دعا څه ده؟

دا بحث د یوې بنسټیزې پوښتنې په ډول د  دعا د قبلیدو او نه قبلېدو په اړه پیلېږي او دا پوښتنه نورې فرعي پوښتنې هم له ځان سره لري. د بحث سټرکچر دا پوښتنه تشکیلوي؛ که زموږ غوښتنه حقه وي؛ نو الله عزوجل خو په پټو او ښکاره‌و خبر دی، زموږ له غوښتنې پرته یې هم را پوره کولای شي او که یې مستحق نه وو، په هېڅ وجه دعا نه اجابېږي؛ د دې خبر مانا دا ده، که په کوم کار یا شي کې زموږ مصلحت یا خیر وي، پرته له دعا یې هم رب موږ ته را په برخه کوي او که مو په خیر نه وي زموږ له ډېر ټینګار سره یې هم نه را کوي. بیا نو زموږ دعا ته اړتیا څه ده؟ د دعا رول څه دی؟ آیا د دعا قبولیت هم شرایط لري؟ ولې زموږ دعاوې نه قبلېږي؟
 
د دعا په هکله به مو ډېر څه اوریدلي وي، لکه: دعا د مؤمن وسله او وسیله ده، دعا بهترین عبادت دی، دعا رواني تسکین دی، دعا د بې‌وسه انسان هیله ده.
 
دعا عبادت دی: که فرض کړو چې دعا عبادت دی؛ نو بیا پرته له دې چې دنیوي ګټه یې وسنجوو باید دعا  وکړو، پرته لدې چې موږ یې ګټه محسوسه کړو دعا باید وکړو، پرته لدې چې منطق یې وپلټو باید دعا وکړو؛ ځکه چې د بنده کله په رب باندې ایمان وي د هغه ایمان ساتل عبادت ته اړتیا لري، نو باید دُعا وکړو. الله ج وایې: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِىٓ أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِى سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ[سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : ۶۰] ژباړه: ستاسي رب وايي: "ما وبولئ، زه به ستاسي دُعاوي قبولې کړم، كوم كسان چي په غرور كولو سره زما له عبادت څخه مخ اړوي، هغوى به هرو مرو ذليل او خوار دوزخ ته ورننوځي.
 
په لاندې آیت کې رب په اخطارآمېزه وایي: قُلْ مَا يَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّى لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًۢا[سُوۡرَةُ الفُرقان : ۷۷] ژباړه: [اې محمده (ص)!] خلكو ته ووايه: "زما رب تاسي ته هېڅ اړتیا نه لري؛ كه تاسي هغه ونه بولئ. اوس چي تاسي د درواغو نسبت کړی دى، ډېر ژر به هغه سزا ومومئ چي ځان ژغورل به در ته ګران وي.
دا څه ډول اخطار دی؟ دا دربوبیت الزامي ګوتڅنډنه ده، لکه بل ځای کې چې اُمت ته د تبدیلۍ ګوتڅنډنه کوي، دلته دُعا ته د عبادت درجه ورکوي او عبادات د ایمانیاتو د ټینګښت او پایښت لپاره الزامي ګڼل کیږې.
 
دعا رواني تسکین دی: فرض کړئ دعا یوازي رواني سکون دی، نو بیا دعا د انسان د روان تابع ده او انسان په رواني لحاظ روزل کیږي، شوني ده چې د انسان روان داسې وروزل شي چې هیڅ د دعا اړتیا احساس نه کړي او شوني ده چې هر کار ته دعا وکړي او پرته له دعا نه یې هېڅ کار تحقق ونه مومي. ددې لپاره چې مؤمن سکون حاصل کړي او باور وکړي نو رب فرمایې: وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِى وَلْيُؤْمِنُوا بِى لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۸۶] ژباړه: او [اې پيغمبره (ص)!] زما بندګان كه ستا څخه زما (د لرې‌والي یا نېږدې‌والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووايه چي زه ورته ډېر نېږدې يم: بلونكى چي كله ما وبولي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوی ته ښايي، چي زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي(ته دا خبره هغوی ته واوروه)، كېداى شي چي سمه لاره ومومي.
دلته د سمې لارې د موندلو احتمال په دعا سره وړاندې شوی.
آیا دا د دنیایې چارو په هکله ده او که د اخروي؟
له سمي لارې څخه مطلب اهْدِنَا الصِّرٰطَ الْمُسْتَقِيمَ ده او د دې نیغې لارې په اړه خورا ډېر نور قراني دلایل شته چې موخه یې آخرت دی دا نړی؛ بناً مومن خپل تسکین په دعا سره د عقبی په ترلاسه کولو حاصلوي.
 
