سره يې داسې وانګېرله چې ګواکي دوی د افغانستان اصلي څښتن او دوی دي چې افغانستان کې بايد زر او زور خاوندان اوسي. دا چې شمال ټلواله لا وړاندې طالبانو سره په جګړه کې وه او بيا يې ځاله پنجشير ولسوالۍ وه، نو د نوې ادارې په راتګ سره دوی فرعوني غرور او تکبر واخېست. شل کاله يې پر دې تېر کړل چې هیڅ څوک او هېڅ ځواک نه شي کولی پر پنجشير واکمن شي؛ پنجشېر د زمريانو خاوره او ټاټوبی دی؛ پنجشېر د احمدشاه مسعود خاوره ده؛ طالب په دې بریالی نه شو چې پنجشېر ته دننه شي، پنجشېر د تسلیمۍ خاوره نه ده... په دې خبرو سره شل کاله يو شمېر کسانو یوازې په دې نوم چې پنجشېری دی يا هم دې پنجشېر دی، په کابل ښار کې هر ډول خپلسري، زورواکي، لنډغرتوب وکړ. د پنجشېر ولسوالۍ چې د وکړو او خاورې پر بنسټ ډېره کوچنۍ او د هېواد له یو شمېر سترو ولايتونو سره هم د پرتلې وړ نه ده، ولایت شو او په شلو کالونو کې د افغانستان د ټولو وکړو نیمايي امتيازونه ده وړوکې جغرافيې ته ورکړل شول.
اوس تازه د افغانستان د اسلامي امارت په چوکاټ کې طالبانو په ډېر کم وخت د پلازمینې کابل په شمول د هېواد ۳۳ ولايتونه ونېول او خپله والکه يې پر ټينګه کړه. د طالبانو راتګ ته خلکو هم هر کلی وکړ؛ خلک له جګړې، ناامنۍ، جنايي پېښو، فساد، بې عدالتۍ، خپلسرۍ او د قانون د پلې کېدا ستړي وو. دوی دا هيلې لري چې د طالبانو په شتون کې به يو پر امن افغانستان ولرو.
طالبانو پرته له دې چې وينه تويه شي او جګړه وکړي، په ښه ډول يې پر ټول افغانستان د اسلامي امارت بيرغ پورته کړ، خو يوازې پنجشېر دی چې ترې پاتې او له هغه ځايه د دوی پر وړاندې د بيا مقاومت خبرې کيږي. که طالبان په همدې لومړيو وختونو کې پنجشېر ونه نيسي نو له يوې بيا بلې ورځې ته د پنجشېر نېونه به ورته مشکله او ستونزمنه شي. هلته اوس هم د طالبانو مخالفې سياسي څېرې د بسيج او ټولېدو په حالت کې دي. که طالبان پنجشېر ونه نېسي نو لاندې ناخوالې شونې او کېدونکې دي.
۱- د طالبانو کمزوري: د طالبانو ۲۵ کلن جګړيز مدیریت او ځواک به دې ځای کې تر پوښتنې لاندې وي چې نه په تېر او نه هم په اوس کې په دې بريالی شول چې پنجشېر ونېسي. په ټول افغانستان به د طالبانو غښتلی او مرکزي حکومت شتون ونه لري. که څه هم د پراخوالي او وګړو پر بنسټ د پنجشېر ولسوالي وړوکي ده، خو که چیرې طالبان پرې والکه ونه لري نو دا پنځه سلنه خاوره هم لامل کيږي چې د بشپړ حاکميت ادعا پوښتيزه شي.
۲- پنجشېر بيا د پخوانيو جنګسالارانو ځاله شي: اوس هم داسې هڅې روانې دي چې پخوانۍ شمال ټلواله پنجشېر کې سره راټولیږي. دوی به د طالبانو حکومت پر وړاندې چې د تېر حکومت څېرې او بنسټونه هم په کې شامل دي، بغاوتونه وکړي. د طالبانو د مرکزي حکومت پر وړاندې به ستونزې ايجادوي او پرځای دا دې چې طالبان په رغنيزو چارو بوخت شي، دوی سره به مصروف وي.
۳- بهرنیانو ته به د لاس وهنو ځاله شتون ولري: په تېر کې هم فرانسې او روسيې احمد شاه مسعود ته پراخه مالي او پوځي امکانات په لاس ورکړي وو، چې طالبانو سره يې د مقاومت په نوم جګړه پرې وکړه. که چېرې طالبان اوس پنجشېر ونه نېسي نو يو ځل به بيا ایران، روسيه، فرانسهڅ او يو شمېر نور هغه هېوادونه چې د شمال ټلوالې خواخوږي دي، هلته د لاس وهنې او مداخلې لاس دننه کړي.
۴- کورنۍ او چريکي جګړه به رامنځته شي: که پنجشېر په لوی لاس همداسې پرېښودل شي، نو د طالبانو د حکومت پر وړاندې به چريکي جګړې پيل شي. هغه هيلې چې ولس يې له تېرو شلو کلونو په تمه وو او د يوې سرتاسرې سولې په پار يې درلودې، ښايي د چريکي جګړې په شتون سره ناهيلې شي.
۵- قومي درز: پنجشېر ولسوالۍ کې به نه يوازې د پنجشېر اهل بلکې ځينې تاجک، ازبک او هزاره ګان جګړه غوښتونکي هم مېشت شي. دوی په دې عقيده دي چې چې طالبان اکثریت پښتانه دي او دوی به د طالبانو پر وړاندې په دې نوم جګړه پيل کړي چې قومي بڼه به لري.
نو د ولس غوښتنه او سپارښتنه دا ده چې طالبان په سوله ييز ډول د پنجشیر والکه په لاس کې واخلي او په دې سره په ټول افغانستان خپل حاکمیت ټینګ کړي او له هر ډول هرج و مرج او بهرنيو لاس وهنو افغانستان په امن کړي.
وروستي