ولس له طاـلبانو ناهيلی شوی؛ خو ولې؟ 

درې مياشتې وړاندې افغانستان کې د جمهوريت په نوم پخوانی نظام سقوط او ځای يې طاـلبانو ونېولو. له جمهوريت خلک تر پوزې راغلي وو او په لويه کې افغان ولس يې په چپه کېدو خوښ شو. يو شمېر هغه کسانو جمهوريت پسې ژړا وکړه او يا يې کوي، چې پرېمانه ګټې يې په کې وې، په عيش - نوش مست وو، غوړ امتيازونه، لوړ معاشونه او د ژوند نورې اسانتياوې، د بيت المال له خزانې، د جمهوريت په چوکاټ کې ورته برابرې وې. 

جمهوريت کې عام ولس تر پوزې راغلی وو. دولتي ادارو کې ټاکنې بشپړې په اړيکو، واسطو او پيسو وې؛ د پوليسو، اردو او استخباراتو خپلسرې نېونې، ظلم، ځورونې او بې ځايه خلکو ته دوسيې جوړول، په تېر کې افغانستان نه وو تجربه کړي؛ امنيت په بشپړ ډول له منځه تللی وو، خلک نه په کور کې خوندي وو او نه په ښار کې، لويې لارې نامشروع ګمرکونه او پټکونه وو، چاودنې، هدفي وژنې، غلاوې او انسان تښتونې د رسنيو د خبرونو سرټکي وو. 

لنډه دا چې که والي وو او که وزير، رئيس او که جنرال، له ځان يې ديوالونه تاوو کړي وو خو نور چې په ولس او هېواد څه کېدل، چا يې پوښتنه نه کوله او همدا لامل شو، چې په سقوط يې ولس خوښ وو او د ژوند نورې نوې هيلې ورته پيدا شوې. 

 د ا.ا.ا په راتګ سره د ولس لومړۍ ستره هيله بشپړ امنيت او خوندي ژوند وو. فکر داسې وو چې نور به هر افغان پرته له ويرې د هېواد هر ګوټ ته شپه او ورځ سفر وکولی شي؛ نور به جومات، روغتون او ښوونځي کې چاودنې نه وي، نور به په لويه کې د مرګ - ژوبلې خبرونه نه وي. په تېر جمهوريت کې فکر داسې وو چې په لويه کچه مالي فساد شتون لري، د بازار بيه مفسد چارواکي د فساد پيسو لوړه کړې ده، خو په اسلامي امارت کې به د خلکو اقتصادي وضعيت برابر شي او له فقر، ګدايۍ، بې وزلۍ او غربت به ولس وژغورل شي. خان او غريب به نور په کې نه وي او د شريعت په چوکاټ کې به هر چا ته په سوله کې ډوډۍ رسيږي. 

له جمهوريت د خلکو ستړيا او اسلامي امارت ته د افغان ولس هيلې په ګڼ شمېر دي؛ پورته يو څو يې کوچنۍ بېلګې وې، خو له ډېره بده مرغه د اسلامي امارت له راتګ درې مياشتې کيږي، خو ولس له لاندې دردونو لا خلاص نه دی او ناهيلۍ يې تر غاړې شوې دي. 

۱- امنيت: دا_عش که ستره پروژه ده او که واړه؛ تبيلغ ورته کيږي او که په رېښتنې مانا شتون لري، خو ملموس حقيقت يې په کندز، کندهار، ننګرهار او کابل ولايتونو کې د بې ګناه ولسي افغانانو وژل دي. د امنيت برخه کې چې کومه ويره افغان ولس سره د تېر جمهوريت پر مهال وه، اوس هم بيا خپل حد ته پورته او خلکو په ډاډه زړه د ژوند کولو فکر له لاسه ورکړی. چاودنې، هدفي وژنې او په لويه کې د مرګ او ژوبلې خبرونه بيا هغه ډول روان دي کوم چې په تېر کې وو. روان وضعيت ته په کتو د طاـلبانو هغه لوړه خبره او ځانګړنه چې شل کاله پخوا  لومړي حکومت کې او درې مياشتې وړاندې دويم ځل واکمنۍ کې يې درلوده، نور د بارو وړ نه ده؛ چې سوله او امنيت به وي. اوس نه سوله شته او نه امنيت. که ګراف يې لوړ ده او که ټيټ، خو په تېرو درېيو مياشتو کې افغان بچي يتيمان، ميرمنې کونډې، بچي بې پلارونو، خويندې بې وروڼو او ميندې بورې شوې؛ دا حقيقت دی او لا هم روان دی. 

