ولسمشر غني: دا څادر چې زما پر اوږو وينئ د مينه پال صيب مور راکړی

نن له غرمي وروسته د کابل په دارالامان سړک د حکومت د رسنيو مرکز مشر دوا خان مينه پال ووژل شو. هغه د زابل ولايت اوسېدونکی وو. دوا خان مينه پال کابل پوهنتون کې حقوق او سیاسي علوم لوستي وو. نېږدې څلور کاله د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس وو، همدا ډول يې د هېواد په سويلي ولايتونو کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کړې وه. دوا خان مينه پال د ولسمشر د ټاکنيز کمپاين راهيسې د ولسمشر د وياند مرستيال وو او نېږدې څو مياشتې وړاندې د حکومت د رسنيو مرکز د مشر په توګه وټاکل شو. مينه پال د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته هم د کوچيانو له حوزې نوماند خو بريالی نه شو. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼې د دوا خان مينه پال وژنه خپل کار بللی او پخلی يې کړی. له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر، کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير راس ویلسن او ګڼو نورو د نوموړي پر مړينه خواشيني ښوودلې او د طالبانو دغه کړنه يې غندلې ده. 

ولسمشر غني هم نن کابل کې د شهيد سردار محمد دواد خان روغتون ته ورغلی او هلته يې د نوموړي جنازې ته درناوی او د نوموړي اروا ته يې دعا وکړه. ولسمشر غني هلته د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي چې زما پر مټ پروت څادر د دوا خان مينه پال مور راکړی وو. ولسمشر غني مسوولینو ته لارښوونه کړې ده چې په کابل او زابل کې ځيني ځايونه د دوا خان مينه پال په نوم کړي تر څو ياد يې ژوندی پاتې شي. 

دوا خان مينه پال پر ټوېټر او فېسبوک ډېر فعال و چې د حکومت او امنيتي ځواکونو په ملاتړ به يې لېکنې کولې. پر فېسبوک د نوموړي وروستۍ لېکنه د افغان ملي پوليسو د يو اوږد عمره پوليس انځور وو، چې په پوځي يونېفورم کې په لمانځه ولاړ دی.