د افغان میرمنو د فقر او اقتصادي ستونزو لاملونه او حل لارې

دامنیت  نشتون، د ښځو دحقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم نشتون، د قانون نه تطبیق،   ناوړه دود او دستور،  نامناسب رواجونه،   د نارینه و واکمني او بیسوادي دافغان میرمنو داقتصادي  پرمختګ پروړاندې مهمې ستونزې ګڼل کیږي.  په یو هیواد  کې چې نا تمام شوی  جنګ روان وي او لرې کلي او باڼدې  شهري ژوندو نه لرې وي،  ښونځي موجود نه وي،  بازار نه وي،  فابریکه نه وي،  دحکومت حاکمیت کمزوری وي،  نارینه حاکم وي او اسلامي قانون تطبیق نه وي،  خلک داسلامي قانون په اړه بشپړ معلومات ونه لري په داسې حالاتو کې کله چې  یوه ښځه کوڼده شي او اولاد  هم ونه لري او هغه میراث معرفي شي او د هغې میړه دارایې باندې چاپه اچول کیږي ځکه چې زوی نه لري نودا ټول  دمیرمنو د فقر باعث ګرځي  او دمیرمنو داقتصادي ستونزو مهم لاملونه دي.  

حل لارې:  
۱ـ د امنيت ټینګښت، دامنیت دټینګښت په برخه کې دکورنیو، ملي دفاع وزارتونه او دملي امنیت ریاست مهم رول ترسره کولای شي.  دامنیت دټینګښت په صورت کې به میرمنې ددې فرصت ترلاسه کړي څو دخپل ژوند چارې په عادي ډول ترسره کړي.  

۲ـ دمیرمنو دحقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم جوړول چې په هغې کې دالاندې ټکي په پام کې ونیول شي.  

الف؛ په کلیو کې د یو ښځينه بازار جوړول تر څو ښځي وکړای شي خپل د لاس محصولات خرڅ کړي دا کار حکومت په انجو ګانو کولای شي هم انجوګانې په کار اچول کیدای شياو هم ښځوته  زمینه برابریدای شي چې له کور نه ووځي او خپل محصولات خرڅ کړي.  په دې برخه کې دسوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه او دسوداګرۍ او صنایعو خونه ډیره مرسته کولای شي. 
ب:   دغو ښځو ته په ښارونو کې بازار یابي. 
 ج:   حرفه یي کورسونه،  لکه د صفا کارۍ،  د مربا جوړول،  مرغ داري،  د کرنې،  مالدارۍ او خیاطي.    په دې برخه کې دکرنې  او پوهنې وزارتونه مهم رول ترسره کولای شي.  د:  فقیرو او کوڼدو میرمنو ته چې ښارونو  ته نږدې ژوند کوي د یو کار زمینه برابرول،  د وړو فابریکو ایجادول،  چې ښځي کار په کې وکړي.  

3 ـ د قانون تطبيق کول:   الف:  د داسې نویو مادو جوړول چې په وسیله یې د ښځو ژوند کې اسانتیاوې رامنځ ته شي ب:   سخت او جدي قانوني برخورد د هر هغه چا سره چې په میرمنو ظلم کوي ج:  د نارینه وو ذهنیت جوړول،  د ښځو د حقوقي ستونزودحل لپاره یو د اړیکې تیلفونې لاین جوړ ول،  تر څو ښځي وکړای شي خپل مشکل بیدون د شرم نه درج کړي او د دغه لاین اګاهي باید هر ه سیمهد افغانستان کې وي په دې برخه کې دمخابراتو او عدلیې وزارتونه مرسته کولای شي. 

 4 ـ دود او دستور  باید د قانون سره تړاو ولري.  یوه ښځه کوڼده کیږي او بې اولاده  وي نو هغې ته میراث ویل کیږي  او د هغې دارایي چور کیږي.  هغه یا په زوره نکاح کیږي یا دپلار کورته  لیږل کیږي.  د هغې حقوق باید په قانون  کې خوندي کړای شي. په دې برخه کې دعدلیې،  دکورنیو چارو او دحج او اوقافو وزارتونه  او ملي شورا مهم رول ترسره کولای شي. 

5  ـ نارینه و ته  بایدد ښځو د حقوقو په اړه  اګاهي ورکړای شي.   د پارلمان له لوري داسې ماده په قانون کې ځای پرځای شي تر څو د ښځو دحقوقو په اړه نارینه و ته معلومات ورکړل شي په دې برخه کې ملي شورا، دعدلیې وزارت او دپارلماني چارو وزارت په ګډه کار کولای شي. 

6 ـ د حکومت له لوري باید د بیسوادۍ کورسونه جوړ کړای  شي او زده کړې باید اجباري شي. په دې برخه کې دپوهنې وزارت مهم رول ترسره کولای شي. دپورتنیو حل لارو دعملي کولو په صورت کې به بې له شکه دافغان میرمنو اقتصادي ستونزې ترډیره بریده حل شي.