تالاشي

ددروازې مخې ته څوکاډي لیکه ودریدل، دوړو کوڅه په سرواخیسته، غرهاری په کوروکې ناست وګړي وترهول، له راغلوګاډووسله والوداسې په درز ټوپونه واچول تا به ویل کوم بندي ترې تښتي، ددروازې مخې ته ودریدل، ځنځیروشرنګید، دځنځیرله شرنګیدوسریوځای چيغې پورته شوې:
ـ تالاشي
 
دکورخاوندپه منډه دروازې ته راغی. دروازه ېې پرانیستله .دوی ښویه په دروازه وزننوتل ،یوه نارې کړې:
ـ ښځې یوې خواته
 
وسله وال یوپه بل پسې کورته راننوتل، پرته له دې چې دکورله خاوند ه پوښتنه وکړي، سده دیرې ته ننوتل. په دیره کې زړه قالینه هواره وه. په منځ کې دلرګیو وړه المارې چې ټولې خانې ېې په وړو او لویو کتابونو ډکې وې ،دریدلې وه . ترڅنک ېې لویه ارمونیه ایښې وه . ښې لاس ته په کنج کې دوه دوکڼې په پوخونو کې بندې پرتې وې. دکتابونوالمارۍ ته مخامخ په دیوال کې لوی رباب راځوړندو.
 
وسله والوچې تورې پګړۍ ېې په سروې ،دیره په ځیرله سترګوتیره کړه. ټول سره او شنه شول ،غومبسو وچبیچل ،سترغلي ېې وپړسیدل، تندي ېې ګونځې شول، دکورخاوندته ېې برندې سترګې ونیوې. دډلې مشرچې دنوروپه څیرېې سترګې تازه په رنجوتورې وې اواوږدې څڼې ېې ترولورسیدې دکورخاوندته لاس ونیو:
ـ نه ویریږې !؟
دکورخاوندنه یوازې ونه بیرید،په شونډوېې نرۍ موسکا هم وځلیده، دوي ېې په ځواب لاوننګول، په استغنا ېې وویل:
ـ له چا؟ ….غیرله خدایه به نو نورله چا وویریږم، ما چاته څه بدرسولي دي؟
د ډلې د مشرتندی نورهم ګونځې شو، په خونه کې پرتو دټنګ ټکورالاتو ته ېې په وار لاسونه ونیول، بیا ېې ده مخ ورواړاوه، په لوړاوازېې وویل:
ـ له خدایه که ډاریدی، دافتنه به دې کورکې نه ساتل، پوهیږم چې له خدایه نه ډاریږې ـ خو ماویل چې له موږبه وډارشې،
دی بیا هم ونه بیرید، په سړه سینه ېې ځواب ورکړ:
 
