وېرجن براعظم

لږ تم شه 
خبره واوره 
ته له حقیقته ځان خبر کړه 
باور وکړه 
هغسې نه ده 
کوم ډول چې ته فکر کوې 
په ما باور وکړه 
زه در سره مینه لرم
څادر ته یې څنډ ورکړ 
قهرجنه څېره 
او توفانې سترګې یې را واړولي
له ځمکې پورته شو
اوږده ساه یې واخسته 
سوړ اوسوېلی یې ووېست
سر یې وخوځاوه 
او وي ویل
له ډېر باور کولو ستړی شوی یم
ژوند مې له نادودو ډک دی 
دا نور نه شم زغملی
غواړم له دې 
وېرجن براعظم نه لرې 
لاړ شم 
هغه ځای ته چې 
د انسان په نوم 
وحشي ځناور ونه ګورم
د ځان لپاره 
د مرګ غیږه غوره ګڼم
په قد لوړ دنګ 
ځوان 
د مرګ شېبې 
د خپلو اوږدو اوږدو 
ګامونو په اخستو 
را لنډې کړي
او د مرګ غیږ ته یې پنا ور وړه