دیني افراطپالنه

ښه ده تر هر څه وړاندې د دیني افراطپالنې په لغوي مانا یو څه راڼا واچوم:
تَطَرُف په لغوي لحاظ د یوه شي یوه لوري ته د ودرېدا او د هغه له مینځه د ګوښه کېدا مانا لري. دا ټکی په ورځیني ژوند کې هم پکار وړل کېږي چې د درېدا، ناستې او د یوه شي څنډې ته د ورتګ مفهوم یې افاده کړی، خو له دې سره سره په اوس کې په ډېرو معنوي مفاهیمو کې هم کارېږي لکه: په دین کې له منځلارۍ لیرې والی، په فکر او تدبر کې له اعتداله لرېوالی، په بل هر ګفتار او کردار کې له اعتداله لرېوالی...
د تَطَرُف حقیقت دا دی چې تباهۍ، لارورکۍ او خطر ته نږدې او له امن و سلامتۍلیرې مفهوم دی. پدې اړه یو شاعر وایي:
کانت هی الوسط المحی فاکتنفت
بهاالحوادث حتی اصبحت طرفاً!
ژباړه: هغې ښځې د قوم په منځ کې د نورو له ملاتړ سره ژوند کاوۀ، خو چې کړاوونو وتنبوله، منزوي شوه، طرف یې ونیو، نو ملاتړ یې هم بایلود.
 

  • منځلارۍ ته د اسلام بلنه او له افراطپالنې ډډه
اسلام په ټولو چارو کې یو منځلاری آیین او قانون دی. که هغه په عقیده او باور کې دی او که په عباداتو، معاملاتو او اخلاقو کې. منځلاري هماغه لار ده چې خدای پاک صراط المستقیم بللې. هغه لاره چې د مغضوب علیهم(غضب کړل شویو) او د لاروکیو(ګمراهانو) له لارې بېله ده. دا ځکه چې د نوموړو لارې کله هم له افراط او تفریطه خالي نه وې.
منځلاري د اسلامه عامه او ټولشموله ځانګړنه ده او د علماوو په باور د اسلام د شناخت عمده معیار دی او خدای تعالی پرې دا امت له نورو ګوښی کړی. خدای پاک پدې اړه د بقرې سورت په ۱۴۳ ایت کې فرمایي:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَآءَ عَلَى النَّاسِ. ژباړه:  او په همدې ډول موږ يو اُمت وسط (غوره امت) ګرځولي ياست چي تاسي پر نړيوالو شاهدان او پېغمبر پر تاسي شاهد اوسي
د دې امت ځانګړنه عدل او اعتدال دی چې په اخرت کې به په هر منحرف ګواهي ورکوي.
  • په دیني نصوصو کې افراطپالنه په غلو تعبیرېږي
اسلامي نص، مسلمه امت منځلارۍ ته رابولي او له افراطپالنې یې منع کوي، چې د شریعت په ژبه په بېلابېلو الفاظو یادونه ورڅخه شوې. له هغې جملې یې(غلوـ تندروي، تنطع ـ بنسټپالنه، تشددـتاوتریخوالی) د یادولو وړ دي. د شرعې په استناد، اسلام په خورا سختو ټکو له افراطپالنې منع کړې. له افراطپالنې څخه د اسلام د منعې په باب لاندې ادرسونو ته سر ورښکاروو څو وپوهېږو د خدای په نزد د افراطي برخلیک هلاکت او تباهي ده.
 
  • امام احمد بن حنبل په خپل مسند کې، نسایي او ابن ماجه په خپلو سننو کې او حاکم نیشاپوري په خپل مستدرک کې له ابن عباس څخه روایت کړی چې د اسلام ستر پیامبر وفرمایل:
ایاکم والغلو فی الدین، فانما هلک من کان قبلکم بالغلو فی الدین.
ژباړه: هسې نه په دین کې غلو(له حده تېری) وکړئ، تر تاسې وړاندې کسان په دین کې د افراط له امله هلاک شوي.
 
له هغو کسانو موخه چې تر موږ د مخه هلاک شوي، د نورو دینونو پلویان، خاصکر اهل کتاب او مشخصاً مسیحیان دي، چې خدای ج داسې مخاطب کړي:
[سُوۡرَةُ المَائدة : 77]
 
قُلْ يٰٓأَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوا فِى دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوٓا أَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَن سَوَآءِ السَّبِيلِ
 