۲- جنايي پېښې: کابل ته د طاـلبانو په راتګ سره خلکو دا فکر کولو چې نور به په ډاډه زړه د پيسو ډک جيب ښار کې ګرځي، نور به دا ويره نه وي چې له لاس به يې څوګ ګرځنده تيلفون غلا کړي، نور به په پوځي يونيفورم کې د خلکو کورونو ته د غلا په پار اوښتل نه وي او نور به د دوه زره افغانيو او يا يې په ارزښت د يو څيز اخېستو په پار کوم ځوان نه وژل کيږي. د طاـلبانو په راتګ سره کابل ښار او ولايتونو کې مجرمين او غله هم په ويره کې شول. په تېر کې خو د مجرمينو ماماګان، کاکاګان، خپلوان او کليوال؛ وکيلان، جنرالان، د حوزو امران او په نورو  لوړو څوکيو کې چارواکي وو، د غلو مرال هم لوړ وو او لارې هم ورته د بيا خلاصون په پار موجودې وي. خو اوس کې هم، کابل او ولايتونو کې د ورځې او شپې جينايي پېښې ښې په ګڼ شمېر کيږي؛ ځيني به يې رسنيزې شوې وي او ځينۍ نه، خو ښايي تاسې هم له خپلو خپلوانو او دوستانو اورېدلي وي چې په درېيو مياشتو کې څنګه د غلاوو او نورو جينايي پېښو قرباني شوي دي. طاـلبانو هم د تېر حکومت چارې شروع کړې، د خلکو له ژوند د غلو او مجرمينو شخصيت ورته مهم شوی، کله يې چې ونېسي نو مخ يې پټ کړي او په درناوي يې بيا رسنيو ته ښکاره کړي. 
 
۳- لوږه او غريبي: د تېر حکومت څخه يو ستر شکايت دا وو، چې خلک يې په فقر کې ساتلي وو، لاملونه يې دا وو چې ټولنه کاپېټالېسټي  ياد د سرمايدارۍ نظام وو. د افغانستان په څېر  هېوادونو کې د بازار او مارکېټ بيه د شمتن د شتمنۍ مطابق وي، مطالب دا چې د يو کيلو مڼو بيه هټۍ وال د پانګوال په خوښه ټاکي، کله چې شتمن يو کيلو مڼې په درې سوه افغانۍ اخلي نو بيا همدا د بازار بيه شي او غريب هم اړ دی چې په همدې بيه يې واخلي. هغه مهال خلک له دې ډېر ځورېدل او ډېرې چيغې به يې وهلې چې پر بيو حکومت او د بيا په خاص ډول د حکومت په چوکاټ کې ښاروالي کنټرول نه لري.  تېر نظام کې اکثريت پانګې له نامشروع پيسو او فساد تر لاسه کېدلې. همدا ډول يو کس به درې سوه زره افغانۍ معاش اخېستلو او د بل عادي کارمند او مامور معاش به لس زره افغانۍ وو، نو دې سره د غريب او شتمن ترمنځ واټن ډېر شوی وو. کله چې امارت راغلی، خلک په دې ورته خوښ وو، چې نور به ډالري او په لکونو افغانۍ معاشونه نه وي، ګمرکونو کې به فساد نه اخېستل کيږي او دې سره به بيې کنټرول او ارزانه شي، خو داسې ونه شول. د امارت په راتګ سره سلګونه زره کسان بې کاره شول؛ هغوی چې طاـلبانو په دندو کې د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده، څو مياشتې يې معاشونه نه دي اخېستې، ګاونډ او نورو هېوادونو سره راکړه – ورکړه کمه شوې او همدا ډول بانکي سېسټم ګډوډ دی، چې دا ټول لامل شوي دي، چې د افغانستان غوڅ اکثريت وګړي په داسې وضعيت کې ژوند وکړي چې د سهار، غرمې او بيګاه ډوډۍ ونه لري. امارت ته د ولس هغه هيله چې ور سره به يې اقتصادي وضعيت ښه شي، داسې د خاورو لاندې شوه، چې وضعيت خو ښه نه شو بلکې خلک اړ شول چې خپل اولادونه خرڅ کړي. دا چې طالبان د اسلام او شريعت دعوه کوي، نو ايا د حضرت عمر فاروق رض په خلافت کې که چېرې يو کس له لوږې خپل اولاد خرڅ کړی وای، نو خليفه او واکدار به څومره د خدای او څومره د ولس پر وړاندې مسوول وای؟ 

