په هيواد کې د بیکارۍ لاملونه او حل لارې

بیکاري هغه حالت ته ویل کيږي چې یو شخص  کاري وړتیا ولري او کار ورته پیدا نه شي.   بیکاري هغه ستونزه ده چې د هيوادونو اقتصاد ورسر ه تل  لاس او ګریوان وي که د نړۍ ډيرو پرمختللو هيوادونو ته  وګورو هلته هم بیکاری شتون لري د ساري په توګه په فرانسه کې 10 سلنه ،   په  ايتالیا کې 12  سلنه،   هسپانيه کې 21 سلنه،  په ترکیه کې 9. 8 سلنه  خلک بیکاره دي.  د بیکارۍ د ستونزې لاملونه  په هيوادونو کې يو له بل سره توپیر لري.   په هر حال راځم خپلې موضوع ته چې په دې وروستیو کې دا موضوع په هيواد کې  ډيره د بحث وړ ده ځکه بیکاري خپل اوج ته رسیدلې ده.
  
د بیکارۍ ستونز ه  په هيواد کې تصادفي نه ده رامنځته شوی بلکې په تیرو څوارلسو کالو کې د هيواد اقتصادي ثبات لپاره کار ترسره نه شو هغو خلکو چې په تیرو کالو کې دندې لرلې ټولې موقتي دندې وې،   د اوږد مهال لپاره  نه وې،   خلک تر ډيره بریده په  خدماتي برخو کې بوخت ول،  تولیدي برخه کې کار ترسره نشو،   ټول لګښتونه په غیرې توليدي اقتصاد تر سره شول،   په هيواد کې د صنعت په برخه کې پانګونه ونه شوه،   کورنۍ صنعت رامنځته نشو،   په ځانګړي سکتور( ساختماني) کې پانګونه  وشوه،  د بیکارۍ د مخنیوي لپاره بنیسټيز کار تر سره نه شو ،   لوې پروژې تمویل نه شوې،  میلیاردنه ډالر  په بې ځایه لارو ولګول شول،  فساد تر هر وخته ډیر و،  د خلکو عاید يو ځل لوړ شو تقاضا یې ډيره شوه،   واردت هم ډير شول د خلکو تقاضا له کورنیو توکو پوره نه شوه.   په ټوله کې ویلی شو چې جعلي اقتصاد شتون درلود.   اقتصادي پايښت لپاره کار ترسره نشو. 

اوس راځو دې ته چې د دې ستونزو د حل لار څه ده؟   ایا موږ به وکولی شو چې دا ستونزې ډير ژر حل کړو لکه څرنګه یې چې خلک غوښتنه کوي؟ 

