عطا: شورويان مې مات کړل؛ طالبان هم ماتوم

د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند د يوې بېلې شوې برخې مشر جنرال عطامحمد نور يو ځل بيا د طالبانو د ماتې ګواښ کړی او خپله زور ښوونه يې کړې ده. نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې ده يو ځل شورويانو ته ماته ورکړې او بيا د طالبانو پر وړاندې جګړه کې يې بريا خپله کړې او که دا ځل هم طالبان جګړه غوره ګڼي نو پر وړاندې يې جګړې ته چمتو دی‌. 

نور لېکلي دي، چې دوی په لومړي ګام کې سولې ته لومړيتوب ورکوي خو که چېرې اړ شي نو د جګړې ډګر ته به لاړ شي؛ ملاوې به وتړي او د بوټو بندونه به کلک کړي. عطامحمد نور لیکلي دي چې دا کار له هېواد او ولس څخه د دفاع په پار کوي او اجازه به ورنه کړي چې طالبان د جګړې او زور له لارې افغانستان کې واک ته ورسيږي. 

عطامحمد نور چې اوس مهال په بلخ کې دی څو ورځې وړاندې يې پر خپلی فېسبوک پاڼې هغه انځورونه خپاره کړل چې له زوی خالد نور سره يې وسله په لاس کړې او د بلخ په يو شمیر ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې ننداره وړاندې کوي. که څه هم نوموړی د طالبانو پر وړاندې د دويم مقاومت وايي خو پرې نیوکه دا ده چې خبرې او عمل يې نمایشي بڼه لري او له پورته هر څه سره د بلخ امنیتي وضعیت تر هغه کچې ناامنه دی چې ځېنو هېوادونو خپلې کونسلګرۍ په بلخ کې تړلې دي‌.

عطامحمد نور چې د احمدشاه مسعود په ژوندون د شمال ټلوالې مهم کس وو د طالبانو پر وړاندې يې جګړه کوله او هغه وخت چې امريکا پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو حکومت يې چپه کړ، نو د شمال ټلوالې د يو شمېر نورو کسانو په شمول عطا محمد نور هم په کې زر او زور څښتن شو. دی له حکومت سره هم ډېر وخت وران وي او مخالفتونه يې رسنیز کيږي. 

د عطا محمد نور نیوکه کوونکي دی پر زور ښوونې او د واک په پار په سیاسي معاملو تورن وي او نيوکې دا دی چې نوموړی د خپلې شخصي پانګې او سوداګرۍ د ساتنې په پار بېلا بېل او د خپلو ګټو پر بنسټ دريځونه نيسي. 

د يادونې ده چې نوموړي نن ورځ بلخ ولايت ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد محقق او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي سره کتلي او دوی ته يې په بلخ ولايت کې د خپلو جګړیزو فعاليتونو ويلي دي.