۹۳ - کلن ملي بيرغ؛ د افغانستان ملي بيرغ د ستر غازي شاه امان الله خان يادګار

مخکې له دې چې ستر غازي شاه امان الله خان د افغان انګلیس له دريمې جګړې وروسته افغانستان يو خپلواکه هېواد اعلان کړي، د افغانستان بيرغ تور رنګه وو. د غازي امير امان الله خان پلا امير حبيب الله خان او نيکه يې امير عبدالرحمن خان او له هغې پر وړاندې دورو کې هم د افغانستان د بيرغ رنګ تور وو. د افغانستان د تور بيرغ تاريخ د ابو مسلم خراساني دورې ته رسيږي او تر غازي امان تر پاچاهۍ يې دوام وکړ. ستر غازي امير امان الله خان په ۱۲۹۸ل کال کې له انګلیس خپلواکي واخیسته او د خپلې پاچاهۍ د لومړیو څو کالونو بيرغ يې هغه تور رنګه بيرغ وو. 

د تاریخي موندونو اړوند غازي امير امان الله خان په ۱۳۰۷ لمريز کال کې د کابل په پغمان کې لویه جرګه جوړه کړه چې د پخواني تور رنګه بيرغ پر ځای يې تور، سور او شين رنګه بيرغ وړانديز کړ. د پغمان د جرګې غړو هم د آمان الله خان وړانديز شوی بيرغ منظور او هغه ورځ وه چې د افغانستان ملي بيرغ تور، سور او زرغون رنګه شو. له دغه درېيو رنګونو د غازي امير امان الله خان تعبير دا وو:
۱- توررنګ: د انګريزانو له خوا د افغانستان د اشغال دوره؛ دا يوه توره دوره وه او د افغانستان په تاريخ کې د ناوړې دورې په ډول ثبت شوې ده. غازي امير امان الله خان د افغانستان په ملي بيرغ د تور رنګ په ورکولو سره د افغانستان په تاريخ کې د انګريزانو د اشغال د تورې دورې ياد ژوندی وساتلو. 

۲- سور رنګ: انګلیس په اسانۍ او خپلې خوښې افغانستان کې خوشی نه کړ. د غازي امير امان الله خان په مشرۍ افغانانو  د انګريزانو پر وړاندې پر له پسې جګړې وکړې، افغانان د هېواد د خپلواکۍ په پار قرباني او وينې  يې توې شوې. د افغانستان په ملي بيرغ کې سور رنګ د دغه سرښندنو ښوودنه کوي. غازي امان الله خان د انګليس پر وړاندې د افغانانو قربانيو ته په سترې سترګې وکتل او په بيرغ کې يې ژوندۍ نښه وساتله. 

۳- زرغون رنګ: ستر غازي شاه امان الله خان د هېواد له خپلواکۍ وروسته اروپايي هېوادونو ته لاړ. هلته يې د نړۍ پرمختګ او سمسورتيا وکتله‌. زه کې يې د يو هوسا، بسيا، پرمختللي او سمسور افغانستان هيلې پيدا شوې. د بیرغ وروستۍ ټوټه يې زرغونه کړه، تر افغانانو او نوي نسلونو ته دا پيغام ورکړي چې د افغانستان راتلونکی زرغون کړي. 

د يادونې ده چې له ۱۳۰۷ل لمريز کال را وروسته د افغانستان بيرغ څو ځلې تغير شو؛ حبيب الله کلکاني دا بيرغ تور رنګه کړ؛ ورپسې سردار محمد نادر خان، شاه محمد ظاهرشاه او سردار محمد داود خان بيا د افغانستان بيرغ ملي او هغه د غازي امان الله خان د وخت بيرغ کړ. داود خان د خپل جمهوريت پر مهال زرغونه ټوټه دوه برابره کړه. کله چې د غوايي د اوومې کودتا وشوه، تره کي د افغانستان د بيرغ رنګ تک سور کړ. حفيظ الله امين هم د سور رنګه بيرغ لاندي حکومت کولو. ببرک کارمل د واک په وروستيو کې بيرغ بيرته ملي کړ او د شهید ډاکټر نجیب د حکومت پر مهال هم د افغانستان ملي بيرغ همدا درې رنګه وو. 

د مجاهدینو په راتګ سره د افغانستان بيرغ ګوندي؛ تور، سپين او شين شو؛ طالبانو بيا دا بيرغ تک سپين رنګ ته تغير کړ او امارت يې پرې ولیکل. په ۱۳۸۲ لمریز کې د نوې حکومت په راتګ سره د ستر غازي امان الله خان يادګار بيا د افغانستان رسمي ملي بيرغ شو، اساسي قانون کې يې ذکر وشو او تر نن ورځې همدا بيرغ دی.