که ډېر لوړ شخصيت هم ولری خو بيا هم خلک درڅخه واټن نيسي؛ د خولې د بدبوۍ ۱۰ لاملونه

د خولې بدبوي هغه ستونزه ده چې په ټولنه، د کورنۍ او ملګرو منځ کې ستاسې شخصيت را ټېټوي او خلک  درڅخه واټن نيسي. ډېر کسان داسې وي چې د خپلې خولې بدبوۍ ته يې نه پام کيږي خو هغه خلک يې چې ترڅنګ وي له دغه ستونزې يې ناراحته کيږي او د لېرې کېدو هڅه ترې کوي. 


دې لېکنه کې لس هغه لاملونه درته ښييو چې د خولې د بدبوۍ لامل کيږي او پايله کې يې يو څوګ د ملګرو او کورنۍ د غړو ترمنځ هم منزوي يا يوازې  کيږي. 


۱- هغه مهال چې له خوب پورته شی نو هڅه  وکړئ چې لومړی خپله خوله په مسواک يا بورس پرېمېنځئ، دغه مهال معده خالي وي او د خولې بدبوي رامنځ ته کيږي. 

۲- هغه کسان چې پوزه يې بند وي او نه شي کولی د پوزې له لارې ساه واخلي نو د خولې له لارې د ساه اخېستل د خولې د وچېدو سبب کيږي چې دا هم د خولې د بدبوۍ لامل کيږي. 

۳- که چېرې مو ټوله ورځ خوراک او څښاک نه وي کړی نو په نهره پاتې کېدل هم د خولې بدبوي رامنځ ته کوي. د يادونې ده چې په روژه مبارکه مياشت کې د مسلمان د خولې بوی الله ج ته ډېر د خوښې دی. 

۴- هغه درمل چې تاسې يې د نورو ناروغيو له امله خوری، ښايي د خولې د وچوالي سبب شي چې دا هم د خولې بدبوي رامنځ ته کوي. 

۵- د غاښونو ترمنځ سوري چې په هغه کې د ډوډۍ او نورو خوراکونو ذرې پاتې کيږي او هرکله چې پر دغه ټوټو وخت تېر شي، نو په خوله کې بدبوي راځي. 

۶- ځيني کسان د خپلو غاښونو د سمولو لپاره يو ډول قالب استعمالوي، که چېرې د دغه قالب په شتون کې خوله په منظم ډول ونه مېنځل شي، نو تنفس به بد بويه وي. 

۷- هغه کسان چې د معدې ناروغي چې په عامه اصطلاح کې ورته د زړه اشېدل وايي، د خولې د بدبوۍ لامل ګڼل کيږي. 

۸- شراب  هم بد بوی لري او هغه کسان چې شراب څښي د خولې بدبوي يې ډېره وي. 

۹- د شکر ناروغان هم د خولې د وچېدو ستونزه لري چې دا هم د خولې د بدبوۍ يو بل لامل دی. 

۱۰- او وروستی دا چې يو شمېر خوراکونه لکه پياز او هوږه هم د خولې بدبوي رامنځ ته کوي.