عطا: مقاومت ادامه لري؛ شمال به د طالبانو په هدیره بدل کړم

هېواد کې د جګړې د شدت په لړ کې د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند د يوې جدا شوې برخې رئیس ستر جنرال عطامحمد نور وايي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي او هغوی ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ونېسي. عطامحمد نور ويلي چې د جګړې په لړ وړاندې او وروسته تګ شتون لري خو دوی د افغان ملي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. 

نوموړي جوزجان ولايت کې د طالبانو د جګړې په اړه ويلي دي چې جوزجان سقوط نه دی کړی او دا چې طالبان ځينې برخو کې وړاندې تللي دا مانا نه ورکوي چې دغه ولايت دې سقوط وي. جنرال عطامحمد نور وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د تېر په څېر به د هېواد شمال او په ځانګړي ډول جوزجان ولايت د طالبانو په هدیره بدل کړي. 

له جوزجان ولايت څخه د نن ورځې راپورونه وايي چې طالبانو د ښار ځينې برخې نېولې دي‌. طالب وياند ذبيح الله مجاهد لیکلي وو چې جوزجان ښار کې يې د عبدالرشيد دوستم کور هم نېولی دی‌. د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جوزجان کې له تېرې شپې جګړه تېزه شوې ده‌. له بلې خوا افغان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونه او د عبدالرشيد دوستم د زوی په مشرۍ ولسي پاڅون کوونکي د طالبانو پر وړاندې په جګړې بوخت دي. 

عطامحمد نور له دې وړاندې په بلخ کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې ډګر ته تللی؛ پوځي عملياتو کې يې برخه اخيستې خو بيا هم بلخ کې امنيتي وضعيت ښه شوی نه دی. د هېواد د شمال د امنیتي وضعیت په اړه عطا محمد نور څو میاشتې وړاندې له عبدالرشید دوستم او محمد محقق هم غوښتي وو چې په ګډه د طالبانو پر وړاندې ودريږي. 

په دې ورستيو څو مياشتو کې چې هېواد کې جګړه تېزه شوې، يو شمېر پخواني جهادي قوماندان چې د طالبانو د امارت پر مهال يې هم طالبانو سره د مقاومت په نوم جګړه کوله يو ځل بيا دې جګړې لیکو ته دننه شوي دي. د هېواد لوېدېځ هرات ولايت کې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ پخواني جهادي قوماندان تورن اسماعیل خان جګړه رهبري کوي چې توانېدلی ځينې سيمې له طالبانو ونېسي. د محمد اسماعيل خان په نوښت او هرات پيل د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر نارې هم وشوې.  

د وروستيو پاڅونونو په اړه طالبانو ويلي دي چې دا ولسي خلک نه بلکې پخوانۍ ملیشې دي‌. که څه هم طالبانو يو شمېر ولسوالۍ په وروستيو مياشتو کې ونېولې خو تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې کوم ولايت ونېسي. 

د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته هيلې داسې چې افغان حکومت او طالبان به د خبرو له لارې سره سولې ته ورسیږي او جګړه به بس کړي، خو له شته وضعيت ښکاري چې جګړه شديده شوې او د سولې خبرې پخې شوې دي‌.