د زيړي (Hepatitis) په اړه بشپړ مالومات؛ ۴- برخه: د زيړي د مخنېوي لارې – چارې 

زيړی يوه ويروسی ناروغي ده او په ورته وخت کې شونې ده چې دغه ناروغۍ د بکترياوو او پرازيټ له لارې هم پيدا شي. دلته هغه لارې چارې ولولئ چې په پلي کولو سره به يې په زيړي اخته نه شئ. 

۱- د Hepatitis A او Hepatitis B وقايه: 
د پاکوالي يا hygiene  پام کې نېول په زيړي د نه اخته کېدو ښه لار ده.  د غير روغتيايي اوبو نه څښل، يخ نه خوړل، خامې ميوې او شنه يا سبزۍ سم مېنځل د Hepatitis A او Hepatitis B د پېښدو مخه نيسي. 

۲- د Hepatitis B، Hepatitis C او Hepatitis D زيړي مخنېوی: 
-    هڅه وکړئ چې له شريکې پيچکارۍ ګټه وانه خلئ. 
-    سلمانۍ کې د سر او ږيرې وېښتانو د اصلاح پر مهال شريکه پاکي مه کاروئ او هڅه وکړئ چې د سلمانۍ شيان په ضد عفوني اوبو ومېنځل شي. 
-    هېڅکله د بل کس د غاښونو بورس مه کاروئ. 
-    د کوم کس ټپ او وينې ته لاس مه وروړئ او که چېرې مو په وينه لاسونه ککړ شئ نو مخکې له دې چې پوزې او خولې ته يې يوسئ په صابون يې ومېنځئ. 
-    Hepatitis B او Hepatitis C زيړی له جنسي اړيکو هم پيدا کيږي، نو که چېرې د ژوند ملګری/ملګرې مو زيړی ولري نو جنسي اړيکې مه تر سره کوئ. 

۳- واکسين: د زيړي ناروغۍ هر ډول ته د مخنېوي غوره لار واکسين دی. اوس وخت کې د زيړي ځيني بڼو ته واکسين جوړ شوی دی خو ځينو ويروسي ډولونو ته يې تر اوسه واکسين نه دی جوړ شوی. د زيړي ناروغۍ Hepatitis B او Hepatitis A واکسين شتون لري او روغتياپالان اخته دي چې نورو بڼو ته يې واکسين جوړ کړي. چين کې اوس مهال د Hepatitis E لپاره هم ويروس جوړ شوی دی.