اوبه خوندي کړئ چې ژوند مو خوندي شئ

افغانستان د اوبو له کبله يو غني هيواد دی چې د اوبو کلنۍ جريان يې 75 ميليارد متره مکعبو ته رسيږي. څيړنې ښيي چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندنو او کانالونو ډيره ګټه پورته  کيږي،.د افغانستان ولاړې اوبه ډيری په مرکزی او يا غرنيو سيمو او په غربی دښتو کی شتون لري. دافغانستان داوبو سرچنې او اوبه اخستونکې حوزې دهندوکش لړۍ او دهغه لوړې څوکې جوړوي په تيره بيا هغه  تلپاتې واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه  پرتې وي .په پسرلي او دوبي کي ويلې کيږي او په بيلا بيلو حوزو کې بهيدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه  د پسرلي او دوبي په موسمونو  کي دومره زياتې او طوفاني کيږي چي د کافي نباتاتو د نه شتون  له  کبله د ځمکو د ويجاړۍ او ښويدني لامل ګرځي چي کرنيزې ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .په ټوليز ډول  د افغانستان سيندونو د اوبو بهيدنه تونده ده چي د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه د سيندونو تل په  ټوليزه توگه کوچني او تنګي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي . د هېواد له ټولو اوبو څخه یوازې دیرش سلنه د هېواد په داخل کې کارول کيږي نورې اوبه د هېواد ګاونډیو هېوادونو پاکستان،ازبکستان،ترکمنستان او ایران هېوادونو ته بهیږي .په هيواد کې له سیندونو څخه دبريښنا د توليد،دکرنې د اړتیا لپاره ، د باغونو او ځنګلونو د سمسور تیا او د حیواناتو د روزنې لپاره کارول کيږي . د تفريح ځايونو ،چمنونو ، زينتي ونو اوګلانو پراختيا ليدونکي (سيا حانو ) تو جه راجلبوي.

 
دا چې افغانستان له ايران پرته له خپلو نورو ګاونډيانو سره د اوبو د وېش پر سر تړونونه نه لري، او هر وخت چې په هېواد کې داوبو د مدیریت موضوع رامینځته کيږي نو د ګاونډیو هېوادونو له لوري ګواښونه نور هم ډیريږي او په افغانستان کې د روان جنګ یو سبب هم همدا اوبه دي . خو که چیرې افغانستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د ویش تړونونه لاسلیک کړي، نو اوبه به د دغو هېوادونو ترمنځ د کړکیچ لامل نه، بلکې د همکارۍ لامل شي.  خو له بده مرغه اوسمهال ګاونډي په خپل سر دغو اوبو ته بندونه جوړوي او په خپله خوښه بې له دې چې افغان لوری وپوښتي، ګټه ترې پورته کوي. څرنګه چې د دوی ګټه پورتکونه په ځينو موردونو کې د اوبو له نړيوالو حقوقو سره سمون نه خوري، نو د دې لپاره چې نامشروع ګټې ته ادامه ورکړي او بلکې په راتلونکي کې لا زياته ګټه پورته کړي، په افغانستان کې د اوبو د پروژو په تخريب کې برخه اخلي. اوبه د هيواد په اقتصاد کې خورا مهمه ونډه لري. لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه چې افغانستان له ایران پرته نورو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو اړوند تړونونه نه لري نو غواړم دلته یوازې د ایران په اړوند د اوبو مسایل له افغانستان سره شریک کړم. 