ووايه: اې اهل كتابو! په خپل دين کښي ناحقه افراط مه كوئ او د هغو خلكو د افكارو پيروي مه كوئ چي، ستاسي څخه مخکي په خپله هم ګمراه شول، او ډېر نور یې هم بې لاري کړل؛ او د عدل او اعتدال له سمي لاري څخه واوښتل.
دا مبارک ایت موږ په هماغه ډؤل له افراطپالنې منع کوي چې اهل کتاب پرې مبتلا وو. هو! نېکمرغه هغه دي چې د نورو له ستونزو، حماقتونو او مصیبتونو پند واخلي. زما پیام نننیو سختدریځو ته دا دی چې که رښتیا هم خلاص سترګي یاست او د دین مسله قایمه نیسئ، نو به خپل آیین کې له افراط او سختدریځئ لاس وکاږئ، ګني خدای پاک به مو د اهل کتابو سختدریځو په برخلیک اخته کړي.
د یوه حدیث د ورود علت موږ.یوه خورا اهم ټکي ته متوجه کوي، هغع دا چې افراطپالنه له خورا ناچیز شي راپیلېږي. بیا یې د انتشار دایره پراخېږي. پیامبر ص چې کله په حجةالوداع کې مزدلفې ته ورسېد، ابن عباس ته یې وفرمایل:
هلم القط لی (ای حصیات لیرمی بها فی منی).
ژباړه: راشه او کوچنۍ تېږې راته راوړه څو په منی کې پرې جمرات زني وکړم. ابن عباس فرمایي چې ما آنحضرت ص ته دومره کوچنۍ ډبرې راوړې چې یوازې د ګوتو په سرونو غورځول کېدای شوې، هغه ص وفرمایل: نعم، بامثال هَوٌلاءِ ایاکم والغلو فی الدین. مانا هو دغسې ډبرې، هسې نه افراط وکړئ.
 
  • امام مسلم په خپل صحیح کې له ابن مسعود څخه روایت کړی چې د خدای پیامبر درې وارې دا جمله تکرار کړه چې: هلک المتنطعون. یانې متنطعون هلاک شوي. امام نووي ویلي چې متنطعون هغه کسان دي چې په خپلو افعالو او اقوالو کې له حده تېری کوي. وینو چې پورته حدیث افراط او زیاتی د تلاکت معیار بللی او دا هلاکت په داوړو، دنیاوي او اخروي چارو کې هلاکت دی.
 
  • ابو یعلی په خپل مسند کې له آنس بن مالک څخه روایت کړی چې پیامبر ص به تکراراً ویل: لا تشدد علی انفسکم، فیشدد علیکم، فان قوما شددو علی انفسهم، فشدد الله علیهم فتلک بقایاهم فی الصوامع والداریات. ژباړه: په ځان یې مه سختوئ چې خدای به یې درباندې سخته کړي. یوه فوم په ځان سخته کړه، خدای ورباندې سخته کړه را وروسته د دوی پاتې شوني دي چې په انزوا کې مو واچول. دا خبره د لاندې ایت تصدیقوونکې ده چې: وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنٰهَا عَلَيْهِمْ ژباړه: دا هغه ګوښه والی ؤ چې موږ نه، خپله یې په ځان راوستی ؤ.
 
همدا دلیل دی چې پیامبر ص د هر هغه لید په وړاندې، چې د دیني اکسټرېمزم سبب شوی، درېدلی. آن هغه ص د خپلو صحابه وو د هغه ډول عبادت مخالفت وکړ چې له حده تېری او افراط پکې کېده، ځکه دا د خدای پاک له سترې لارښوونې(اعتدال) څخه اوښتون ؤ. په دې کې هېڅ شک نشته چژ اسلام عبادات تر هغې کچې روا بللې چې د بنده روان او درون پاک او تذکیه کړي. همدا وجه ده چې رهبانیت په عبادتو او افراط په نړرو دیني او دنیوي چارو کې د دین له روح سره په ټکر او ښکاره مغایرت کې واقعېږي.
یو بل څه چې د بام وړ دي، دا دي چې اسلام له هر څه سره سره دې دنیا او مافیها ته په خورا ستر ارزښت قایل دی، ځکه دا د هغه الهي ذات خلقت دی، چې د تشریع بنسټ یې ایښی. د دین لارښووته قطعاً نه دا ده، نه وه چې د فرد دې په الهي نعماتو دا مالاماله نړۍ، یوازې د دې لپاره چې دین تمثیل کړي، بېهوده، عبث او مردودته وبلي، بلکې اسلام د خدای بندګان د دین داسې تمثیل ته ژمن دی چې د میزان یوه خوا په بله نه پکې درنېږي. د دې دریځ د اثبات لباره لاندې آیت کې فکر و تدبر وکړئ: [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 201]
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِى الْءَاخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّار
او څوك وايي اې زموږ ربه! موږ ته هم د دنيا او هم د اخرت ښېګڼي  په برخه کړه او موږ د اور له عذابه وساته؛
"پیامبر ص په خپله یوه دعا کې فرمایي: اللهم اصلح لی دینی الذی الذی هو عصمته امری، و اصلح لی دنیای التی فیها معاشتی و اصلح لی اخرتی التی الیها معادی" ژباړه: اې خدایه! زما دین چې زما د چارو ساتندوی دی، زما دنیا چې بود و باش مې پکې دی، او زما اخرت چې زما ورته بېرته ورستنیدل دي، اصلاح کړې/مسلم.
قران په کلکه د هغو نظر او لیدلوری رد کړی چې د خدای له لوري خپلو بندګانو ته په ورکړل شوو زینتونو د حرمت دلایل تپي. خدای یې په مکي ایاتو کې داسې فرمایي: [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 31]
 