۴- فساد: تېر جمهوريت کې فساد اوج کې وو. هغه وخت نه دې اداري فساد کمی وو، نه د اخلاقي او نه هم مالي. اوس هم وضعيت يا هغه ډول روان دی او يا هم  له حالاتو ښکاري چې هغه څېر به شي. په خپله د امارت چارواکي اعتراف کوي چې په يوې د پاسپورټ ادارې کې يې لسګونه کسان د فساد په تور نېولي دي، دا خو دوی وايي او رسنيزه شوې مسله ده، هغه ادارو کې به څه حال وي چې ترې خبر نه يو. طالبان د امارت په چوکاټ کې په غير شرعي کارونو خپه کيږي، يا په زور پر خلکو امر بالمعورف او نهی عن المنکر مني او يا هم ورته واضع او نصيحت کوي. د نجونو حجاب، موسيقي نه غږول، په سټايل د وېښتانو او ږيرې نه جوړول يې لارښوونې دي، خو کله چې پرته له باصلاحيته محکمې طالب په خپله يا د طالب په جامه کې بل کس، د موسيقۍ د غږولو په جرم څوګ وژني، بيا د اسلام او شريعت حکم څخه دی، آيا طالبان ترې خبر دي؟ کله چې يو ميرمن په دې وهل کيږي چې سم لباس يې نه دی کړی او بيا د وهلو پر مهال يې نور وجود لوڅ شي، اوس د ثواب کار ډېر شوی او که د ګناه؟ 

خدای ته به مسوولين کومه برخه کې ډېر مسوول وي؛ دا چې پر خلکو موسيقي، پر نجونې ښوونځي او پر ځوانانو سټايلي وېښتان بند کړي او که په دې مجبوريت چې د دوی په حکمرانۍ کې خلک له لوږې خپل اولادونه خرڅ کړي او له ژورې ناهيلۍ ځان وژنه وکړي؟ که د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی څخه يې پيل کړو بيا تر حضرت ابوبکر صديق، حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان، او علي پوري يې وګورو، نو ولس به له خليفه سره بيعت کولو خو حکمران او خليفه بيا هم خدای ج ته مسوول وو او هم ولس  ته، چې د ولس د مال او ځان ساتنه وکړي او که چېرې ساتنه يې ونه کړي نو بيا داسې مشر او چارواکی ناوړ دی او بايد له مشرۍ لاس په سر شي. د فساد په برخه کې طالبانو ته ډېر مهم بحث اخلاقي فساد دی، چې په رېښتنې مانا هم نامشروع اړيکې او اخلاقي فساد  اسلام مبارک دين کې سخت حدود لري. د نړۍ مسلمانانو له لوېدځۍ نړۍ ډېر بد پر دې هم راځي چې هلته همجنسګرۍ ته قانوني جواز شتون لري، هلته همجنسګري مدني حق شمېرل کيږي او مسلمانان شکر باسي چې ډېره ښه ده چې غربي او لوېديځوال نه دي، چې د همجنسګرۍ له ناوړه کړنې خوندي دي، خو افغانستان کې په تېر کې او هم اوس لواطت، بچه بازي او د هلکانو ساتل، له لوېدیځۍ همجنسګرۍ سره څه توپير لري؟ ښايي د طالبانو په ليکو کې به هم داسې کړنې وي او له هغې بهر همو اوس وخت کې افغانستان کې بچه بازي مروجه ده. دا ډېر بد اخلاقي فساد دی او ډېرې بدې نامشورع اړيکې دي. طالبانو د خپلو ليکو د پاکونې يا تصفيې لړۍ پيل کړې ده، هغوی چې د دوی په نوم او دوی په ليکو کې په دې ډول کړنو ککړ وي، طالبان يې بايد سزا علني کړي او داسې سزا ورکړي چې نورو ته پوره عبرت شي. د اسلام مبارک دين حدود او سزا پر طالب او نه طالب بايد پرته له هر ډول توپير پلي شي. د خدای پر وړاندې هغه کس ډېر غوره ده چې ښه پرهيزګار وي؛ که د شطيان په څېر ډېر عبادت کوونکی هم ناوړه کار او نافرماني وکړي نو بيا پرې د لوی خدای ج لعنت وي. 

