یو مدبر لیکوال ‎‎


نصیر احمد احمدي یوازې د لیکوالۍ په لوړ پوړ کې نه، بلکې دروند، مدبر، ارام مزاجه او د نیکو اخلاقو انسان و. د پښتني ټولنې په ټولو اړخونو اگاه لیکوال او ذوق مطابق اثار یې وپنځول، چې د ده په اثارو کې موږ د ټولنې مبتکر او راڼه انځورونه وینو.

ډېری انسانان دې نړۍ ته راځي او بې خیاله او فکره بېرته کوچیږي؛ خو ځینې بیا د ټولنې او ژوندانه تل ته ننوزي، انساني برخوردونه او ښېګڼې پلټي انسان ته د تعامل، فکر کولو او نیمګړتیاوو ته د متوجه کولو چل ور زده کوي. دا چاره په ډېرو انسانانو کې نه لیدل کېږي؛ خو ځینې بیا دومره په دې موضوعاتو کې ورک شي، چې هره شېبه د انسان د ویښولو په لار کې خپل فکري لیدلوری څرګندوي. موږ د داسې انسانانو په قدر او ښېګنو هغه وخت ښه پوهېږو، چې کله له قلمه لاس واخلي یا له موږه وکوچیږي؛ نو هله مو د انسانیت مزي په حرکت راشي.

متل دی، چې ( په ژوندیو کې مو ښه او په مړو کې مو بد نه شته)
موږ  تل دا چاره ترسره کړې، چې متحرک انسانان کم او ساکن ډېر یادوو. د متحرکو انسانانو له جملې څخه یو هم احمدي صاحب و، چې د ټولنې په ژبه، کلتور، ذوق، ټولنیزو نزاکتونو او نیمګړتیاوو اگاه انسان و. د همدې  اگاهۍ له مخې یې د پښتو ژبې لپاره داسې شهکار اثار پرېښودل، چې ټولنې ته د مثبت فکر کولو لیدلوری ورکوي. د پښتو ژبې لوستونکو ترې د ډېرو نورو اثارو تمه درلوده ؛خو د دې مدبر لیکوال د ژوند مهال لنډ و او پښتو داستاني نوښتگر سبک یتیم شو او د پښتني ټبر د داسې نوښتګر، روان او فکر کوونکي لیکوال له هنره بې برخې شو.

موږ به تر ډېره د ده د مبتکر خیال او فکر له تشې سره مخ یو. 
خدای دې یې پر گور رڼا کړي.