 د دې ستونزو حل اسانه کار نه دی او دومره ژر هم نه کيږي لکه څرنګه يې چې خلک غوښتنه کوي  د ستونزو د حل لپاره ډير وخت ته اړتیا ده خوکه  وغواړو نو په څو کالو کې دا ستونزې له منځه وړلی شو په هغه صورت چې اراده  شتون ولري موقتي نه وي ځکه حکومت کولی شي چې د ټولنیز سیاست له مخې  تشکیلات ډير کړي او یا له نورو موقتي لارو کار واخلي دا ستونزه په موقتي ډول حل کړي.   د ستونزو د دایمې حل لپاره بايد د ملي اقتصاد په کچه کار تر سره شي حکومت  او ټول کاروباریان  په ګډه لاس په کار شي  او لاندې کړنې ترسر ه کړي:  
۱.  د ټول هيواد په کچه  د اقتصادي فرصتونو څيړل.
۲.  د اقتصادي پرمختګ لپاره اوږد مهاله پلان جوړول.
۳.  خصوصي سکتور ته پاملرنه،   په بیلا بیلو سکتورنو کې د پانګونې د کچې اندازه ټاکل تر څو د پانګوالو د پانګې د ضایعه کیدو مخه ونیسي او د هیواد ټول سکتورنه ورسره پرمختګ وکړي.
۴.  بانکي سکتور په برخه کې  ژور بدلون راوستل بانکونه باید يوازې له خلکو څخه پیسې راټولې نه کړي بلکې پانګه په ښه ځای ولګوي، کاروباري خلکو ته پورونه برابر کړي،  سوداګروته د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.   يوه موضوع چې ډیره مهمه ده هغه په هيواد کې د سکتوري بانکونو رامنځته کیدل دي،   د سکتوري بانکونو په رامنځته کیدو سره به اقتصادي سکتورونه د پام وړ پرمختګ وکړي.  
۵.  په هيواد کې د کوچینو،  منځنیو صنایعو وده او پرمختګ لپاره لازم اجرات  ترسره کول چې دا ډول کاروبارونه په هيواد کې ډير ګټور دي ځکه لږې پانګې ته اړتیا لري او ډير خلک ورسره په کار کيږي.  
۶.  په هيواد کې د پانګې د جوړښت لپاره ،  د ونډو د بازار رامنځته کول،   د عامه تمویل دودول،  کاروباریانو ته د پانګې د ترلاسه کیدو ټولې لارې خلاصول.  
۷.  د مالیې يو داسې نظام رامنځته کول چې له مخې یې کاروباریان زیامن نشي  او د حکومت لپاره هم  ګټو ر ثابت شي.  
۸.  په هغو برخو کې چې خلک پانګونې ته زړه نه ښه کوي د دولت له خوا پانګونه کول.
۹.  هغه لوی پروژې چې د هيواد اقتصادي وضعيت ورسره په بشپړ ډول تغیر خوري  د دولتي پور له لارې تمویلول.  
۱۰.  د هيواد وګړو ته داسې ذهنیت ورکول چې پر ځان تکیه وکړي له بهرنیو هيوادونو تمه نه کول.
۱۱.  په هيواد کې د پخوانيو زړو فابریکو د حکومت يا د خصوصي سکتور له خوابیا رغول.  
۱۲.  د هیواد طبعي سرچينو لپاره داسې پلان جوړه ول چې وکولی شو خپلې اوږد مهاله پروژې پرې تمویل کړو،   اقتصادي بنسټونه پرې ورغوو،  د انرژی سرچینې پرې جوړې کړو،  داسې پروژې تمویل کړو چې د اوږد مهال لپاره عاید ولري.  

خو اصلي خبره دا ده کله چې په يو هيواد کې  سیاسي بې ثباتي شتون ولري، خلک د راتلونکي په اړه ډاډمن نه وي یانې له نامعلوم حالت سره مخ وي نو هلته پانګوال يا په ټوله کې کاروباریان د کاروبار د ترسره کولو لپاره زړه نه ښه کوي.    حکومت باید ټول امکانات وکاروي تر څو د پانګوالو لپاره د پانګونې ټولې اسانتیاوې    برابر ې کړي.   کاروبارنونه يې بیمه کړي،   پورونه ورکړي،   امنیت يې خوندي کړي،   ځمکې ورکړي،   د بريښنا قیمت ورته ټيټ کړي،   د توکو لپاره يې بازار پیدا کړي او نورې هغه لارې چارې ترسره کړي چې دوی وهڅيږي تر څو په هيواد کې پانګونه وکړي.   له بلې خوا حکومت هم باید په دې برخه کې کار وکړي زاړه سیستمونه لرې کړي د عاید بیلابیلې سرچينې تر لاسه کړي،   توليدي يا پرمختیايي لګښتونه تر سره کړي خو دا هر څه  وخت غواړي فکر غواړي،  اراده غواړي.   که پورتنۍ کړنې د يو منظم پلان له مخې ترسه شي نو تر راتلونکو څو کالو به د بیکاری او نور ټولنیزې ستونزې چې له اقتصادي بیوزلی څخه رامنځته کيږي په دایمې توګه حل شي.  

په خامتا د وطن فخر کړه ملنګ جانه
پردې پشمینه ډکه له پیغوره