د افغانستان په دې روانې شل کلن جګړې کې څلور ډوله کسان ښکېل دي. يو يې هغه مشران دي چې د پرديو له خوا دغه جګړه ورته د پروژې په ډول ورکړل شوې ده؛ د نړۍ او سيمې هېوادونه د يو شمېر دغه افغانانو په وجود جګړه تازه ساتي او له دې لارې په کې خپلې سترې موخې تر لاسه کوي. دغه کسانو ته پراخه مالي او معنوي امتيازونه ورکول کيږي او دوی هم د نورو لپاره د پرديو مېندو پر زامنو بې رحمه جګړه کوي. دويمه ډله هغه کسان دي چې د عقيدې پر اساس يې جګړې ته ور دانګلي دي. دوی داسې عقيده او باور اخېستی دی او يا هم ورکړل شوی دی چې بايد وجنګيږي. مطلب د طالب دا عقيده چې هېواد اشغال شوی دی او د امنيتي ځواکونو دا عقيده ده، چې له هېواد ننګه، ساتنه او دفاع وکړي. بله ډله مجبور او اړ جنګيالي دي، چې د مجبوريت پر اساس يې توپک اخېستی دی. د حکومت په چوکاټ کې هغه سرتيري چې د کورنيو د خرڅ لپاره يې توپک اخېستی دی او د طالب جنګياليو ترمنځ هغه کسان چې يا ځپل شوي او ځورېدلي دي او هم يا هم هغه جنګيالي چې طالبان يې پر سيمو واکمن دي او که چېرې جګړې ته لاړ نه شي نو ګواښل کيږي.
له پورته درېيو ډلو وراېخوا ځيني کسان د جګړې له ډګره، د ټوپک له ډز، په وينو کې د ککړ او وژل شوي افغان له لېدلو خوند اخلي. هغوی چې له جګړې خوند اخلي د لومړۍ ډلې کسان دي. په دې شله کاله جګړه کې يې سياسي او مادي پراخه ګټې وکړې. د ثروت او نفوذ څښتانان شول، شتمنۍ يې پيدا کړې، نومونه يې جوړ کړل او لنډه دا چې زر او زور يې په کې پيدا کړل. د لومړۍ ډلې جګړه مارانو د ژوند له هرې شيبې خوند واخېست او په ژوند کې يې د خوند اخېستنې بيلا بېل ډولونه تجربه کړل. دوی مختلف خوراکونه وکړل، په هېواد کې او له هېواد بهر يې د ژوند او راحت ودانۍ او سوداګريز مرکزونه جوړ کړي دي، يوه اوونۍ په هېواد او بله اوونۍ د نړۍ د هېوادونو په عايشو هوټلونو کې تېريږي. هغه وخت چې د راحت او ښاري ژوند ستړي شي نو بيا لکه عربان چې دښتو او غرونو ته ښکار پسې ځي، دغه کسان د انسانانو ښکار پسې د افغانستان ولسواليو او غرونو ته پورته شي.
د عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، عباس ابراهيم زاده په څېر يو شمېر نور نيکټايي لرونکې د خپل استراحت وخت داسې تېروي چې د انسانانو ښکار پسې ځي. دوی ټوپک په غاړه کړي، پر مختللې کمرې واخلي او د طالب په نوم افغانان داسې وژني لکه د غره هوسۍ او نور ژوي. کاش د دوی جګړه په رېښتيا هم مخامخ او ټټر په ټټر له طالب سره وایی. دوی چې کله جګړې ته ځي په لسګونه موټرې يې تر شا وي؛ د جګړې د هر تکتيک پر خلاف يې لښکر جوړ کړی وي؛ کله پرې يوې خواه د ټوپک شپلۍ ور سمې او کله بيا پر بلې خوا د درندو وسلو له ازموينې خوند اخلي.
د عطا او دوستم دا ډول جګړې د حکومت له بوديجې کيږي. د پوځ سرتيری په مياشتو مياشتو محاصره وي؛ نه وسله ورته رسيږي او نه هم ډوډۍ؛ د ټپيانو لپاره د لېږد وسايل او چورلکې نه وي، خو بيا هغه وخت چې عطا محمد نور او عبدالرشيد دوستم د انسان وژنې د ښکار په بڼه د جګړې لېکو ته ځي، فلمي صحنې په رېښتني افغان وژنې کې جوړه وي، له توپ او ټانک نېولې بيا تر چورلکو هر څه ورته برابر او چمتو وي. د دوی هر قدم له انځور سره وي او پر ټولينزو رسنيو له اخېستو سره سم پورته کيږي.
تازه به مو پر فېسبوک د عطا محمد نور او د هغې د زوی خالد نور انځورنه چې بلخ ولايت کې يې اخېستي دي لېدلي وي. دومره سېنګار به په بالېود فلم کې يوې فلمي - جنګي صحنې ته سلمان خان هم نه وي کړی، لکه دوی. کش اتو کړې او نوې درېشۍ، پر مخ د فېس واش کريمونه او د ټوپک له شپلۍ سره بيلا بيل انځورنه.
د دغه ډوله خلکو داسې اداګانې د هغه چا پر ټپونو د ملګو شېندل دي چې بيګاه ته د يوې ټوټې ډوډۍ په ارمان دي او د هغه سرتيري کورنۍ ته د غم نوې څپې دي چې په دې جګړه کې د مجبوريت او هېواد سره د مينې پر بنسټ وژل شوی دی.
وروستي