عطا: دويم مقاومت پيلوم؛ طالبانو نه زموږ زور درلود او نه يې لري 

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له بي بي سي فارسي سره په يوې تازه مرکې ويلي دي چې طالبان د دوی پر وړاندې بريا ته نه شي رسېدلی؛ دوی د لومړي مقاومت په ترڅ کې هم طالبان مات کړي او اوس به هم د دويم مقاومت په ترڅ کې طالبان په ګونډو کړي. 

عطا محمد نور خبرداری ورکوي چې د احمد شاه مسعود په ژوندون د لومړي مقاومت پر مهال طالبانو د افغانستان زياته برخه نېولې وه؛ ځواکونه ور سره وو؛ الوتکې او ځمکنۍ قواوې ور سره وې، خو بيا هم په دې بريالي نه شول چې د دوی مقاومت ته ماته ورکړي او ټول افغانستان په لاس کې ونېسي. له عطا محمد نور د بي بي سي خبريال پوښتنه کړې چې د افغانستان پوځ د ناټو او امريکا په ملاتړ طالبان مات نه کړل او ثبوت يې هم په اوس ورځو کې د طالبانو وړاندې تګ دی؛ نو تاسې څنګه کولی شي چې د ولسي خلکو په مټ او د دوی په وسله وال کېدو طالبان مات کړی؟ عطا محمد نور يې په ځواب کې ويلي دي چې موږ هغه کسان يو چې شوروي مو مات کړی؛ په تېر کې مو طالبان مات کړي وو او اوس هم دا کولی شو چې طالبان مات کړو. 

عطا محمد نور اوس مهال په بلخ کې هم خلک د طالبانو پر وړاندې وسله وال کړي دي، خو بيا يې هم د بلخ پر امنيتي وضعيت کې کوم تغير نه دی رامنځ ته کړی او په ورته وخت کې د بلخ د ناامنيو او د ملېشه ځواکونو د شتون له امله هلته ترکيې، ايران، پاکستان او جرمني خپلې کونسلګرۍ وتړلې. 

اوس مهال د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو د جګړې اړخ بېل دی، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د احمد شاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې او طالبانو جګړه په دې ډول وه چې شمال ټلوالې سره د روسيې او فرانسې مالي او پوځي مرستې کېدلې، خو بيا يې هم د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بريا نه وه او ډېری کسان يې لکه تورن محمد اسماعيل خان او نور له هېواد بيرون تللي وو. 

اوس وخت کې هم که چېرې په رېښتنې بڼه عطا محمد نور د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي نو د ملېشه ځواکونو پر ځای کولی شي چې په سياسي او پوځي برخه کې د حکومت ملاتړ وکړي او د افغان امنيتي ځواکونو لېکې غښتلې کړې. د عطا محمد نور او نورو قومندانانو ملېشه ځواکونه نه يوازې چې د هېواد په امنيتي وضعيت مثبت اغېز نه شي کولی بلکې خپلسرۍ ته لار پرانېزي او د خلکو په منځ کې د قانون د نشتون ويره خپرولی شي.