
پښتو ژباړه : ق ، شینواری
2011جنوري 17
څومره چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو ، د القاعدې له غړو ملاتړ او په خپله خاوره کې هغوي ته پناځایونه چمتو کولو په برخه کې د پاکستان پر رول نیوکې کیږي، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په کورنیو چارو کې له دې زیات جدي او له ګواښه ډک رول لوبوي. دا دومره خطرناک دي چې بالاخره په افغانستان کې د امریکایانو په ماته تمامېدلای شي .
د دې لاملونه څه دي؟ په داسې حال کې چې د ویکیلیکس رازونه بربنډ شول، زموږ په وس کې له حیرانتیا پرته نور هېڅ نه وو. کاش چې په ایران کې هم یو جولیان اسانج راپورته شوی وای او مونږ لیدلي وای چې په کابل کې د دوي سفارت د افغانستان او د امریکا په اړه څه راپور ورکوي؟ زه فکر کوم دغه لیک به مو د دوي په شومو موخو د پوهېدلو لپاره ذهن یو څه روښانه کړي.
وحید منور
دایران اسلامي جمهوریت سفارت ، کابل
دایران دبهرنیو چارو وزارت ته - تهران .
مهم راز/ عنوان : افغانستان نن ورځ.
بسم الله الرحمن الرحیم
دلته هر څه د ایران په ګټه روان دي. افغانستان لا تراوسه په سیاسي توګه شل هېواد دی؛ مشرتابه ېې وړتیا نه لري ، له سیاسي پلوه مفسد او په امریکایي تاکتیکونو غوسه دی، چې په باوري توګه زمونږ د نژادي ویشنې د موخې لپاره یې لاره ښه اواره کړې او له طالبانو سره د کافرانو پر ضد په جنګ کې هم مرستندوی ثابتیږي. موږ له دې لارې یقیناْ د اتومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره پوره وخت ترلاسه کولای شو. موږ په ځانګړې توګه خوشبینه یو ځکه چې افغان حکومت او امریکایان له یو بل سره په سخت مخالفت کې ښکیل دي او تل یو بل ته د پړې ګوته نیسي.
دلته ځان-بربادونې بازار ګرم دی، چې اټکل ېې نه کیږي ځکه افغان واکمن د افغانستان د ګاندې په اړه هېڅ لېوالتیا نه لري. د یو لوي افغانستان د جوړولو لپاره د هغوي خوبونه د هغوي د ځان غوښتنو او پر ځان مینتوب لا مله تباه شوي دي. د افغانانو مشرتابه تل په نه خبره له یو بل سره نښتي وي لکه په یو رسمي سفر کې ولې یو وزیر دماډرن هوټل پر ځای په یوعادي هغه کې ولې دشپې لپاره ورته خونه کرایه شوې ده . موږ په خوښۍ سره راپور درکوو چې هغوي د دې پر ځای چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي له افغانستان څخه د پېسو د چټکې ویستنې د لارو په پېداکولو کې له یو بل سره پر سیالۍ بوخت دي. ښه خبر دا دی چې تر دې دمه افغان واکمنو له افغانستان څخه ۸ بیلیونه ډالر بهرنیو هېوادونو ته استولې دي .
پردې سربېره په افغانستان کې څه موده وړاندې تش په نامه پارلماني ټاکنې تر سره شوې. موږ ویلای شو چې په دې ټاکنو کې د ستر اکثریت پښتنو او نورو اقلیتونو لکه تاجکانو، هزاره ګانو او ازبکانو تر منځ سخته سیالي تر سره شو. دغه پارلماني ټاکنې د تېر کال د ولسمشریزو هغو څخه په درغلیو کې په هېڅ ډول کمې نه وې. باید وویل شي چې زموږ له کاندیدانو څخه ډېر په دغو ټاکنو کې بریالي شوي دي. دا زموږ لپاره یوه تر ټولو ستره بریا ده. دا په دې مانا ده چې افغانان به په ګانده کې د خپلو بنسټیزو ستونزو د حل کولو هېڅ ډول توان ونه لري. د هغوي یوې برخې زموږ لپاره دروازه پرانېستې او په افغانستان کې زمونږ د ستراتیژیکو موخو لپاره یې لاره هواره کړې ده. نو ځکه موږ په خوښۍ سره راپور درکوو چې دا به له وخته وړاندې نه وي چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د تدریجي تکامل د مړینې خبر خپور کړل شي.
