دوی دومره نه دي څومره يې چې پاکستان انځور غټ کړی دی

دا چې تېر افغان حکومتونو په تېرو شلو کالونو کې دا چيغې وهلې چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنې کولې له حقيقت لېرې خبرې نه وې. پاکستان نه دې طالبانو دوست وو/دی او نه هم د تېرو حکومتونو چې امريکا يې ملاتړ کولو. که هم څه په تېرو شلو کالونو کې د افغانستان حکومتونو دا تور پورې کولو چې طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې  دي، دومره به د منلو نه وي؛ څومره چې د هغه حکومتونو په اډنه کې سياسي څېرې او پر څوکيو ناست کسان پاکستان پلوه وو. 

طالبانو په وار وار ويلي وو چې دوی خپلواکه دي او د پاکستان  اغېز پرې نشته بلکې دوی د يو سياسي او پوځي ځواک په توګه پاکستان سره په دې پار ځينې اړيکې لري چې پاکستان د افغانستان ګاونډی دی او د افغانستان راتلونکی پر پاکستان هم اغېز شېندلی شي. د طالبانو ډېری مشران هغه مهال چې په ۲۰۰۱  کال کې امريکا نظام چپه کړ، نو له ټولو لومړی هېواد چې طالبان يې په لاس تړلي امريکا ته سپارل هغه پاکستان وو. بيا د طالبانو د ځپلو برخه کې له امريکا سره ډېره همکاري پاکستان کوله. دا چې طالبانو له پاکستان  ډېرې بدې ورځې لېدلي دي نو بيا په هېڅ صورت سره داسې نه شي کېدلی چې طالبان د پاکستان د ګټو او پاکستان په پار کوم څه وکړي. اړيکې او مشورې سياسي ډلې او حکومتونه له بېلا بېلو هېوادونو او اړخونو سره ساتي. 

اوس چې طالبانو په افغانستان کې واک په لاس کې اخېستی دی، د پاکستان په شمول د نړۍ ځيني هېوادونه په دې لټه او هڅه کې دي، چې د طالبانو د اسلامي امارت پر وړاندې خنډونه، چريکي جګړې، مزاحمتونه او بغاوتونه جوړ کړي. احمد مسعود او امرالله صالح چې اوس هم د سولې او خبرو پر ځای د ټوپک د ميل په زور غږيږي؛ د طالبانو په مشرۍ د يو ټول - ګد حکومت پر وړاندې به هېڅ هم ونه کړي او په اخير کې به هم اړ شي چې يا هېواد خوشی کړي او يا له خپل بغاوت تير شي. 

اوس له يوې خوا د شمال ټلوالې ځيني اوسني  مشران؛ احمد ضيا مسعود، محمد کريم خليلي، محمد محقق، لطيف پدرام، احمد ولي مسعود، صلاح الدين رباني او ځيني نور اسلام اباد کې دي او همدا اسلام اباد به وي چې دوی به دې ته هڅوي چې يا له طالبانو ډېره برخه واخلي او يا هم د طالبانو پر وړاندې بغاوتونه پيل کړي. همدا ډول په پنجشېر کې د احمد مسعود او امرالله صالح نه - پيل شوي مقاومت ته پاکستانۍ رسنۍ غټ انځور ورکوي، په داسې حال کې چې پښتونخوا کې د عمران خان حکومت پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ کړنې او مقاومت بيا پاکستانۍ رسنۍ پټ او سانسور ساتي. 

د افغانستان د اوسني وضعيت او راتلونکي په اړه يوازې پاکستان نه دی چې د ويجاړۍ او د خپلو سياسي موخو او ملي ګتو سياستونه به کوي؛ روسيه او امريکا او له بلې خوا ايران هم په دې لټه کې دي چې په ټول افغانستان د طالبانو حاکميت وننګوي او خنډونه ورته جوړ کړي. 

حلار دا ده چې د طالبانو اسلامي امارت او ور سره د تېر حکومت سياسي څېرې چې ډېر وخت يې د سولې او پرمختګ نمايشي چيغې وهلې پر داسې يو حکومت سره سلا وکړي چې هېڅ بهرني هېواد ته په کې د لاس وهنې ځای پاتې نه شي. طالبانو چې څه ډول امريکايي ځواکونه له افغانستانه وشړل اوس پر وړاندې غټ مسووليت  دا هم دی چې افغانستان کې د يو تل پاتې سولې او متحد افغانستان وياړ خپل کړي.