د نړيوالو اړيکو د تيوريو اړوند د نړۍ ستر هېوادونه هر وخت په دې لټه او هڅه کې وي، چې د نړۍ زبرځواک او هجمون قدرت اوسي. دې موخې ته د رسېدو په پار نړۍ په قطبونو وېشل کيږي او د سترو هېوادونو ترمنځ سيالۍ او ناندرۍ سره پيل کيږي. د دويمې نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو جهان په دوه برخو يا قطبو وېشل شوی وو؛ لوېدېځ بلاک امريکا او ملګري، ختيځ بلاک پخوانی شوروي يووالی. دغه پېښې نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ نسبي د قدرت موازنه يا Balance of Power ساتلی وو. نه شوروي يووالی په دوه قطبي نړۍ کې خوښ وو او نه امريکا ته په دې ډول يو نړيوال نظام د منلو و. د دواړو هڅې د يو قطبي نړۍ په پار وې او هجمون ته د رسېدو هیلې يې وې. د دغه سياليو په پايله کې نړۍ د سړې جګړې پر لور لاړه او د سړې جګړې په پای سره د امريکا متحد ايالات هجمون يا تر ټولو غښتلی قدرت او شوروي يووالی وپاشل شو. د سړې جګړې پر مهال امريکا او پخوانی شوروی يووالی د نړۍ په بېلابېلو برخو کې سره ښکر په ښکر وو. افغانستان کې هم امريکا او شوروي سره نیابتي جګړه وکړه او امريکا په دې بريالۍ شوه چې پخوانی شوروي يووالی دلته او په نړيواله کچه داسې ضربه ورکړي چې د همجون جوړېدو او يو قطبي نړۍ له خيال او خوب يې وغورځوي.
امریکا په افغانستان کې په يوې داسې بڼې له جهادي ډلو ملاتړ وکړ چې د شوروي يووالی د همجون زور پرې مات کړي. امريکا په پوځي، اقتصادي او نړيوال پرسټيج کې شوروي يووالی وځپلو. شورويانو له افغانستان پښې سپکې کړې خو جوړې نه بلکې مات او لسيزې شاته شوي. اوسنۍ روسيې لسيزې امريکا ته انتظار وکړ چې غچ واخلي. امريکا په ۲۰۰۱ کې د ترهګرۍ پر وړاندې نومي جګړه کې افغانستان کې ښکېل او روسیې په دې وخت کې د ځان د بسيا او وړتيا عملي کړنې او هڅې کولې. نېږدې لسيزه وروسته روسيه داسې يو حالت ته ورسېده چې نور بيا د امريکا پر وړاندې ودريږي او د نړۍ د بيا د دوه قطبي کېدو او هجمون ته د رسېدو خوبونه وګوري. افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې امريکا داسې پرهر او ټپي نه کړه کله د سړې جګړې پرمهال يې چې د پخواني شوروي يووالي وجود ټپ کړی او پاشلی وو. امريکا افغانستان کې د خپلې شل کلنې جګړې په وروستيو کې دا غوره وګڼله چې پښې سپکې کړي او پرته له دې چې د پخواني شوروي يووالي له برخليک سره مخ شي، په دېپلماټيک ډول افغانستان کې د روانې جګړې څخه ځان اړخ ته کړي. افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له شتون سره د روسیې هوکړه په دې نه وه چې يا افغانستان وژغورل شي او يا هم امريکا دلته خپلې ګټې خوندي او له راتلونکو ګواښونو په امن اوسي؛ د روسيې سياست په دې کې وو چې امريکا په داسې يوې لوبې کې ښکیله کړي چې خپله شوې تجربه پرې تکرار کړي؛ افغانستان کې يې ټپي او په نړيواله کچه يې ماته کړي.
کله چې روسيه په دې پوهه شوه چې امريکا له بریا پرته له افغانستانه ووځي خو په داسې ډول ونه ځپل شوه چې په نړيواله کچه د امريکا زر او زور اغېزمن کړي، د لوبې ډول يې ورته بدل کړ. د امريکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال فبرورۍ مياشت هوکړه امريکا ته دا زمېنه برابروي چې په جوړو پښو افغانستان خوشی کړي او خپله پيل شوې جګړه د افغان غمیزې او ناڅرګند برخلیک سره پرېږدي. که چېرې اوس امريکا له افغانستانه ووځي نو له وتلو وروسته حالت د افغانانو په غاړه اچوي او افغانان په کې مسوول کوي. امريکا په افغانستان کې د پخواني شوروي يووالي په څېر نه ځاني وځپله شوه او نه هم مادي او دا ډول لوبه چې امريکا وکړه/کوي يې روسيې ته د منلو نه ده.
د امريکايي ځواکونو په وتلو سره هیلې او انګیرنې داسې وې چې د افغانستان وضعیت به ښه او د سولې خبرو په پايله کې به ستونزې حل شي. د جګړې شدت دا ښيي چې روسيه په اسانۍ سره امريکا نه پرېږدي چې له افغانستانه ووځي او تر هغې به يې له لکۍ رانيسي چې خپل تېر يې پر امريکا عملي کړی نه وي. طالبانو جګړې ته داسې شدت ورکړی چې په تېرو شلو کالونو کې بې سارې وه. پر له پسې د ولسواليو نېول او د ولايتونو په ښارونو بريدونه داسې ښکاري چې امريکايي پوځيانو بېرته راستانه کړي. امريکا به نه غواړي چې بېرته را وګرځي او نه به د طالبانو موخه دا وي چې د امريکا شتون بيا له سره کړې، خو روسيه د خپل هوښيارنه سیاست له لارې دا زمېنه برابروي چې امريکا په افغانستان کې وساتي او تر هغې يې وساتې چې ټوټې - ټوټې او ځپلې يې وباسي. افغانستان کې د جګړې شدت به امريکا دې ته اړه کړي چې خپلې ناکامې جګړې ته مخ راوګرځوي او په دې پار چې خپل حيثيت يې ساتلی وي، له اوس ور سخت د سرېښو ډنډ کې به بند شي. دا به وروسته ثابتیږي چې که چېرې روسيه په خپل دې احتمالي سياست کې بريالۍ شي؛ د افغانستان په نيابتي جګړه کې به روسيه او که امريکا تر موخو رسيږي، خو د افغانستان روانه جګړه به لا شديده او بد برخليک لرونکي اوسي.
وروستي