د جګړې پر مهال د رسنیو بې طرفي

اوسنیو حالاتو ته په کتو غواړو، په رسنیو کې ځینو هغو تېروتنو ته مو پام راوړو چې په شعوري او غیر شعوري ډول د جګړې ښکېلو غاړو لپاره تبلیغ کېږي. دغه کار د خبریالي مسلک زیانمن کړی، خلک بې باوره شوي او ورځ تر بلې د جګړې ښکېلو لوریو اندېښنې او پر رسنیو یې ادعاوې هم زیاتې کړې دي.
\
افغانستان کې تر بل هر وخت اوس شرایط حساس دي. د شخړې په پراخېدو سره نه یوازې ښکېلې غاړې بلکې د سیمې هېوادونه، استخبارات او هغوی چې د سولې ټینګښت په موخه ماموریتونه ورته سپارل شوی، زیار کاږي چې د رسنیو خبرونو له لارې د خلکو په ذهنیتونو کې ځای ونیسي او حالات پر خپله ګټه وڅرخوي. 

په اصل کې دا کار د هغوی په مسلکیتوب دلالت کوي ځکه دوی باید خپل مسوولیت په ډېر اګاهانه ډول ترسره کړي ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي خو د دوی ترمنځ د رسنیو قرباني کېدل رسنۍوالو او خبریالانو ته د اندېښنې وړ څه چې شرم دی.

که د جګړې اړخونه د خپل تاثر زیاتوالو لپاره کار کوي خو د رسنیو او خبریالانو هم مسوولیت جوړیږي چې دوی ونه غولیږي ځکه که هرڅوک پرې خپلې څرګندونې تپي نو دا په دې مانا ده چې دوی خپل ځان ته ګواښوونه ډيروي. مقابل لوري که هرڅوک وي، له رسنیو دا تمه لري چې بې طرفه پاتې شي. په حساسو شرایطو کې بې طرفي یوازې اصل نه دی بلکې د وضیعت سموالو او د جګړې ختمولو لپاره باید رسنۍ کار وکړي.

له بدمرغه موږ اوس د داسې رسنیو ډېرې بیلګې لرو چې د طالبانو او حکومت د پوځي ځواک ښودلو لپاره په زغرده او ښکاره ډول کار کوي. په ځانګړې ډول په وروستیو کې د ولسوالیو د سقوط پر مهال ځینو رسنیو بې مسوولیته خبرونه خپاره کړل چې نه یوازې هماغو رسنیو ته به یې زیان ورسیږي بلکې د نورو رسنیو او خبریالانو کار هم ترې اغیزمنیدلی شي.

د رسنیو جمله، جمله باید په مسوولیت او دقت خپره شي ترڅو هېڅ لوری داسې فکر ونه کړي چې د دوی په ګټه یا ضد یې عمل کړی دی. د جګړې د ټولو راپورونو لپاره شواهد او داسې مدارک چې تر ډېره رښتیني وي باید را پیدا کړل شي. 

رسنۍ مجبورې دي چې خپلو کارکوونکو ته که په مرکز کې کارکوي او که په ولایتونو کې، دوی ته باید د ددوی د کار او فعالیت په اړه نوې لارښوونې وروښيي چې حقیقتونه څنګه ترلاسه کوي او په کومو سرچینو ښه به باور کولی شي؟

د جګړو اړخونه هڅه کوي چې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ویلو پر ځای خپل هغه نظریات - چې وار له واره یې پلان کړي وي – ووايي ترڅو خبریالان هماغه نشر کړي خو په کار ده چې ارزښتونو ته په کتو له هغو څرګندونو سره هماغسې چلند وشي. 

خبریالان باید هر شی ترلاسه کړي خو هر شی د نشر او خپراوي وړ نه دی. رسنۍ هم په حساسو شرایطو کې اړې نه دي چې ډير نشرات ولري بلکې کم نشرات خو ګټور چې د خلکو د ژوند بدلون او ښې رازۍ سبب یې شي؛ نه ده چې د انډوال په ساتلو سره یو لوری کم او بل زیات وښودل شي.

په اصل کې له رسنیو د بې پلویتوب دومره ډېره تمه نه کېږي ځکه رسنۍ د ځواکونو او نظامونو په لاس کې الې دي خو د نسبي خپلواکې کېدو تمه ترې د مسلکیتوب پر بنا موجوده ده.

د جګړې پر مهال د رسنیو له خوا د موضوعاتو ټاکل د د ادارو د مدیره پلاوو په مشوره د حالاتو د سمون په موخه باید وي نه دا چې د جګړې ښکېلې غاړې له رسنیو ځينې وغواړي چې په اړه مطالب خپاره کړي. په دغسې حالاتو کې د رسنیو له خوا باید داسې موضوعات وټاکل شي چې خلکو ته هیله بښوونکې او تر ډېره د سرچینو په هغو څرګندونو ټینګار په کار ده چې خلکو ته یو ښه خبر وه اوسي خو ځیني خبریالان او اېډېټران هڅه کوي چې د خبرونو سرلیکونو په زړه پورې وټاکي نو د همدې لپاره ډیره کله رسنۍ لویې تېروتنې کوي او داسې نشرات کوي چې ګواګې دوی اور ته پکی وهي.

دغه راز په حساس وخت کې د سیمې مافیا او پورنفوذه اشخاص هم زیار ګالي چې په رسنیو ځینې داسې مسایل ومني چې دوی په کې مطرح شي ترڅو حکومت ورته پام واړوي او یا مقابل لوری چې که احیانا برلاسی شي نو هغوی هم باید تر سترګو لاندې نیولي وي. رسنۍ د دغسې اشخاصو څرګندونو ته جدي پام وکړي چې څوک له کومې زاویې او ولې غبرګون ښيي نو هماغسې د اداري کړنلارې ته په کتو او د مدیره پلاوي په سلا بې طرفه عمل په کار ده.

په ټوله کې ویلی شو چې رسنۍ د ضیعت په کنټرولولو او مدیریت کې خپله ونډه باید علنی کړي او ټولو ته وښيي چې دوی څنګه عمل کوي. رسنۍ تر ډيره مسوولې دي چې د حالاتو قابولو کولو لپاره د تبلیغاتو مخنیوي په موخه وخت نا وخت د دواړو لوریو ځينې خبرونه ووژني او پر ځای نور تولیدي مسایل چې کېدای شي دومره مهم نه وي خو خلکو ته د روحیې ورکولو په پار اړتیا وي چې دوی پرې خبر شي ترڅو د جګړې خبرونو پر ځای په هماغو مسایلو مصروف شي، خلک باید د هماغو تولید مسایلو په اړه پراخو بحثونو او مناظرو ته راوبلي. دا کار به څو ګټې ولري، یو دا چې د جګړې ښکېلې غاړې به د خلکو رضایت لپاره هماغو مسایلو ته پام واړوي او د همدې مسایلو په درشل کې به ښېکل لوري د خلکو په غوښتنو او ژمنو هم پوه شي چې څه غواړي.