۵- ظلم: کله چې طالب استازي په رسنيو کې خبرې کوي نو له تېرو شلو کالونو څخه يې له ډېرو بدو خاطرو د شپې چپې وهل، زندانونو کې اچول، په بې رحمۍ وژل او ځورول دي. که څه هم طالب مشران په دې برخه کې په جديت د عمومي عفوې وايي او لارښوونه يې دا ده چې بايد ونه ځورل شي او ونه وهل شي، خو بيا هم يا د دوی ټيټ پوړي جنګيالي او يا هم د دوی په نوم نور کسان، شخصي تربګنۍ پالي، غچ اخلي او هغوی يې په ويره کې اچولي دي، چې په تېر نظام کې يې کار کړی وو. سمه ده چې د طالبانو رهبرۍ به له زړه د عمومي عفوې ويلي وي او هڅه به يې دا وي چې هر افغان ته د سکون ډاډ ورکړي، خو چې کله د دوی په نوم نور څوګ يا د دوی خپل ځيني جنګيالي وژنې، غچ اخېستنې او نورې چارې کوي، بيا يې هم مسووليت طالبانو ته ګرځي، ځکه دوی اوس د حکومت چارې په لاس کې لري او دوی ولس ته مسوول او د ولس ساتونکي دي. 

پايله دا ده، که طالبان په رېښتنې مانا د ولس زړونه تر لاسه نه کړي او د عمل په ډګر کې د ولس ستونزې ور حل نه کړي، نو همدا ولس چې درې مياشتې وړاندې يې د دوی هرکلی کړی وو، د طالبانو لپاره به سرخوږی کيږي او تر دې چې طالبان به هم د هغه حکومت په برخليک ککړ شي، چې ولس ته يې شا کړې وه. 

طالبان دې هغوی سره چې د زور او توپک په ژبه خبرې کوي، په ورته چلند مخ ته لاړ شي، خو ولس چې نه زور لري او نه زر، په اخلاقو او رېښتنې چوپړ بيعت کوي. که چېرې د طالبانو مشرتابه غواړي چې هر ډول اسلامي او افغاني اصول پلي کړي نو تر ټولو ډېر او لومړی يې بايد پر خپل ځان او پر خلکو کسانو او جنګيالو پلي کړي؛ ولس بيا دويمه درجه کې راځي. څه ډول چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی د اخلاقو نمونه وه او ډېری غير مسلمانان يې په خپلو اخلاقو او غوره چلند په اسلام مشرف کړي، نو طالبانو ته هم په کار ده چې ورته سيرت غوره کړي. سمون او اصلاح بايد لومړی له ځان پيل شي، بيا يې نور (ولس) هم  په خپله هم مني او هم يې طالبان پرې منلی شي. 
 
طالبانو امريکا او تېر حکومت د وسلې په زور مات کړل، خو ولس په دې ډول نه ماتيږي (نه خپليږي) ولس ته چې طالبان د امنيت او اقتصاد ستونزې ور حل کړي، چلند ور سره اسلامي او افغاني کړي، د اسلامي اصول د پلي کېدو په برخه کې عدالت او انصاف دواړه شتون ولري، نو بيا له شعار وتلې او په عمل کې طالب د ولس په زړونو کې ځای پيدا کولی شي او که وضعيت د اوس په څېر روان وي، نو د ولس او طالبانو ترمنځ واټن به له هغې هم ډېر شي کوم چې د جمهوريت او ولس ترمنځ په تېر وخت کې وو او پايله يې د جمهوريت بدنامه چپه کېدل شول.