د تودو اوبو د چینو مدېریت

څرنګه چې د نړۍ په بېلو بېلو برخو کې د تودو اوبو چینې شتون لري ، کومې چې  تر ډېره د اور غورځونکو سیمو کې موندل کیږي ، چې اوبه یې په خپل جوړښت کې له ځان سره مالګې او نور منرالونه لري چې دوی د تودخې لامل کیږي چې په ټوله کې د منرالي اوبو د چینو په نوم یادیږي ؛ تودې چینې یې یوه برخه ده ، خو نېکمرغه چې دغه الهي ډالۍ زموږ د هېواد په زیاتو برخوکې لکه  هرات، بدخشان، بامیان، وردګ، فاریاب او نورو کې شته دي او هره چینه یوه تر بلې  بېلې ځانګړنې لري.

تر هرڅه اړینه دا ده؛ چې پدې هکله پراخه او هر اړخیزې څېړنې وشي، چې پایله به یې پر داسې نتایجو ولاړه وي چې د هېواد پرمختیا او ځان بساینې زیری به له ځان سره ولري ، د انرژۍ، کارموندنې، د عایداتو زیاتوالي  او د سیاحت د ودې سرچینې بلل کیږي او ځینې یې په لاندې ډول تشريح کولی شو، د تودو اوبو د چینو د مدېریت په برخه کې به څېړنې دا موکه په لاس راکړي؛ ګڼ شمېر هغه هېوادل چې د ځمکپوهنې او یا اړونده څانګو کې یې خپلې زده کړې او تخصص ترلاسه کړی دی؛ په دندو وګمارل شي، چې دلته به هم کار اهل کار ته وسپارل شي او هغه شمېر کورنۍ چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دې لارې ورته عاید رسیږي په ځان بسیا شي.

څرنګه چې دا ډول څېړنې لابراتوار او پرمختللې تکنالوژی ته اړتیا لري، د همدې څېړنیزې اړتیا له مخې به هغه وسایل د امکان او اقتصادي شننې پر اساس هېواد ته را وارد شي، چې د دې ډول کارونو په غښتلتیا سربېره به د نوموړي پروسې څرنګوالی لوړ کړي او یو شمېر د تکنالوژی ماهرین به هم ورسره ورزول شي په راتلونکې به اړتیا نه وي چې بهرني کارکوونکي دلته په لوړ معاش کار وکړي.

له څېړنې وروسته هغه چينې چې د لامبو او یا د حمام لپاره مناسبې وي ، په عصري بڼه د ټولو اسانتیاوو او نړیوالو معیارونو سره  برابرول، ترڅنګ یې د تفریحي پارکونو رامنځ ته کول به یې د دې لامل شي، چې کورني او بهرني سیلانیان یې د لیدنې لپاره  ورشي او یو شمېر سوداګریزې کمپنۍ به یې هم ترڅنګ پانګونه وکړي، تفریحي پارک سربېره  به کار رامنځ ته کړي، د سیمې د ودې لامل به شي او په ټوله کې به د ملي عوایدو کچه زیاتوالی وکړي.

که چېرته د څېړنو او ارزونو پایله د ملي پارک لپاره مناسبه او برابره وي هغه اسانتیاوې او معیارونه د اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي اړخه د ایکو سیستمونو شتون او ژغورونه، ژووشمېر، څرنګوالی او ساتنه، د بوټو شمېر، څرنګوالی او وده  او نور دې ورته هغه سټنډرډونه چې د ملي د پارک د رامنځ ته کېدو لپاره اړین دي؛ پوره شي همدا سیمې په ملي پارک بدلول او د ملي پارکونو جوړښت کولی شي چې شته طبعي سرچینې وساتل شي او د ملي عوایدو کچه هم لوړه شي.

دا چې تودې اوبو چينې معمولا په غرنیو او یخو سیمو کې شتون لري، ښه به دا وي چې د همدې تودو اوبو څخه نږدې هستوګنځیو د تودولو لپاره ګټه واخلو، کوم چې د سرچینې فاصله، تودخه، د ځمکې میل، د اوبو کچه او نورو ارزول په کې مهم دي خو دا هم له امکانه لېرې نه ده چې مصنوعي یا دویمي تودخه ورکړل شي ځګه چې دا اوبه په خپل ځان کې مالګې لري تر ډېره حده تودې وي ، کم تودخه کولی شي چې اوبه په جوش راولي، هم په طبعي او هم مصنوعي ډول تودخه د دې لامل کیږي چې د سونګ توکي کم وسوځي،  لګښت یې کم شي، دژوند د چاپېریال  په پاک ساتلو کې هم راسره مرسته کوي او بر سېره پر دې د خوږو یا د څښاک اوبو د زیات لګښت مخه هم نیسي.

د دې تر څنګ هغه څه چې مهم دي ، د ضایع شوو اوبو مدېریت دی ؛ چې پداسې بڼه ټولې یا کنترول شي چې اوبو او نورو موجوداتو د ککړتیا لامل نشي ، پر دې برسېره هغه چینې چې اوبه یې د معیاري حد څخه زیاتې مالګې او نور مواد ولري د انسانانو سربېره د ژوو او د کرنیزو بوټو ژوند ګواښي او باید اوبه یي اوبیزو سرچینو ته ور ګډې نشي.