ستر شخصيت او کوچني سياستونه

افغانستان ته د امريکا په راتګ سره حامدکرزی نېږدې یوه - نيمه لسيزه د افغانستان واکمن پاتې شو. د نوموړي د حکومت پيل له يو سخت پړاو او له صفر يې د افغانستان د رغونې او سولې بهير پيل کړ. 

په ۱۳ کالونو کې د حامدکرزي په کارونو او لاس ته راوړنو سترګې نه شي پټېدی؛ خو په ورته وخت کې يې لسګونه تېرونې هم د تاريخ حافظې ته سپارل شوې دي، چې حامدکرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال تر سره کړې دي. 

پراخه فساد او د بهرنيو مرستو ناسم خرڅ د حامد کرزي په حکومت کې هغه دوه مسايل وو، چې تر نن يې د ناسم او مسفد حکومت په ډول ثبت شوې دي. له دې وراېخوا، حامدکرزي د قومونو د يووالي په نوم داسې کړنې تر سره کړې، چې په حقيقت کې يې قومي درزونه پراخه او ځينو کسانو ته يې ستر امتيازونه ورکړل. 

احمد شاه مسعود ته د ملي اتل لقب ورکول، محمد قسيم فهيم مارشال کول، د پنجشير او دايکنډي ولسوالۍ ولايتونه کول او د يو کوچني ولايت ګڼ کسان د حکومت په کابينه کې ځای پر ځای کول؛ د حامدکرزي هغه سياستونه وو، ترڅو خپل واک پرته له سياسي کړکېچونو وړاندې يوسي. 

وروسته له هغه چې حامدکرزی له واک ګوښه شو، بيا هم د ملي مسايلو پر ځای  يې خپل فکر او کړنې پر کوچينو مسايلو راټولې کړې. که څه هم نوموړي ته د محمد اشرف غني له خوا د ملي مشر لقب ورکړل شو، خو دی په دې بريالی نه شو، چې ملي وسي؛ ملي ـ والی يې دومره له احساساتو ډک شو، چې ځان يې د يو قوم دننه په کوچنۍ کړۍ پوري محدود کړ. 

د زمري ۲۸مه چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ده برخه نه اخېستل، د برېښنايي پېژندپاڼې له اخېستو ډډه او پر نورو ملي مسايلو کې چوپتيا او مخالف دريځ د پخواني ولسمشر د سياست هغه برخه ده چې ځيني سياسي کړۍ خوښې وساتي. 

که څه هم حامدکرزی پر ملي مسايلو کې لېوالتيا نه لري خو په يو شمېر نورو کوچنيو ناستو، لکه د احمد شاه مسعود او قسيم فهيم د مړينو په تلين غونډو کې په مينې ګډون، له عبدالله عبدالله، کريم خليلي، محمد محقق او نورو حکومت مخالفو څېرو سره ناستې او ولاړې د نوموړي د سياست بله هغه برخه ده، چې دی يې د عام ولس په زړونو کې کوچنی کړی دی. 

له حامدکرزي د پښتنو ګيله دا ده چې که چېرې همدا د ياد لوحه فرانسه کې د احمد شاه بابا، غازي امير امان الله خان، سردار محمد داود خان او يا هم کومې بلې افغان اغېزناکې څېرې په نوم لګول کېده، د حامدکرزي ګډون خو څه.  چې هسې پر فېسبوک به يې يادونه هم نه وای کړې.