تر کومه ځایه چې د امریکایانو او ناټو معامله ده – موږ په خوښۍ سره راپور درکوو- چې هغوي دلته له نهو کلو راوروسته اوس سخت وارخطا دي . هغوي نه یوازې دا چې په ړندو سترګو د سیاسي بصیرت نه درلودونکی پښتون ولسمشر ملا تړکوي بلکې د پښتنو پر ضد عملیات هم کوي پردې سربېره د امریکایانو عامې تګلارې هم په مساوي توګه ناانډوله دي. هغوي په داسې پروګرامونوپه بوریو بوریو د ډالرو مصرفوي چې کومه پایله نه لري. د بېلګې په توګه د بیاپخلاینې پروسه له بشپړې ناکامۍ پرته نور څه نه وه. په ټولیزه توګه د امریکایانو لپاره راتلونکې له ستونزو ډکه ده؛ د هغوي په مشترکو عملیاتو د سپینې ماڼۍ له لورې یوه سړه بیاکتنه ترسره شوه. موږ په خوښۍ سره راپور درکوو چې امریکایان د افغانانو له هیلو او طبیعت سره د سمې دیموکراسۍ په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.
د طالبانو، چې رهبریت یې په بشپړه توګه د پاکستان په شمالي وزیرستان کې واقع دی، په اړه باید وویل شي چې امریکایان لا تر اوسه په دې ارمان دي ، چې پاکستان به بالاخره په خپله خاوره کې د سخت دریځو ډلو پر ضد نظامي عملیات پېل کړي او خپل مسلمان پوځیان به د نورو اسلامي ډلو پر ضد وکاروي. د پاکستان پوځ لا تراوسه په دې باور دی چې په افغانستان کې د نفوذ د ساتلو لپاره یوازینۍ لاره طالبان دي، چې نزدې ۲۰ کلنه ملګرتیا ورسره لري. زمونږ ګټه هم په دې کې ده چې په نیمروز او اروزګان ولایتونو کې د طالبانو له مشرانو سره هغوي ته د وسلو په ورکولو سره مرسته وکړو که څه هم باور لرو چې د هغوي جهاد د ستاینې وړ نه دی.
زمونږ د اتومي پروژې د ډاډ په اړه د هڅونې لپاره دا بس ده چې متحده ایالات هره ورځ په افغانستان کې ۱۹۰ میلیونه ډالر په داسې پروژه لږوي چې هېڅ ډول ښکاره پایله نه لري. کله چې امریکایان له افغانستان څخه ووځي، افغانان به یقیناْ له هغوي څخه دومره کرکه وکړي چې د شیعه نژادو د ملاتړ په برخه کې به زمونږ کلکې هڅې له ښکاره بریالیتوب څخه خوند واخلي. له پخوا څخه په کابل کې یوازینۍ د پام وړ پروژه زمونږ د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د شیعه ګانو لپاره د مذهبي ځای جوړول دي. په همدې خاطر موږ په خوښۍ سره راپور درکوو چې په کابل کې د شیعه اکثریت د رامنځته کولو لپاره زموږ ددې موخې په لار کې خنډونه نشته.
په خوښۍ سره باید ووایو چې افغان حکومت په احمقانه توګه بې خبره پروت دی. د بې کفایته افغان مشر له کبله د هغوي د هېواد د بیاجوړونې لپاره د نړیوالو هوډیو زرین چانس دی ، چې دا ددوی له لاسه په وتلو دی. که څه هم د ښاغلي کرزي دفتر ته زموږ د پیسو بکسو لېږلو له مونږ سره د افغانستان پر سر د ملګرو ملتونو د بې شمېره پرېکړو په کولو کې مرسته وکړه، دا به له افغانستان څخه بېرته د خپل اعتبار د ترلاسه کولو لپاره کلونه واخلي. د ایران ته د هلمند سیند د ۳۵ بلیونو ډالرو په کلني ارزښت د اوبو د تویدنې لپاره زمونږ اثر او رسوخ د پخوا په څېر دوام لري. او که خدای کول، کله چې موږ اتومي وسلې ترلاسه کړو نو بیا به افغانستان د کوم ګواښ د رامنځ وړتیا نه لري . دا به بېله خبره وي چې که متحده ایالات دلته د دایمي اډو د جوړولو هیله ولري.
بالاخره، موږ په خوښۍ سره راپور درکوو چې په سیمه ییزه کچه چین، روسیه او پاکستان د یو اعتباري شریک په توګه د تباه افغانستان په پرتله له مونږ سره ملګرتیا ته اهمیت ورکوي. هغه وخت چې افغانان پر ځان پوهیږي، د چین د معدنونو شرکتونه ، چې له پخوا څخه دلته په عملیاتو بوختې دي، به د دې وړتیا ولري چې د افغانستان په پاتې معدنونو هم کنترول ترلاسه کړي او همدا د دې هېواد تر ټولو ستر او اړین عاید دی. دا چې چین هم په افغانستان کې هزاره اقلیت ته لومړیتوب ورکوي، دا به زمونږ د نژادي موخو لپاره او په کابل زمونږ د بې سیاله اغېزې درلودلو په لار کې یوه بې مثاله ستره بریا وي.
په درنښت
سفیر فدا حسین مالکي. 10/10/1389
وحید منور د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د دفتر پخوانی مشر او د اسټریا په ویانا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان پخوانی دایمي استازی و.