دا يونانی عالم او فيلسوف د عيسی ع له زږېدنې ۴۷۰ کاله وړاندې زږېدلی وو. دی د يونان په آتن کې پيدا شوی وو. سقراط د لوېديځې فلسفې (Western philosophy) بنسټګر شمېرل کيږي. (لوېدېځه فلسفه/Western philosophy، د لوېدېځې نړۍ فکر او ليد ته ويل کيږي.) له سقراط کوم لېکلي څه په ميراث نه دي پاتې بلکې د ده فلسفه، فکر او ليدلوری د آنتیستنس، آریستیپوس، آریستوفان او افلاطون په څېر نورو فيلسفوفان وړاندې کړي دي. سقراط نېږدې ۷۱ کاله عمر ژوند وکړ او له ميلاد وړاندې په ۳۹۹ کال کې ومړ. د سقراط فکر د افلاطون له خوا په ډيالوګ بڼه وړاندې شوی چې وروسته د Socratic dialogues په نوم يې شهرت پيدا کړ.
د نوموړي د مرګ داستان داسې دی چې د هغه وخت د آتن د حکومت له خوا سقراط په دې تورن شو، چې ځوانان بې لارې کوي او د حکومت پر خدايانو باور نه ساتي. دغه کړنې سقراط ته جرم حساب شوې او زنداني شو. د زندان په وروستيو کې پر سقراط د مرګ حکم وشو. هغه وخت چې دی مړ کيږي زمينه داسې ورته برابره شوه چې له زندان وتښتي او د ملګرو غوښتنه يې هم دا وه چې بايد وتښتي خو نوموړي دا مساله رد کړه او زندان کې پاتې شو. افلاطون د سقراط د مړينې په اړه ويلي دي چې ده د hemlock د بوټي زهر خوړل او په دې ډول سره ومړ. افلاطون وړاندې ويل دي چې د hemlock زهر په يو غړپ سقراط پورته کړل او پرته له دې چې په څښاک کې يې زړه نه زړه شي، ځان يې ووژلو.
د سقراط لس بنسټېز فلسفي ليدلوري:
۱- Socratic Technique: په لوېدېځه فلسفه کې Socratic Technique د سقراط هغه هنر وو چې ده په يوې موضوع پرې بحث کولو. د سقراط د مجادلې او بحث هنر او طريقه داسې وه چې ده به لومړۍ د يوې موضوع په اړه څو پوښتنې راپورته کړې. بيا به يې موضوع په مختلفو برخو ووېشله؛ په اخير کې به يې د يادې موضوع پايله وړاندې کړه چې تر ډېره به د قناعت وړ هم وه. سقراط دا عادت هم درلود چې يوه موضوع به يې د پوښتنو په ډول وېش کړه او پر ځای دا دې چې دی يې ځواب ووايي نور به يې اړ کول چې د شويو پوښتنو په اړه د فکر پر اساس د موضوع ځواب پيدا کړي.
۲- د سقراط پارادوکس Socratic Paradoxes: پارادوکس ټکر ته وايي. ټکر په دې مانا چې خبره په خپل ځان کې سره په ټکر کې وي. د بېلګې په ډول: د شتمن کېدو او د پيسو د سپما لپاره بايد پيسې خرڅ نه شي، خو چېرې د پيسو خرڅ او مصرف ډېر وي نو بيا سپما نه کيږي. اوس که ووايو چې د پيسو په مصرف سره پيسې سپما کړه، نو دا يوه پارادوکس جمله ده. د سقراط په خبرو کې هم پارادوکس شتون درلود. د بېلګې په ډول ده ويلي وو، چې زه پوهيږم چې زه په هېڅ نه پوهېږم (I know that I know nothing). دا يو پارادوکس دی. کله چې دی په هېڅ نه پوهيږي نو څنګه په دې پوهيږي چې (زه پوهيږم)؟
۳- رېښتنوالي Righteousness:
سقراط پر رېښتوالی عقيده درلوده. ده ويل چې يو انسان بايد د مادي شتو لپاره مبارزه داسې وکړي چې صداقت او رښتنوالي خپله کړي. ده صداقت داسې ښوودلو چې که يو څوګ يې نه لري نو هڅه دې وکړي چې تر لاسه يې کړي.
۴- ديموکراسي: د سقراط په اړه ويل شوي دي، چې د رايو پر بنسټ د حکومت جوړښت سره چې ولسواکي او ديموکراسي ورته وايي مخالف وو. له ديموکراسۍ سره د سقراط مخالفت د افلاطون د جمهوريت له کتاب راخېستل شوی او ډېری اوسني عالمان په دې کې هم بحث لري چې سقراط د ديموکراسۍ خلاف وو. دوی وايي چې د حکومت د ډول په اړه د سقراط خپله لېکلي فلسفه نشته او هغه څه چې د رد په ډول ويل کيږي دويم لاس مساله ده چې افلاطون له سقراط نقل کړې ده.
۵- د سقراط بله عقيده دا وه چې ښه ده چې يو کس ته د بدې کړنې په بدل کې سزا ورکړل شي. ده باور درلود، چې يو بد عمل بل ډېر بد عمل منځ ته راوړي او دا دواړه بيا روح په عذاب کې اچوي. د سقراط په عقيده چې که چېرې يو کس ته د بد عمل په مقابل کې سزا ورکړل شي نو روح به يې ارام شي.
۶- سقراط دا ميتود هم درلود چې د بحث او مجادلې پر مهال به يې ځان داسې فرض کړ چې دی نه پوهيږي. دې کار سره به نوموړي خپل د نظر خلاف کسان وهڅول چې دوی ځواب ووايي او ډاډمن شي چې دوی پوهيږي. د سقراط دغه طريقې ته Socratic Irony وايي.
۷- پر سقراط د آتن د حکومت تور دا وو چې د دولت د خدايانو پر ضد او خلاف دی. سقراط يې په ځواب کې ويل چې نه يوازې دی د خدايانو خلاف نه دی بلکې دی د خدايانو لپاره کار کوي. سقراط ويل چې که چېرې روح په ارام وي نو انسان به ښه کارونه کوي او په دې کارونو سره به ټول د آتن ښار په ارام وي. د آتن ښار خدايانو دوی ته ورکړی دی او د يو ښه ښار شتون په دې کې نه دی چې خلک دې شتمنۍ ولري، بلکې په دې کې دی چې خلک بايد روحاً وروزل شي.
۸- سقراط به ويل چې موږ ته هغه وخت عقل راځي چې کله پوهه شو چې موږ د خپل ځان، نړۍ او چاپيريال په اړه يا هېڅ نه پوهيږو او يا هم ډېر کم پوهيږو. د ده په عيقده که يو څوګ ووايي چې زه په هر څه پوهيږم نو مطلب دا چې تر اوسه ورته عقل نه دی راغلی.
۹- سقراط ويل چې هر نارينه بايد واده وکړي؛ که ښځه يې په نصيب شوه نو خوښ او که بده يې په برخه شوه نو فيلسوف به ورڅخه جوړ شي.
۱۰- د سقراط په نقل شوي افکارو کې به تر ټولو ډېره دا خبره پيدا کړی چې د ويلي زه پوهېږم چې زه په هېح هم نه پوهېږم؛ I know that I know nothing.
وروستي