دا بحث په اروپا کې له نوي زیږون یا رنسانس سره د دې پوښتنې په مطرح کېدو سره پیل شو، چې ایا اصولاً دین د انسان لپاره دی، که انسان د دین لپاره؟ په بل عبارت؛ انساني دین که ديني انسان؟ د بحث عنوان او بحث د هغو لپاره مهم و، چې د دین پر انساني ځانګړنو یې باور درلود او عقیده یې دا وه، چې دین باید له انساني ځانګړنو سره سازش ولري، که یې ونه لري، بیا د دین داسې مفهوم افاده کوي، چې دین د انسان لپاره ندی راغلی. انساني دین پدې مانا چې دین باید له انساني ځانګړنو ماورا تفسیر او تعبیر نهشي، دین باید انساني ځانګړنې ولري، که انساني ځانګړنې ونه لري انسان له مذهبي اختناق سره مخېږي او په نتیجه کې له دینه زړه توری کېږي. د دین متن سېمبولیک ژبه لري، د ژوند د ټولو مسایلو په اړه غوڅ دریځ نه بیانوي، بلکې عمومیاتو ته اشاره کوي، مانا یوه عمومي قاعده لري او د دې قاعدې پر بنیاد دینپوهان قیاس کوي او مسایل د دین له مخې تشریح او واضح کوي. بحث پر دې دی، چې دغه تفسیر، قیاس او دیني استخراج باید انساني ځانګړنې ولري، مانا دین داسې تفسیر نهشي، چې انسان یې تحمل نشي کړلای، په دیني تشریح کې باید انسانیت محور وي او انسان پکې مهم او ارزښمتن وي، ځکه دین راغلی د انسان دپاره دی باید انساني وي.
دا بحث که د اسلام په اړه مطرح کړو قران کریم واضح فرمايي، چې اسلام غرونو تحمل نشوای کړلی، مګر انسان تحمل کړ، یانې دا په اسلام کې واضح بحث دی، چې دغه دین د انسان دپاره دی، نه دا چې انسان د دې دین لپاره دی. کله چې دا بحث مطرح کېږي اسلامي سختدریځي په تقابل کې د جهاد فرعي بحث مطرح کوي او وايي، که انسان د دین لپاره نه وای، بیا نو ولې انسانان د دین لپاره قرباني کېږي. اصولاً له له دینه پدې استخراجي بحث کې مهمه مسله دا ده، چې اول انسان پیدا شوی دی، بیا خدای دین ورته رالېږلی دی، بنا پر دې اول انسان مهم دی بیا د ین، یانې دین د انسان لپاره ده، محراق انسان دی او دین هم باید داسې تفسیر شي، چې انسان پکې ارزښت ولري.
انساني ارزښت او غرور تر عقیدې او دین مهم دي؛ که انسان په خپل انساني ارزښت پوه نشي دا انسان بې ارزښته دی؛ د دین پر عمومي روح ناخبره دی او اصلي پیغام چې لوړ انساني ژوند دی، نشي درک کولی او نه هم د انسان خیر او ښېګڼه غوښتی شي. دغسې انسان د انساني ټولنې په تاوان دی. څومره چې انسان پر خپل انساني ارزښت پوه شي همغومره له دینه انساني پیغام ښه را ایستلی شي او دا پیغام تر نورو ښه رسولی او پر ځان یې ښه تطبیقولی هم شي. دا وړ انسان خدای ته منظور هم دی، چې لومړی خپل انساني ارزښت وپېژني او پدې پوه شي چې زه یو نفس او یو انسان یم؛ زه عادي ژوندی موجود نه یم.
یو سختدریځی چې خپل ځانته پر انساني ارزښت قایل نه دی، ځکه خو د نورو انسانانو ژوند هم بې ارزښته بولي. تاسو به ځینې داسې دیني سختدریځي لیدلي وي، چې ګناهګار انسان په خورا پوچو او سپکو الفاظو یادوي. یوه نجلۍ چې د حجاب په لحاظ متوسطه وي دوی به یې بربنډه بولي. ږیرکلو ته به فاسقین وايي؛ د دوی نړۍ لید د دې نړۍ په اړه خورا خطرناک دی، دوی غواړي ټول انسان داسې ژوند وکړي، څنګه یې چې دوی لري، دا ډول خلک د دې رنګارنګ نړۍ پر ښایست باور نه لري.
یو انتحاري چې پر انساني ارزښت نه پوهېږي ځکه خو پر دین ځان باد باد کړي. دا ډول قرباني خدای ته هېڅ منظوره نده، د خدای پر دین که هغه څوک قربان شي، چې لومړی خپل ځان انسان کړي، پر خپل انساني ارزښت پوه شي، بیا د خدای د دین د پیغام رسونې هڅه وکړي، دا به د دین لپاره ریښتیا او منظوره قرباني وي؛ ګني یو بې ارزشه انسان، هغه که هر سختدریځي وي، چې پر دین بادباد شي لکه یوه جنډه دومره ارزښت هم نه لري.
که تاسو که هغو انسانانو چې ځانونه د دین ساتونکي او د پیامبر وارثان بولي د ګناهونو په اړه ستاسو د انساني ارزښت په اړه غلط پوه کړي یاست او ځان بد او چندانې نه درته ښکاري؛ یانې که تاسو ته ځان د دین پر وړاندې هېڅ ارزښت نهلري، له تاسو خپل انساني ارزښت ورک شوی؛ خپل جایز غرور مو له لاسه ورکړی او خپل ژوند هم داسې ارزښت نه درته لري، څنګه یې چې هغو انسانانو ته لري، کوم چې پر خپل انساني ارزښت پوهېږي.
که پوه شئ، چې انسان تر هرڅه حتی تر دین هم مهم دی، نو تاسو به هېڅکله ونه وایئ، چې خیر زه دې مړ شم.
ولې؟ مړ شې؟
ایا ته انسان نه یې؟
که انسان نه وي، د خدای پیغام(دین) په انساني ټولنه کې هېڅ مانا نه لري؛ ځکه چې انسان نه وي دین په خالي فضا کې څه شی وکړي؟
پر دې موضوع د ډېریو عامو وګړو سر ندی خلاص، سختدریځي لنډ دلیل ورته ووایي: و ما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون
عام انسانان چې پدې کې زموږ لوستي آن شامل دي، دیني مطالعه نه لري، که یې لري هم د دین پر روح او پیغام نه پوهېږي، له سختدریځو سره یې ومني، چې هو؛ انسان باید پر دین ټوټه ټوټه شي، پداسې حال کې چې عبادت د دین یوه برخه ده، عبادت دین ندی. دا چې خدای ویلي د عبادت دپاره مې انسانان او جنیات پیدا کړي دي؛ د آیت مفهوم او ترجمه له انساني برداشت سره کاملاً په ټکر کې راځي؛ که انسان نه وي، دین مانا نه ښندي. عبادت د دین یوه برخه ده، ټول دین نه دی؛ عبادت له خدای سره د انسان د اړیکو جاري ساتل او تازه کول دي. د دین اصلي پیغام دا دی، چې انسان پر خپل ارزښت پوه شي او لوړ اخلاقي ژوند وکړي.
موږ افغانان چې وژل کېږو او د یو بل پوښتنه نه کوو له موږ خپل انساني ارزښت چې تر دین هم مهم دی ورک دی.
وروستي