د کاييناتو خلقت

 د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې داسې انګېرل کېده، چې ناپايه جهان تل موجود واو تل به موجود وي .د دغې نظريې پر بنسټ نړۍ ثابته ده، پيل او پای نه لري .

د دې نظريې پر بنسټ، چې نړۍ د ثابتو او نه بدليدونکو موادو ټولګه ده، د ماديت يا ماټرياليزم فلسفې بنسټ کېښودل شو او په نتيجه کې د خالق له شتون څخه انکار وشو. خو د شلمې پېړۍ ساينس اوټکنالوژۍ د ثابتې نړۍ فرضيه رد کړه.

اوس موږ په يوويشتمه پېړۍ کې ژوند کوواو د پوهې نوې سپېدې زموږ په انتظار کې دي .تر اوسه پورې يو زيات شمېر تجربې ، څېړنې او شمېرنې چې د نړۍ د متفکرينو او فزيکپوهانو له خوا ترسره شوي دايې په زباد رسولې، چې نړۍ پيل درلود او په يوه شېبه کې د يوې لويې چاودنې په پايله کې له نشت څخه رامنځته شوې ده . همداراز د ماټريالېستانو د فکر خلاف دا هم په ثبوت رسېدلې ، چې نړۍ ټاکلې او ثابته نه ده، برعکس نړۍ تل د حرکت ، بدلون او پراختيا په حال کې ده . دغو نويو موندل شويو حقایقو د ثابتې نړۍ د فرضيې پر تابوت کلک مېخونه ووهل او علمي ټولنه اوس ټول د نړۍ بدلون او پراختيا مني.
پاک قرآن د نړۍ د منشأ په اړه داسې فرمايي:
بديع السموت والارض
(الله) د آسمانونو او ځمکې هستوونکی دی(الانعام ۱۰۱).
 
دغه معلومات د اوسنيو پوهانو له موندنې سره بشپړ سمون لري .څرنګه چې مخکې مو هم وويل ، د نجومي فزيک پوهان دغې پايلې ته رسيدلي ، چې ټوله نړۍ له خپلو مادي او زماني ابعادو سره ډېره پخوا د يوې زورورې چاودنې په پايله کې رامنځته شوې ، دغه پېښه چې  لويه چاودنه يا (بېګ بنګ) نوميږي، له نشت څخه د نړۍ له پيدايښت سره مرسته کړې وکړه. څرنګه چې ټول پوهان توافق لري ، دغه چاودنه پنځلس ميليارده کاله پخوا  له يوه ټکي يا يو ځای څخه رامنځته شوې.

تر لويې چاودنې دمخه د مادې په نامه کوم شي وجود نه درلود، بلکې د نېستۍ له حالت څخه چې نه ماده وه ، نه انرژي وه او حتی زمانه هم نه وه، دا هرڅه منځته راغلل . دغه مسأله چې په دې نږدې وختو کې روښانه شوې ، څوارلس پېړۍ دمخه يې  په قرآن کې ذکر راغلی.

د امريکې  فضايي ادارې يا ناسا په ۱۹۹۲ کال کې د لويې چاودنې پاتې شوني په فضا کې وموندل.دغه موندنه يو ډېر ښه مدرک دی ، چې د نړۍ د خلقت موضوع له نشت څخه توضيح کوي.