دین او دیني مفکوره

دین او دیني مفکوره جلا مفاهیم دي. پۀ دې اړه استاد محق پۀ خپل کتاب( اسماني دین او ځمکني واقعیتونه ) کې ډېر ښه بحث کړی دی او ما د هغه له لیکنې اخذ کړی دی.
یو دین دی، چې وحيې پورې اړوند دی او بل د دین په اړه غږېدل دي، چې د انساني فکر محصول دي. اسلامي ټولنه کې قران کریم او متواتر حدیثونه دین دی. قران د الله پاک وینا ده او حدیثونه د محمد صل الله علیم وسلم وینا. تفسیرونه، مذهبونه، فقهي بحثونه، تصوف او عرفان، منطق او نور ټول ورته مفاهیم د انساني فکر زېږنده دي او دیني مفکوره باله شي. یانې که موږ یو تفسیر لوو، مانا یې دا نۀ ده، چې: همدا د تفسیر خبره قران دی. بلکې دا د قران کریم پۀ اړه د یو عالم نظر دی. لۀ وحیې او بیا پیغمبر پرته هر انسان نیمگړتیا لري. مانا دا نۀ ده، چې: تفسیر سم نۀ دی، بلکې مانا دا چې: که یو چا تفسیر کړی و او تاسو ته پکې داسې برخې تر نظر شوې، چې: منطقي او علمي نه وې. یا د دین د رښتینې مانا غوښتنه نه وه؛ خو مفسر له ځانه پکې ور ځای کړې وه، تاسو کؤلی شئ، نقد یې کړئ. یوه خبره را یاده شوه: ما څو څو ځایه دا واقعه اورېدلې ده، چې: یعقوب (ع) باندې الله پاک داسې امتحان راوست، چې: پۀ وجود یې چېنجي وکړل، کله به یې چې لۀ وجود څخه چینجی ولوېد، بیا به یې را واخېست، چې هسې نه مړ شي او زما وجود کې ؤرته الله پاک رزق لیکلی نۀ وي، چې بیا به الله پاک لۀ ما نه پوښتنه کوي. یوه ورځ یو عالم ووې: دا خبره دروغ ده، الله پاک خپل محبوب پیغمبر دومره نۀ ذلیله کوي. بله درته ووایم: یوه ورځ یو جومات کې د فاتحې مراسم وو، یو مولانا لگیا شو. د پیغمبر ( ص ) د نوم برکتونه یې بیانؤل. د فقهاوو، بزرگانو، پیرانو او نورو عجیبې او غریبې کیسې یې بیان کړې. بیا یې وویل: پلاني عالم یو تفسیر لیکلی دی، دومره ټوکه دی، پۀ دا ټول کتاب کې چې هر ځای د محمد( ص) نوم راغلی دی، یو ځل مخکې او یو ځل وروسته ترې درود شریف لیکل شوی دی.
پیغمبر(ص) خپله فرمایلي دي، چې: چېرته چې زما نوم ذکر شي، تاسو درود شریف ووایئ، که هملته وئ او بیا بیا ذکر کېدۀ، یوازې (صل الله علیه واله وسلام ) ووایئ. اوس که دې مولا ته ووایې، چې: نو دا کتاب چې دومره ټوکه ډېر شوی دی، نو دا خو ټول لۀ درود شریف ډک دی، دستي درته وایي: د محمد ( ص ) گستاخ یې. د محمد ( ص ) پۀ وخت کې ډېر ځله داسې شوي دي، چې: یوه دیني موضوع چاته رسېدلې ده، هغۀ ته شکمنه، کمزورې او یا منطقي نۀ ده ښکاره شوې، رد کړې یې ده؛ خو هغه وخت کې محمد ( ص ) و، د هرې کشالې حل یې لرۀ او دا یې ویلي هم دي، چې: داسې به پېښېږي.
 
خبره دا ده، چې: لۀ دې دوو( قران او متواتر حدیث) پرته هېڅ شی لۀ انتقاده لوړ نۀ دي. تاسو که مذاهب نۀ منل، تصوف، عرفان، تفسیر او یا نور څۀ درته داسې ښکاره شول، چې: ستاسو عقیدوي جاج او منطقي فکر پرې اوبۀ نۀ څښلې، نۀ منل مو یې نۀ کافر کوي، نۀ گنهگاروي او نۀ کومه تېروتنه ده، بلکې دا د هر چا حق دی، چې رد یې کړي، ځکه: تفسیر، مذهب، فقه او نور ټول د افرادو نظریې دي. دا د اجتهاد برخه ده. اجتهاد د دین هنداره ده؛ خو که دا هنداره چاته خړه ؤر ښکاره شوه او د دین اصلي څېره یې پکې ؤ نۀ لېده، تاسو خپله کؤلی شئ، لاس پرې تېر کړئ او لۀ گرده یې پاکه کړئ او هر څۀ پکې راڼۀ ووینئ.
موږ تر اوسه دومره محدود ساتلی شوي یوو، چې: که ډول بحثونه را پورته کوو هم، بیخي کم خلک به یې منلو ته تیار وي. د دین پۀ اړه که منطقي، علمي او کره بحثونه کؤلی شي، د دین اصلي مانا را پیدا کړي. موږ چې تر اوسه سیاسي، مافیایي او نورو هدفي ډلو د دین پۀ لومه کې گیر کړي یوو، علت دا دی، چې: دا رکم بحثونو ته مو نۀ ؤر پرېږدي، ځکه: بیا د دوی اهداف شنډېږي. دین یوازې د مولا کار نۀ دی، هر څوک چې دین کې مطالعه وکړي، کؤلی شي، خلکو ته هغه دین ښکاره کړي، کوم چې د خوږ پیغمبر ( ص ) لاره ده او کومه چې پرؤردگار عالم ښودلې ده. هغه د مینې، عاطفې، ژوند او ورورۍ لاره.
مخکې مې هم یادؤنه وکړه، پۀ دې اړه استاد محق بیخي واضح غږېدلی دی. راځئ، د دیني د معاصر مفسرین ولولو او د اسلام لۀ مانا ځانونه سم خبر کړو. هغه څۀ چې موږ تر اوسه دومره کلک منلي دي«که مو یې نۀ منلو کې شک هم وکړ، موږ وایوو، تۀ وا کافران شوو» پداسې حال کې چې هېڅ هم نۀ پېښېږي او هغه چې د اسلام غوښتنه ده، هغه مو ډېر عادي نیؤلي دي.
د دین اصلي متن که وروګرځو پر علم او تعقل یې زښته زیات ټینګار کړی دی، یانې خدای(ج) عاقلان او علمپلوه انسانان خوښوي. خدای ته د یو شعوري انسان عقیده تر یو میراثي انسان ډېره منظوره ده.