دعا د بي‌وزله انسان هیله ده: که فرض کړو چې دعا د بې‌وزله انسان هیله او امید ده، نو زورور او واکمن بیا دعا ته اړتیا نه لري. د بيچاره او مجبور انسان په هکله قران فرمایې: وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِى الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّآ إِيَّاهُ ۖ فَلَمَّا نَجّٰىكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ ۚ وَكَانَ الْإِنسٰنُ كَفُورًا[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : ۶۷] ژباړه: كله چي په سمندر کښي پر تاسي مصيبت راځي، نو له هغه يوه ذات څخه پرته چي نورو ته بلنه وركوئ، هغوی ټول ورکیږي. خو كله چي هغه تاسي ژغوري، وچې ته مو رسوي؛ نو تاسي له هغه څخه مخ اړوئ. په رښتيا چي انسان ډېر ناشكره دى.
دلته د دنیاوي چارو په هکله دعا کول ته اشاره ده، په دې مانا چې کله انسان د مجبوریت او بې‌وسۍ وروستي حد ته ورسیږې، خدای یې دعا قبلوي، نه دا چې یوه د نیایي چاره په نورو وسیلو تر سره کیږې؛ خو ته شپه او ورځ دعا ته لګیدلی وې.
 
آیا د دعا قبولیت هم شرایط لري؟
په دیني نصوصو کې خو ځواب هو ده او په شرایطو یې ډیر حدیثونه راغلي، خو د ځواب له عیني واقعیت سره سر نه خوري، په پورتني ایت کې رب د هېڅ شرط ذکر نه‌دی کړی. بلکې مجبوریت او مصیبت یې یاد کړي دي؛ حتا مسلمانېدل یې هم نه دې یاد کړي، بلکې هر څوک چې د سیند په منځ کې را ګیر شي هغه یوازي له یوه الله ج څخه مرسته غواړې دا خو پریږده چې نور شرایط دې د دعا قبولیت ته وړاندې شې.
که د شرایطو خبره حتمي وې نو، آیا ټول اسلامي اُمت کې څوک نشته چې د دعا د قبولیت شرایط یې پوره کړي وي؟ او که شرایط دومره سخت وي چې ټول مسلمه اُمت یا زموږ په دېرش میلیونه مسلمانو، مؤمنو، مجاهدو، غازیانو، ملایانو، صدیقینو او پرهیزګارو په وسه نه وې بیا خو نو شرایط نه شول؛ البته د دنیوي چارو په باره کې چې تر کومه ځایه وینو د چا دعا نده قبوله شوې، ځکه چې مجبوریت یې دنیوي حل لارې لري او موږ هغو حلونو پسې نه ګرځو یوازي په دعا باندې اکتفا کو. د بیلګې په توګه زموږ دیرش میلیونه او څه باندې د نوري دنیا مسلمانان دا دیرش کاله کیږي د سولې دعاوې کوي خو سوله لا تراوسه هم نده راغلې ولې؟ ځکه چې سوله خدای ج نه راولي بلکې د انسانانو ترمنځ د تفاهم په واسطه ممکنیږي.
 
پر دې بنسټ ویل شم، چې له دعا له هیڅ دنیوي تمه نه لیدل کېږي، پدې مانا دعا یوازې یو رواني تسکین دی او د ژوند پر چارو اغېز نه ښندي، بلکه دعا عبادت دی، چې په اخرت کې به یې خدای(ج) اجر ورکړي او له خپل رب سره د اړیکې جوړولو ښه وسیله ده. د روانپوهنې پر بنسټ یو تحلیل دا کېدای شي، چې یو انسان د یوې چارې لپاره ډېره  مثبته هیله او انګېزه په ذهن کې ولري، مانا د یو سخت کار په اړه دعاګانې وکړي او دا دعاګانې پر یوه مثبته ذهني انرژي واوړي، فرد د دغه مثبتې انرژۍ په درلودلو سره ډېر کوښښ وکړي او مطلوب وضعیت ته ځان پرې ورسوي؛ خو دا، دا مانا نه لري، د ده دعا قبوله شوې ده.
هغه چارې چې د انسانانو د کړو وړو په وسیله میسریږي په هغو کې دعا ته اړتیا نشته او هغه څه چې یوازې د خدای(ج) په وس پوره وي، بیا نو داسې ویل پکار دي: لکه الله چې وایې: إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ[سُوۡرَةُ الفَاتِحَة :۵] ژباړه: موږ همدا ستا عبادت کوو او هم دا ستا څخه مرسته غواړو.
وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبديلًا
د دې آیت شریف په تفسیر کې راځي، چې د الله تعالی په سنتو کې تغیر نه راځي، پر طبعیت حاکم قوانین د خدای سنت دي، چې د انسان په دعا سره د تغیر وړ نه‌دي؛ ځکه خدای(ج) په صراحت سره ویلي دي.