د خبرو ميز ته خو سر کېناستل! 

د افغانستان په روانه شل کانه جګړه کې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو تحريک لوړپوړي پلاوي د روان ناورين د سوله ييز حل په موخه مخامخ د خبرو ميز سره کېناستل. د حکومت پلاوي مشري هم ډاکټر عبدالله کوي؛ د دويم، درېيم او څلورم لوړپوړ کسان په توګه هم ور سره محمد کريم خليلي، عطا محمد نور او باتور دوستم دي. سوله له هر څه وړاندې او جګړه ټولو ته بدمرغه ده؛ نن دا ګيله هم څوګ نه کوي چې ولې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي د لوړۍ درجې کسان داسې خلک دي، چې پښتون په کې نه ښکاري؛ اوس يوازې او يوازې هيلې دا دي چې هر څوګ، د هرې ژبې او قوم خو په دې بريالی شي چې رېښتنې سولې هېواد ته راوړي. 

د افغان حکومت د سولې پلاوي مخامخ هم طالب پلاوی ناست دی. غړي يې په سنتو برابر او په څېرو روحاني دي. د عام افغان ولس هيلې او اميدونه له خدای ج را وروسته په دواړو پسې تړلې دي. اوسنۍ روانه جګړه کې طالب او حکومت سره ښکېل او ولس په کې سوځي. د طالبانو تحريک او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پلاوو انعطاف پزيرۍ به سبب کيږي چې د ستر خدای ج په فضل افغانستان د سولې برخمن او هغه کورني او بهرني ذليله کړۍ چې لا په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي او د وينې توېدنې پروژې لري، خنثی او ناکام پاتې کيږي. 

که چېرې د يو افغان او مسلمان په څېر ژور فکر وشي؛ هغه چې د طالب په نوم وژل کيږي هم انسان او افغان دی او هغه چې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې شتون لري د همدې خاورې بچی دی. د دواړو خواو په وژل کېدو افغانستان کې د کونډو او يتميانو شمېر زياتيږي او هېواد په کې کنډواله کيږي. 

اوس د حل لار دا ده چې هم طالب او هم حکومت په دې ژور پوهه شي چې د جګړې له لارې د يو بريا هم شونې نه ده او دا يې په تېرو شلو کالونو کې هم سره ثابته کړه چې نه به طالب په دې توانيږي، چې د جګړې او زور له لارې ټول افغانستان ونېسي او پرته له دې چې له مقاومت سره مخ شي د خپلې خوښې حکومت به وکړي. نه حکومت وکولی شول چې د بهرنيو د ملاتړ سره – سره هم په دې شلو کالونو کې طالبان داسې وځپي چې نوم او نښان يې سره ورک شي. که چېرې پورته حقيقت او واقعيت سره ومنل شي، نو ژر ده چې د دواړو خواو په منځ کې به انعطاف پزيري رامنځ ته او ځينې هغه غوښتنې چې په تېرو خبرو کې يې سره نېولې او ټېنګار په کې کړی، ور څخه به تېر شي. 

که چېرې بيا هم دغه وده خواوې حقيقت نه شي درکولی نو که چېرې طالب مشران په خپله د جګړې لېکو ته لاړ شي؛ د دوی او يا هم د کورنۍ د غړو جنازې يې د يو عادي طالب جنګيالي په ډول کور ته ور شي نو بيا ښايي يو څه ښه د جګړې په درد پوه شي. همدا ډول که چېرې د افغان حکومت مشران او نور سياست کوونکي د نمايشي او فېسبوکي جګړې پر ځای په خپله او سره د خپلو اولادونو د جګړې سنګر ته دننه او د يو عادي افغان سرتيري په څېر ټپي، وژل او ستړی شي،  نو بيا په ښه ډول په دې پوهېدلی شي چې جګړه يعنې څه. 

په دوحه کې طالب مشرانو او کابل کې د حکومت مشرانو؛ تر اوسه له کاليو د خاورو او بارتو پر ځای د نړۍ د ښايسته عطرونو بوی ځي؛ د طالب جنګيالي او د افغان پوځي د وږي او تږي سرتيري په ډول نه دي، بلکې د ډېرو شتو له امله يې نه د ډوډۍ ډول خوښيږي او دا هم ورڅخه ورکه ده چې په کوم لوکس او د ورځې په موډم هوټل/رسټورانټ کې خوراک /څښاک وکړي. د افغان حکومت لوړپوړي او هغه طالب مشران چې جګړه رهبري کوي، که چېرې د ستر د رضا او افغان ولس د زړونو د ساتنې هيلې لري نو اوس يې وخت دی چې د روانې ورور او افغان وژنې په پار دا شل کلنه غميزه پای ته ورسوي، چې به يې دا او هم به يې هغه نړۍ ګټلې وي.