 
له ایران سره وروسته له امیر دوست محمد خان څخه د سیستان او د اوبو ستونزه د هلمند هریرود سیند په هکله څو ځلی راپورته شوه ځکه هلمند سیند چې د بابا له غره څخه پیليږي ټولټال ۱۱۵۰ کیلو متره په اوږد والی چې د ارغنداب سیند هم ورسره یوځای کیږی تر سیستان جهیل پوری ځی بیا راتاویږی د مارګو دښتی څخه د نمیروز تاسوکی او ګوډ زره پوری حتی که اوبه طوفانی وی تر بلوچستان پوری هم ځی په د اوږدوالی یواځی ۲۷ کیلو متره د ایران سره شریکی کیږی. لمړی ځل په کال ۱۸۷۱م د انګریز یو افسر په نوم د ګولډاسمید چی سیستان یی زمونږ او د فارس تر مینځ تقسیم یا وویشه خو د سیستان جهیل یی فارس ته ورکړمکر نهر جوړول یی منع کړل. دوهم ځل په کال ۱۹۰۵ بیا د انګریز بل جنرال د مکمهن په نوم د لانجه د حل لپاره ولاړ خو نوموړی داسی پریکړه وکړه چی یواځی هغه اوبه چی سیستان سیمی ته ځی هغه د هغه سیمی د لګښت لپاره دی. دا لانجه بیا د محمد ظاهرشاه په وخت کی راپورته شوه ځکه مخکینی پریکړی استعمار ښکیلاک یا پردیو کړی وی خو داځل په قانونی او رسمی توګه په کال ۱۹۷۲ د مارچ په میاشت کی د افغان استازی لومړی  وزیر محمد موسی شفیق او د ایران استازی لومړی  وزیر امیر عباس هویدا تر مینځ د اوبو د نړیوالو اصولو پر بنسټ یو تړون لاسلیک شو چې  د دتړون په دویمه ماده کې داسې راغلي :ټول هغه اوبه چې د هملند سیند څخه ایران ته ورکول کيږي په نورمال یا غیرې نورمال کال کې په منځني ډول په یوه ثانیه کې 22 متره مکعبه دي خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب له کبله څلور متر مکعب اضافه ورکوي چې ټولې 26 متره معکب کيږي.په همدې ډول د یاد تړون پینځمه ماده وايي: افغانستان هوکړه کړې چې ایران هغه مقدار اوبه چې افغانستان ورکړي د دې تړون د دریمې، دویمې او څلورمي مادې له مخې ایران ترې محروم نه کړي. افغانستان حق لري چې د ټولو حقوقو په نظر کې نیولو سره له پاتې اوبو څخه چې څنګه غواړي ګټه پورته کړي .او ایران د دې اوبو څخه پرته د نورو اوبو د اخیستلو حق نه لري او نه هم ادعا کولای شي حتا که دا اوبه د دلته په وروستی برخه کې هم وي او د ایران تر استفادي هم وي.که پورتني تړون ته وکتل شي نو هر څه په کې روښانه دي اړتیا نه لیدل کيږي چې ایران یا افغانستان د هلمند د سیند پر سره ستونزې را پيدا کړي خو ایران د نړیوالو او د همدې تړون خلاف لومړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چې ۵۵ متر مکعب اوبه په هر ثانیه او اوس نهه نهره  د تړون خلاف جوړ کړي دي .چې ۱۵۰ متر مکعب اوبه په هر ثانیه کې زیرمه کوي بل دا چی هغه اوبه چې دوباره نیمروز ته راتللی هغه یی هم بندې کړي دي  ځکه دا اوبه تر زاهدان او کرمان پوری هم رسيږي  د واټرپمپونو سربیره زمونږ اوبه په ډالرو پر کویت قطر او په دوبی هم پلوری او د کوهک په نوم یی د برښنا بند هم جوړ کړی چی همدا بریښنا زمونږ په نیمروز او هلمند ځینو سیمو هم پلوری ایران  د شوي تړون خلاف چې په كې درې سيمې د اوبو د اخستلو لپاره ټاكل شوي، له ۳۰ تر۴۰ سيمو څخه اوبه اخلي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند د سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. د ياد تړون په هيڅ ماده کې افغان حکومت له ايران سره داسې تعهد نه لري چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند نه واخلي. خو له بده مرغه چې د راپورونو له مخې همدا اوس هم د تړون خلاف زاهدان ته ۳۷ مليون متر مكعبه اوبه د هلمند له سيند ورکول کيږي او هڅه کوي چې په افغانستان کې هغه بندونو چې د دې سیند پر سر جوړيږي مخه یې ونیسي ښه بیلګه یې د بخش اباد د بند جوړیدل دي او غواړي دا سیمې په یوه نه يو ډول سره نا امني کړي.دا چې ایران ولې دا کار کوي نو سبب یې دا دی چې ایران ځکه داسې کوی چې اټکل شوی ایران به  تر 2025 کال پورې  د اوبو له کمښت سره مخ شي ، ایران د خپلو ټولو اوبو 92 سلنه په کرنه کې مصرفوي او د ټولو ځمکې لاندې اوبو څخه یې 77 سلنه استفاده کړې ده په همدې حال کې په کال 1393 کې واشنګټن پوسټ هم راپور ورکړو او وویل چې  ایران د اوبو د کمښت له خطرناک حالت سره مخ دی . په ایران کې د اوبو د کمښت عوامل د نفوسو وده، نا ګټوره کرنه ، د اوبو د ښه مدیریت نشتون ، او نړیوال بندیزونه دي . 

 
لکه څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه چې افغانستان د خپل ښه ګاونډي توب له کبله د تړون څخه څلور متره معکبه اوبه ډيرې ایران ته ورکړي او ایران د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې هم ډير ملګری دی چې یوازې په تیرو کې له یوه ملیارد ډالرو څخه ډیره سوداګري تر څنګ یې برښنا هم وارد کړې او ایران چې د نړۍ له بندیزونو سره مخ ده په چابهار کې هم افغانستان پانګونه کړې ده چې دا د افغانستان د ښه ګانډيتوب ښکارندوی ده ، او د تړون له مخې افغانستان کولای شي چې له خپلو ټولو اوبو څخه ګټه واخلي نو افغانستان همدې اصل ته په پام د سلما، او کمال خان بندونه ورغول .

 
دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد ده او اقتصادي وده یې هم ډیره په کرنې متمرکزه ده نو د دې ډول بندونو جوړیدل د هېواد په اقتصاد باندې مثبت اغیز لري ،د کمال خان بند په رغیدو سره به موږ کولای شو چې 170 زرو هکتاروڅمکه تر کښت لاندې راولو  او هغه توکي چې موږ پخوا له بهر څخه راوردول اوس به يې په خپل هېواد کې تولید کړو، چې د سوداګرۍ په بیلانس به هم مثبت اغیز ولري،او هغه اسعار چې موږ توکو واردولو په موخه بازار ته لیلام کول هغه هم سپما کړو او زموږ اسعاري شتمنۍ به هم لوړې شي ، نیمروز چې په اقتصادي لحاظ د هېواد له وروسته پاتي سیمو څخه ګڼل کيږي نو په اقتصادي لحاظ په پرمختګ وکړي ،چاپیرل به یې سم شي او د خلکو ژوند کچه به ورسره لوړه شي ، په ایران چې د برښنا برخه کې تکیه ده هغه به راکمه شي ځکه دد ې په وسیله 9 میګا واټه بريښنا هم تولیديږي.

 
دا چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د نړیوالۍ سوداګرۍ لپاره اړ دی چې ګاونډيو هېوادونو له بندرونو او سړکونو ګټه واخلي نو اوبو زموږ یوازینې د فشار  وسیله ده  که ګاونډی هېوادونه زموږ د نړیوالې سوداګرۍ  په وړاندې ستونزې رامینځته کوي د اوبو د کنټرول او مدیریت له لارې کولای شو چې موږ هم په دوی فشار راوړو ،ستونزه حل کړو .