انګلېسي کې Figure of Speech (د وينا بڼې/شکل بيان) باندې پوهېږئ؟ 

پېژندنه: په انګلېسي ژبه کې Figure of Speech چې پښتو ژباړه يې د وينا بڼه او دري يې شکل بيان کيږي، هغه کلمې او عبارت برخې دي، چې د عامې او خبرې کوونکې ژبې څخه بېلې وې او په دې موخه موخه کارول کيږي چې وينا/کلام په بلاغت او شاعرۍ کې اغېز لرونکی کړي. د وينا بڼه په غير لفظي يا  non-literal انګلېسي کې کارول کيږي، چې په لوستونکو يو ځانګړی اغېز شېندي. د Figure of Speech لنډه پېژندنه داسې کوو چې هغه کلمې يا عبارت برخې دي، چې د کلمې له لفظي مانا وراېخوا يوه بله مانا وړاندې کوي، د بېلګې په ډ‌ول تشبيه. لند دا ويلی شو چې Figure of Speech هغه ادبي وسايلې/  literary devices دي چې ژبې ته څرګند او رسا اغېز ورکوي. 

انګلېسي کې Figure of Speech په ډېرو برخو وېشل شوي دي، چې ځيني ډېر کارېدونکي ډولونه يې لاندې تشريح کوو. 

۱- Simile/پرتله/تشبيه:
په simile  کې پرتله کيږی. يو شی/کس/څيز له نور سره پرتله کيږي. د بېلګې په ډول دومره زورور لکه زمری/  as brave as a lion دلته د brave او loin کلمې سره پرتله شوي دي، چې دواړو څخه موخه زوروتيا ده. 

۲- Metaphor/استعاره: Metaphor له simile سره توپير لري. په Metaphor يا استعاره کې دوه څېزونه سره ورته نه وي، خو په دې پار سره پرتله کيږي چې شريک څه لري. د Metaphor/استعارې او simile/تشبې ترمنځ ‎اصلي توپير په دې کې دی، چې په  تشبيه کې پرتله کول نيغ يا مستقيم وي خو بيا په Metaphor يا استعارې کې په غير مستقيم ډول سره استعاره کيږي. د ویلیم شکسپیر په لاندې شعر کې د استعارې/Metaphor بېلګه: 
All the world's a stage,
And all the men and women merely players;
They have their exits and their entrances ...

پورته شعر کې نړۍ له يوې فلمې صحنې سره، انسانان له لوبغاړو سره پرتله شوي؛ زېږون/پيدا کېدل فلم ته د رول لوبولو او مرګ له فلم څخه د وتلو په دول راوړل شوي دي. اوس نړۍ او فلمي صحنه سره نيغ په نيغ مساوي نه دي، همدا ډول انسانان او لوبغاړي د تشيبه په دول د پرتلې وړ نه دي او نه هم په فلم کې کار پيلول او کار پای ته رسول ژوند او مرګ دی، خو بيا هم په لويه کې د پورته پرتلو ترمنځ ګډ ټکي شتون لري چې دې ته Metaphor وايي. 
 
۳- Personification/ شخصيت جوړونه/ شخصیت پردازی: \
Personification هغه Figure of Speech دی چې يو غيري انسانی موجود ته به کې د انسان وړتيا/کرکټر ورکړل شي. مطلب دا چې له يو بل څه ته د انسان صفت ورکړل شي او هغه شی انسان وبلل شی. ډېر د انګلېسي ژبې ښوونکي او استادان Personification د Metaphor يو ډول ګڼي او د يو ځانته Figure of Speech په ډول يې نه حسابوي. لاندې بېلګه کې د Personification ښه ښوودنه شوې ده. I like onions, but they don’t like me.

پورته جمله کې لېکل شوي دي چې پياز ما نه خوښوي، په داسې حال کې چې پياز يو شی دی او دا وړتيا نه لري چې يو څه خوښ او يا خوښ نه کړي. جمله کې پياز ته د انسان د خوښونې او يا نه خوښونې صفت ورکړل شوی دی او دې ډول جوړښت ته Personification وايي. 

۴- Paradox/ پاراډوکس: 
نه يوازې په Figure of Speech بلکې د ژبې په نورو برخو کې هم شتون لري. Paradox/ پاراډوکس هغه جملې دي چې په خپل ځان کې سره په ټکر کې وي. د Paradox/ پاراډوکس لاندې بېلګې ولولئ: 
War is peace. Freedom is slavery. Ignorance is strength    
جګړه وسله ده؛ خپلواکي غلامي ده؛ ناپوهي غښتلتيا ده.
نور بيا...........