د کمال خان بند اقتصادي ګټې او ارزښت ‎

د افغانستان په اړه راتلونکي بحثونه په څلورو مهمو مسلو څرخیږی :خاوره، اوبه، کانونه او ځنګلونه که د افغانستان حکومت وکولی شي چې پورته ‌‌‌ذکرشوي څلور مهم مسایل ترخپل چترلاندې راولي او د خپلو راتلونکو پلانونو محراق وګرځوي ؛ نو پدې کې شک نشته چې هیواد به مو بسیااود سیمې هېوادونو سیال شي .  د کمال خان بند چې پدې وروستیو کې دهېواد دجمهور رئیس محمد اشرف غني له خواګټې اخستنې ته وسپارل شو یوله هغو بندونو څخه ده چې دافغانستان خلکو یې له ډیرې اوږ دې مودې راهیسې دجوړېدو انتظار ایسته چې بلاخره زموږ دخلکو دغه هیله اوارمان پوره شو اوله امنیتي ګواښونو سره سره په درې پړاونو کې بشپړ شو. دافغانستان خلکوددغه بند  د پرانیستلو تود هرکلی وکړ اوهغه یې دیو ملي جشن په توګه ونمانځه، د دغه بند د  رغولو چارې د محمد داوود خان په وخت کې پلان شوې، خو جنګ جګړو د دغه کار مخه ډب کړه. د بند د بیارغولو لپاره افغان حکومت په دې وروستیو ۱۰ کلونو کې لاس په کار شو؛ لومړی پړاو یې په ۱۳۹۱ او دوهم‌یې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ کړ. وروستی پړاو چې په ۲۰۱۷ کال کې د حکومت د پراختیايي بودجې په شااوخوا ۸۰ میلیونو ډالرو پیل شوي و اوس پای ته ورسید.

‎پخوا به چې کله سېلابونه یا ډېرې اوبه راتللې هغه به مستقیماً د ایران خاورې ته اوښتې. د دغه بند په جوړېدو افغانستان حکومت  وکولای شو چې دا اوبه په خپله خاوره کې زېرمه کړي او بیا وروسته چې څومره د هلمند معاهده ده د هغې په اساس ایران ته حقآبه ورکړي. له دې څخه علاوه دا بند د سېلابونو په کنټرول کې هم مهم رول لري. تر ټولو مهم دا چې د کمال خان  بند کولای شي نیمروز ته یو اساسي پرمختګ ورکړي.

‎ یاد بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښارڅخه شااوخو ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی  دغه بند د ۱۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت په دری فازو کې بشپړ شو چې د۵۲ میلیون مترمکعبه د اوبوذخیره  لری او د کال به ۲۷۸۸میلیون مترمکعب اوبه تنظیم او د نيمروز ولایت په سطحه  د کرهڼي په برخه کې او همدارنګه په نورو ټولنيزو برخو کي دمثبتو تغیيراتو سبب شی .د کمال خان بند په بشپړیدو سره به پنځولویو جوړیدونکو کانالونو ته لکه؛ترکو او قلعه افضل کانال چې ۴۹۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي، قلعه فتح کانال چې ۳۸۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي، شیراباد او امیران کانال چې ۶۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي، سیخ سار کانال چې ۴۲۶۳۷ هکتاره ځمکه خړوبوي لاره اواره شي. په ټوله کې به کمال خان بند د نيمروز په ولايت کې ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او زرنج ښار ته به د چښاک پاکی اوبه او ۹ میګاواټه برښناتولید او ۶۹۶ زره کسه به په مستقيم او غير مستقيم ډول له ياد بند څخه ګټه تر لاسه کړي.

‎د کمال خان بند ډیره مهمه برخه داده چی ددې بند په تړلو سره د برق د تولید سربیره ډیره هغه شاړه ځمکه چې مخکې ترې ګټه نه اخیستل کیده خړوبه اوکرنې ته تیاره شي . د افغان حکومت د مسوولینو په وینا په نیږدې راتلونکې کې به نورې ډیرې داسې مهمې پروژې پیل شي چې د اوبو دمهارولو په برخه کی مهم او رغنده رول ولري.