ـ له تاسو ولې وډارشم، له کومې ورځې چې راغلي یاست، نه مې سندره ویلې اونه مې کومې الې ته ګوتې ورړي دي؟
دډلې مشرکلک په ولي وواهه:
ـ چپ شه خنځیره، نو ولې دې بیا دا دفتنې شیان په کورکې ساتلي دي؟
بیاېې په دیوال کې راځوړندرباب ته سترګې ونیوې:
ـ ته نه پوهیږې کله چې به نبي کریم دسازاوسرودپه محفل وربراربریده، په غوږونوکې به ېې لاسونه کیښودل.
سندرغاړی چې په ولي ېې کلک ګذارخوړلی و، بیا هم ونه ویریده:
ـ صاحب ولاڅه ووایم؟
دډلې مشروغورید:
ـ ځنګه څه ووایی؟ ولې دې داشیان نه دی ما ت کړي، څنګه دې په کورکې ساتلي دي؟
ـ دامې دپلاراونیکه کسب دی؟ شوق مې دی.
دډلې دمشرسترګې نورې هم سرې راواوښتې، لاس ېې ګوزارته پورته کړ، خوګوزارېې ونه کړ:
ـ غول مه خوره رزلیه، توبه وباسه
هنرمندهم ورپید،په وروېې وویل:
ـ صاحب توبه نوره توره وي که بوره، له هغې ورځې چې راغلي ياست، ګوتې مې دې شیانو ته نه دي وروړي او نه مې اه له خولې وتلې ده.
ـ کوم شیان؟
ـ داچې تاسوېې فتنه بولئ؟
ـ نو ته واېې چې دا فتنه نه ده، منا فقه….
هنرمندغلی شو لکه په ځواب چې فکرکوي . زرېې وویل:
ـ ولاڅه ووایم، که دا شیان اوکارونه فتنه وای، پخوا څنګه خلکو په ډول او سورني خلک غزاته رابلل؟
وسله والو یو بل ته هک پک وکتل، مشرېې وویل:
ـ دادی بیا چیرته اوریدلي دی؟
سندرغاړي دکتابونوالمارۍ ته سترګې ونیوې:
ـ په کتابونوکې
وسله والوبیا یوبل ته وکتل، مشرېې وپوښتل:
ـ په کوم کتاب کې، کتاب خو هم دا یو دي، دالله پاک قران
دقران په آوریدو ټولو په یوه آوازوویل:
ـ بې شکه، لاالله الله محمدالرسول الله
خوهنرمندلکه ددوي یوه خبره چې ېې هم نه وي اوریدلي، په لوړاوازځواب ورکړ:
ـ په تاریخ کې
دډلې مشرسترګې بقې ونیوې، نوروهم اوږې وښورولې، مشر هم ورسره غبرګه کړه:
ـ تاریخ
سندرغاړي سروښوراوه:
ـ هوصاحب ،تاریخ، د افغان او انګلیس په ټولوجنګونوکې
مشرددې لپاره چې بې ځوابه شواو غوښتل ېې خپله ناپوهي پټه کړي ،بیا وغوریده:
ـ جنګ مه وایه، جهاد ووایه، غزا ووایه
سندرغاړي له ویرې، ورسره غبرګه کړه:
ـ ښه صاحب، غزا، جهاد
له دې سره دډلې مشربې ځوابه شو، لکه ماته چې ومني، ارام شو:
ـ ښه نو موږڅه پوه شو چې ته دا فتنې نه غږوې او رمباړې به هم نه وهې .
هنرمندهم لږڅه ډاډشو، په موسکا ېې ځواب ورکړ:
ـ زه خوبه ېې وغږوم ـ خوستاسوله ویرې به ېې څوک واوري؟
مشرهم دخپلې ادارې په زورغاوره شو، دسندرغاړي خبرې خوندورکړ:
ـ داخورښتیاواېې، هغه ورځ ېې یوساده شپون له کلي محبس ته راوستی وچې شپیلۍ ېې غږوله، خوبیرته موخوشې کړ،چې توبه ېې وویسته
دوسله والویوبل تن چې دواسکټ په جیب کې ېې لوی مسواک ایښي وبحث ته راودانګل، سندرغاړی ته ېې لاس ونیو:
ـ نوشپون چې رمه بیا یی او مال ته شپیلۍ غږوي نو ته به ېې نه غږوې؟
بل ملګري ېې په ننګه وویل:
دالاڅه کوئ، وايي ځنې کسان په همدې نغموماران ګډوي .
مشرپنجې یوپه بل کې کيښودې، ده ته ېې وکتل:
ـ ښه، ښه … داځکه ځنې دله ګان وایی چې موسیقي دروح غزاده.
بیا ېې پام سندرغاړي ته واوښت:
ـ ښه اوس دا ووایه چې تا بوځو، که داشیان درنه یوسو؟
هنرمندپه سړه سینه ځواب ورکړ:
ـ څنګه موچې خوښه وي، تاسوواکداران یاست او زه رعیت چې څه قانون وی ما ورته غاړه ایښې ده .
مشرپه خبروکې ورودانګل:
ـ موږبل قانون نه لرو، زموږقانون شرعیت او قران دی، نوپه تا څه باوروکړچې دالعنتي شوق به درکې نه راژوندی کیږي؟
هنرمندوخندل:
ـ صاحب، که ما دا شوق پاللی، اوس به مې دلته دموسیقۍ کورس جوړوای.
وسله وال بیا هک پک شول لکه د کورس کلمه چې په اول واراوري، یوه خوله چینګه کړه:
ـ کورس ېې لاڅه بلاده؟
سندرغاړی دستي ځواب ورکړ:
ـ مکتب
مشرسروخوزاوه:
ـ ښه داسې … دسازاوسرودمکتب
ـ هوصاحب
مشرخپلو وسله والو اوبیا ده ته وکتل ،اوږې ېې پورته شوې، سندرغاړي ته ېې لاس ونیو:
ـ ته وا له تا به نورزړوراوبې لارې هم وي چې له موږنه ویریږي؟
ـ صاحب ،کوموزلمیانوچې راته مراجعه کړې ده، ددې شیانوپه زده کړه لا پیسې هم راکوي .
مشرغوږونوته لاسونه پورته کړل:
ـ توبه، توبه، دې ته وايي دفتنې نشه
بیا ېې وویل:
ـ ښه داسې ده …اوتابیرته شړلي دي؟
ـ هوصاحب، زه په ځان دومره نه ویریږم، پوهیږم چې ددې سپینوډکولحاظ به مې وکړئ، که بندته مې واچوئ خو وهئ خوبه مې نه
مشرېې خبره بشپړه کړه:
ـ داسې خوده، ددوي خو ولاچې په وهلو وهلو پوستکي طالبان وباسي.
بیا ېې خپلو وسله والو ته مخ کړ:
ـ بس دی پریږدئ او دا فتنې راواخلئ چې هم دی له ګناه راوګرځو او هم دنورودفتنومخه ونیسو.
لندن ـ انګلستان
می ۲۰۲۱