ايا رباني پوهيږي څه وايي؟

د هېواد په شمال کې د طالبانو له خوا د جګړې شدت هلته د پخوانيو جهادي څېرو له خوا د ملېشه جوړونې لړۍ پېل شوې ده. د بلخ پخواني والي جنرال عطامحمد نور، د ولسي جرګې غړي عباس ابراهيم زاده او يو شمېر نورو د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم خلک وسله وال کړې دي‌. په ورته وخت کې د هېواد په لویدیځ کې پخواني جهادي قوماندان تورن محمد اسماعيل خان په خپل کور کې په سلګونه کسان راټول او د طالبانو پر وړاندې يې وسله وال کړي. اسماعيل خان خبرداری ورکړی دی چې هرات به له طالبانو پاک او وروسته به په لویدیځه حوزه کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت پيل کړي. 

د محمد اسماعيل خان له لوري دغه اعلان سره د جمعیت ګوند د يوې برخې مشر صلاح الدين رباني له اسماعيل خان د ملاتړ ويلي دي او په لویدیځه حوزه کې يې له خپلو ملاتړو او د جمعيت ګوند له وسله والو غوښتي دي چې د محمد اسماعيل خان ملا وتړي‌. صلاح الدين رباني پر خپلې فېسبوک پاڼې د جمعيت ګوند له ټولو قومندانانو غوښتې دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو پر وړاندې جګړې شروع کړي. 

صلاح الدين رباني د خپلې لیکنې په يوې بلې برخې کې بيا ويلي دي، چې جمعیت ګوند په دې باور لري چې د افغانستان روانه جګړه ستونزې نه حلاوي او جګړه د حل لار نه ده. صلاح الدين رباني لېکلي دي چې موږ په دې باور يو چې جګړه پای ته ورسيږي او ټولې ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته سره کيني‌. 

د صلاح الدين رباني په همدې يوې لیکنې کې مسايل ټکري دي. له يوې خوا پر خپلو کسانو او د جمعیت ګوند پر قومندانانو غږ کوي چې وسلې واخلي، د طالبانو پر وړاندې راپورته او  جګړه پيل کړي؛ له بلې خوا بيا جکړه د حل لار نه بولي او د سولې خبرې کوي. د صلاح الدين رباني په لېکنه کې بله ټکري مسله دا ده چې د طالبانو پر وړاندې جګړې ته ښکته کيږي خو بيا ځان د جګړې دننه نه شمېري. رباني وايي چې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه بس کړي او د سولې له لارې سره ستونزې حل کړي. 

د صلاح الدين رباني دغه دریځ له عقدو ډک دی. دی له يوې خوا له طالبانو سره دښمني لري، له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې هم ورانه ده. دی په دې پار له اسماعيل خان ملاتړ کوي چې په شمال کې عطا محمد نور ته خپله عقده وښيي. رباني اوس په سياست کې منزوي شوی دی. که چېرې په ریښتیا د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي او ورسره مخالفت لري نو بيا په کار نه ده چې افغان حکومت په سیاسي برخه کې تخريب کړي. په هرې ناستې کې د حکومت پر وړاندې څرګندونې کوي او تر دې چې حکومت ته مشروعیت هم نه ورکوي. 

د طالبانو پر وړاندې يې هم دريځ نه - روښانه دی. دی هڅه کوي چې د حکومت له چوکاټ وراېخوا طالبانو سره خبرې وکړي او ډیری وخت يې نیوکې هم دا دي چې حکومت سوله نه کوي. اوس چې کله صلاح الدين رباني د اسماعيل خان له ملېشو ملاتړ کوي او د خپل ګوند قومندانان جګړې ته هڅوي، نو څنګه به دی له طالبانو سره د سولې او خبرو بهیر کې لاړ شي. 

که چیرې صلاح الدين رباني په رېښتني ډول سوله غوښتونکی وي نو بيا دې د طالبانو پر وړاندې د جګړې چيغې نه وهي او که بيا له طالبانو سره دښمني کوي او د ملي امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په پار خپل کسان د جګړې ليکو ته لېږي نو بيا نه ده په کار چې په سیاسي برخه کې د حکومت پر وړاندې ودريږي.