د شته وضعيت په اړه د خلکو اندېښنې؛ د حکومت او طالبانو ډاډ

د تېرو څو اوونيو راهيسې په افغانستان کې جګړه چټکه شوې چې له امله يې له لسو زيات ولايتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي دي. د روان وضعيت په منځ ته راتګ سره د افغانستان برخليک په يو ناڅرګند لوري روان شوی دی. 

نن ورځ  ولسمشر محمد اشرف غني په يو تلويزوني پيغام کې د وضعيت په اړه د خبرېدو ويلي دي او زياته کړې يې ده چې له سياسي مشرانو سره مشورې کوي او پايلې به يې ژر له ولس سره شريکې شي. 

ولسمشر غني اوسنۍ جګړه تپل شوې بللې ده او زياته کړې ده چې  د مرګ - ژوبلې د مخنېوي او عامه بنسټونو د نه ويجاړي په پار يې له بهرنيو او هېواد دننه سلا - مشورې پيل کړې دي. 

له بلې خوا، د طالبانو له خوا د ګڼو ولايتونو په نېولو سره دوی خلکو ته ډاډ ورکوي، چې سر او مال يې خوندي دی او زيان به ورته نه رسيږي. تېره ورځ په يوې خبرپاڼې کې طالبانو  خپلو جنګياليو ته لارښوونه کړې ده، چې  باید له بیت المال سره نهایت زیات پام وکړي، عامه تاسیسات، حکومتي ادارې، د حکومتي ادارو اړوند سامانونه، پارکونه، سړکونه، پلونه دا ټول امانت او د ملت مال دی، باید هېڅ ډول شخصي تصرف او بې پروايي ورسره ونه شي؛ بلکې کلکه ساتنه یې وشي.

طالبانو هغه کسانو ته هم د خونديتوب ډاډ ورکړی دی چې په تېر کې يې له بهرنيانو سره دندې تر سره کړي او يا هم د افغان حکومت په چوکاټ کې يې دندې کړي. خبرپاڼه کې دوی ته د عمومي بخښنې ويل شوي دي. 

طالبانو خلکو ته ويلي دي چې په عادي ډول دې خپلې چارې وړاندې وړي او د دوی پر مال، کور، مارکېت، هټۍ او نورو څېزونو څوګ کار نه لري.  همدا ډول ويل شوي دي چې ښوونيز، فرهنګي او روغتيايي بنسټونه بايد ونه تړل شي او چارې يې جارې وساتل شي. 

دغه خبرپاڼه کې د بهرنيو هېوادونو د سفارت خونو کارمندانو او نورو مامورينو ته هم ډاډ ورکړل شوی دی چې دوی ته هېڅ ډول ګواښ متوجې نه دی او خوندېتوب لري.