
DNA او RNA د انسان په حجرو کې دوه مهم ماليکلونه دي. انساني حجره کې د Deoxyribonucleic acid په نوم تيزابو لنډ نوم DNA دی او همدا ډول RNA د Ribonucleic acid لنډ نوم دی. دوی دواړه د جنټيکي مالوماتو د ذخيرې، لېږد، اړولو او لوستلو مسووليت لري. د دغه دوه ماليکولونو په جوړښت کې تر ډېره خواږه شتون لري. RNA له ریبوز خواږو او بيا DNA له يو څه توپير قند چې ديوکسیي ریبوز خواږه نوميږي جوړ شوي دي.
۱- د انسان په وجود کې د ډي اِن اې DNA بنسټزې دندې:
- د يو ژوندي موجود ټولې وراثتي او جنيټکي ځانګړې په ډي اِن اې DNA کې شتون لري.
- ډي اِن اې DNA دا دنده لري چې د يو ژوندي موجود په بدن کې د هغې د ودې، ژوندي پاتې کېدو او تکثر ټولې لارښوونې او مالومات ذخېره کوي.
- ډي اِن اې DNA دا دنده لري چې کله له يوې مور حجرې لور حجره پيدا کيږي، نو ډي اِن اې DNA ټول ارثي مالومات ورته لېږدوي او بيا په دې ډول له يو نسل بل نسل ته يانې له پلار او مور لور او زوی ته د جنيټکي مالوماتو د لېږد مسووليت د ډي اِن اې DNA دی.
د ډي اِن اې DNA او ار اِن اې RNA ترمنځ توپير:
- ډي اِن اې DNA جنيټکي مالومات ساتي خو بيا ار اِن اې RNA دغه مالومات په داسې بڼې اړوي چې د کار او ګټې اخېستې وړ شي.
- ار اِن اې RNA يو رشته ييز جوړښت لري خو بيا ډي اِن اې DNA له دوه رشتو جوړ شوی کيمياوي ماليکول دی. ز د ار اِن اې RNA په نسبت ډېر اوږدوالی لري. ډي ان اې يو اوږد پوليمير دی چې ساده يوونونه (واحدونه) يې د نيوکليوټايډ په نامه يادېږي. دا پوليميري لړۍ د قندونو او فاسفېټو د ډلو نه جوړه شوې شمزۍ په مرسته سره يوځای نښتې
- د ډي اِن اې DNA دېره برخه د يو ژوندي موجود د حجرې په هسته کې شتون لري او همدا ډول د ډي اِن اې DNA کمه اندازه د حجرې د سايتوپلازم په ميتوکندريا کې هم شته. له بلې خوا، ار اِن اې RNA څلور ډوله ده؛ چې ډېره برخه کې په سايټوپلازم اوکمه برخه يې د حجرې په هستې کې شتون لري.
- د ار اِن اې RNA په نسبت ډي اِن اې DNA د انسان په حجره کې يو ثابت ماليکول دی او په همدې بنسټ ورته د جنيټيکي مالوماتو د ساتنې دنده ورکړل شوې ده.
- ډي اِن اې DNA دا وړتيا لري چې د الټرو وایلیټ وړانګو پر وړاندې مقاومت وښيي او ژر پرې اغېز نه کوي خو بيا ار اِن اې RNA د الټرو وایلیټ وړانګو په وسيله ژر تخريب کيږي.