د ډېپلماټيکو اړيکو په اړه د وين کنوانسيون پښتو ژباړه؛ ۴- برخه: له یوویشتمې تر دېرشمې مادې

۲۱ ماده: د استازولۍ د ځای په پيدا کولو کې د منونکي دولت مرسته
۱- منونکی دولت د خپلو قوانينو په چوکاټ کې، په خپله خاوره کې لېږونکي دولت سره مرسته کوي چې د دېپلماتيکي استازولۍ لپاره ځای په اختيار کې ورکړي. 
۲- منونکی دولت لېږونکي دولت ته يو مناسب ځای د دېپلماتيکې استازولۍ لپاره ټاکي. 

۲۲ ماده: د استازولۍ د ځای خوندیتوب
۱- د دېپلماتيکې استازولۍ ودانۍ له تېرې خوندي دي. د منونکي دولت مامورين نه شي کولی چې د استازولۍ د رئيس له اجازې پرته د استازولۍ ودانۍ ته دننه شي.
۲- منونکی دولت اړ دی چې د دېپلماتيکې استازولۍ د ودانۍ او وسايل د ساتنې لپاره اړين تدابير ونيسي او  هغه له ګډوډيو او کړکېچ وساتي. 
۳- د دېپلماتيکې استازولۍ وداني، شته وسايل او لېږدونکي وسايلې له تلاشۍ، نېونې او نورو اجرايي چارو خوندي دي‌. 

۲۳ ماده: له مالیې څخه د دېپلماتيکې استازولۍ خلاصون
۱- لېږونکی دولت او د دېپلماتيکې استازولۍ رئیس د مالیې له ورکړې او يا د نورو ښاري چوپړونو د لګښت له ورکړې معاف دي، يوازې په هغه صورت کې نه، چې يو خاص وضعيت شتون ولري. 

۲- په هغه صورت کې چې چې ماليې او نور ښاري لګښتونه د يو شخص اړوند وي او د منونکي دولت د قوانينو اړوند هغه کس له لېږونکي دولت يا د دېپلماتيکې استازولۍ له رئیس سره پرې هوکړه کړې، پورته د مالياتو د بخښنې شرط له منځه ځي. 

۲۴ ماده: د سندونو خونديتوب
د سیاسي استازولۍ ټول سندونه او نور څېزونه په هر وخت او هر ځای کې له تېرې څخه خوندي دي.

۲۵ ماده: د سهولتونو رامنځته کول
منونکی دولت د دېپلماتيکې استازولۍ د چارو د پرمخ وړنې لپاره ټول سهولتونه رامنځته کوي.  

۲۶-د تګ او راتګ خپلواکي
منونکی دولت د لېږونکي دولت د دېپلماتيکې استازولۍ ټولو غړو ته د خپلې خاورې دننه د تګ او راتګ اجازه ورکوي پرته له هغه ځايونو څخه چې د منونکي دولت د قوانينو اړوند بند شوي او يا هم د منونکي دولت ملي امنیت ته په کې ګواښ پېښیږي. 

۲۷ ماده: د اړیکو خپلواکي
۱- منونکی دولت د رسمي چارو په موخه استازولۍ غړو ته د اړیکو نېولو اجازه ورکوي او ملاتړ يې کوي. 
استازولۍ کولی شي چې له خپل دولت، نورو استازواليو او کونسلګريو سره چې په هر ځای کې وي، د هر ډول ارتباطي لارو اړيکې ونېسي. د بېلګې په ډول دېپلماتيک پېک يا په رمزي ډول. د منونکي دولت له اجازې پرته دېپلماتيکه استازولي نه شي کولی چې بېسيم دستګاه نصب او کار ترې واخلي. 

۲- د استازولۍ رسمي مکتوبونه له تيري خوندي دي. د رسمي مکتوبونو اصطلاح ټولو هغه مکتوبونو ته ويل کيږي چې پر استازولۍ او د استازولۍ په چارو پورې اړوند وي. 
۳- دېپلماتيکې کڅوړې بايد خلاصې نه شي. 
۴- دېپلماتيکې کڅوړې بايد بهرنۍ نښې لرونکې وي؛ دېپلماتيک سندونه او نور څېزونه چې په استازولۍ کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي، په کې شامل اوسي. 
۵- د دېپلماتيکې کڅوړې ادرس بايد څرګند وي، شمېر يې ټاکلی اوسي. هغه کس چې دېپلماتيکې کڅوړې لېږدوي له تېري خوندي او په هېڅ صورت بايد ونه نېول شي. 
۶- لېږونکی دولت او دېپلماتيکه استازولي ځانګړي دېپلماتيکې کڅوړې ولري، او په دې صورت کې د همدې مادې پنځمه فقره تر هغې چې دېپلماتيکه کڅوړه خپل ځای ته نه وي رسېدلي نه پلې کيږي. 
۷- دېپلماتيکې کڅوړې يوې سوداګريزې الوتکې ته سپارل کېږي. په دې پار چې دېپلماتيکه کڅوړه ورکه او ضايع نه شي، بايد الوتکې ته د رسمي سند له لارې د کڅوړو شمېر مالوم شي.  دېپلماتيکه استازولي کولی شي چې د دېپلماتيکې کڅوړې سره يو کس په الوتکه کې ولېږي. 

۲۸ ماده: له مالياتو د استازولۍ د عوايد معافيت
د استازولۍ عواید د مالیې له ورکړې خوندي دي. 

۲۹ ماده: د دېپلماتيک مامور خوندېتوب
شخصا دېپلماتيک مامور له تېري خوندي دی. منونکی دولت په هېڅ صورت نه شي کولی چې هغه ونېسي او يا يې بندي کړي. منونکی دولت له دېپلماتيک مامور سره په غوره چلند اړ دی او باید حيثیت يې وساتي. 

۳۰ ماده: د دېپلماتيک مامور د استوګنې، سندونو او نورو څیزونو خوندیتوب 
۱- د دېپلماتيک مامور د اوسېدو ځای د استازولۍ د ودانۍ په څېر له تېري خوندي دی. 
۲- د دېپلماتيک مامور سندونه او مکتوبونه د ۳۱مې مادې ۳ بند په پام کې نېولو سره له تيري خوندي دي.