يٰبَنِىٓ ءَادَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوٓا ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِين قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَالطَّيِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ
اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کښي په خپله ښکلا سينګار اوسئ او خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله، له حده تيري كوونكي نه خوښوي.
[اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: چا د الله هغه ښکلا حرامه کړېده چي د خپلو  بندګانو لپاره يې را يستلې ده. او چا د خداى بښل شوي پاك شيان منع کړي دي؟
دا راز یې مومنان په مدني ایتونو کې دا وړ مخاطب کړي:
[سُوۡرَةُ المَائدة : 87]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبٰتِ مَآ أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
اې مؤمنانو! كوم پاك شيان چي الله ستاسي لپاره حلال کړيدي، هغه مه حراموئ؛ او له حد څخه تيرى مه كوئ.  تيرى كوونكي د الله ډېر بد ايسي.
[سُوۡرَةُ المَائدة : 88]
وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلٰلًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِىٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤْمِنُونَ
له کوم شى څخه چي الله حلاله او پاکه روزي تاسي ته درکړېده، هغه خورئ، څښئ. او د هغه خداى څخه ووېرېږئ چي ايمان مو پر راوړيدى.
 
پورته دوه آیتونه مسلمه امت ته له نعمتونو څخه د استفادې او ړ افراط و غلو په وړاندې د ولاړتیا په باب د اسلام تګلوری او حقیقت بیانوي. د دې ایتونو په شان نزول کې راځي چې د خدای د رسول ځینو یارانو وویل غواړي خپلې تناسلي آلې پرې کړې، پدې توګه به له دنیاوي غوښتنو سترګې پټې او رهبانیت کې به د واحد خدای په عبادت پایو. . داسې هم ویل شوي چې یوه ډله نارینه وو غوښتل له ښځو سره د تل لپاره اړیکه پرې کړي او د خپلو تناسلي آلو په له کاره غورځولو سره،  ځانونه له جنسي قوې محروم کړي، د روهبانیونو کمیسونه په تن کړي، همدا سبب و چې پورته دوه مباذک ایتونه نازل شول .
له ابن عباسه په یوه روایت کې راغلي: د الله د رسول حضور ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! کله هم چې غوښه وخورم، ښځو ته مې لیوالتیا زیاتېږي، دا ؤ چې غوښه مې په ځان حرامه کړه. له دې واقعې سره سم لاندې ایت نازل شو:
[سُوۡرَةُ المَائدة : 87]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبٰتِ مَآ أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
اې مؤمنانو! كوم پاك شيان چي الله ستاسي لپاره حلال کړيدي، هغه مه حراموئ؛ او له حد څخه تيرى مه كوئ.  تيرى كوونكي د الله ډېر بد ايسي.
 
په صحیحینو کې له عایشه رض عنها څخه روایت دی چې څو اصحاب کرامو د رسول الله له بیبیانو د  هغه ص د پټ عبادت په اړه چې د خپلو مېرمنو په کورونو کې یې کاوه، پوښتنه وکړه. هغوی رض عنهم یې په باب ورته وویل. دوی فکر وکړ چې پیامبر ص خو د الله استازی دی او بیشکه چې له معصیاتو معصوم دی، خو موږ؟ موږ خو عادي بنده ګان یو، دې وخت کې یې یوه وویل: غوښه نه خورم، بل یې وویل: واده نه کوم، درېیمیې وویل: په فرشو بستره نه ویدېږم. کله چې پدې اړه د الله رسول خبر شو، ویې فرمایل: په هغوی څه شوي چې دا خبرې یې کړي؟ مګر نه پوهیږئ چې زه هم روژه نیسم، روژه ماتی کوم، ویدېږم، ویښېږم، غوښه خورم، له ښځو سره واده کوم پوه شئ هر هغه  څوک چې زما له سنتو مخ اړوي، زما د سنتو له اطاعتکوونکو څخه نه دی.