د زړه ناروغي: نښې - نښانې، لاملونه او د مخنېوي لارې -چارې يې 

د زړه ناروغۍ یو له هغو خطرناکو ناروغیو څخه ده، چې د انسان ژوند ته لوی خطر پېښوي. د زړه ناروغۍ له سټریس سره مستقیمه اړیکه لري، او هغوی چې منفي فکرونه، او سټریس لري ډېر زیات د دې ناروغۍ ښکار کېږي.

د زړه ناروغۍ نورې نښې نښانې دا دي:
۱ـ د پښو تلې سوځېدل
۲ـ سردردي لرل
۳ـ ستوماني
۴ـ سرچرخی یا د سر تاوېدل
۵ـ کله چې ویده یاست نو د زړه غږ مو اورېدلی شئ

هر کال په نړۍ کې له ۱۷میلیونه څخه ډېر کسان د زړه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه لاملونه چې د زړه ناروغۍ ډېروي، او د زړه حملې سبب کېږي په لاندې دول په ګوته کېږي: 
۱ـ د وینې لوړ فشار
۲ـ د تمابو یا دخانیاتو څخه ګټه اخیستنه
۳ـ چاغوالی
۴ـ ورزش نه کول او تل استراحت کول
۵ـ ذهني فشار
۶ـ د مالګې ډېر استعمال

د زړه ناروغۍ په سړیو او ښځو کې یو شانتې پېښېږي، د امریا يه نیویارک کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز په دې اړه داسې وايي، چې په ټوله نړۍ کې یوازې ۵۴ سلنه ښځې د زړه ناروغۍ ګواښ ته متوجه شوې دي. 

په نړۍ کې د زړه د ناروغیو په اړه وړاندوینه، او درملنه یې  ډېره جدي مسئله ده، چې باید ډېر پام ورته وشي. خو یوې تازې څېړنې دا ښودلې چې په امریکا کې ، په هره ۴ ښځو کې یوه ښځه د زړه په ناروغۍ اخته ده.

په امریکا کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز داسې وایي، د زړه ناروغۍ د ښځو د مړینې اصلي لامل دی. چې  په هرو څلورو مړې کېدونکو ښځو کې یوه حتمن د زړه ناروغۍ له امله مړه وي.

د امریکا  نیویارک په  هیل لنوکس نامتو روغتون کې د ښځو د زړه د روغتیا د موسسې ريیس، او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر سوزان شتاینباوم په دې اړه داسې څرګندونې کړي: د زړه ناروغۍ د دې امله پېښېږي چې د زړه رګونه تنګېږي، د انسان زړه له څلور بېلابېلو برخو څخه جوړ دی چې د همدې امله د زړه د رګونو ناروغۍ هم سره توپیر لري. 

که غواړئ چې د زړه له ناروغۍ ځان وژغورئ نو دا ټکي په پام کې ونېسئ:
۱ـ هره ورځ د شین چای څښل عادت وګرځوئ، خو دې ته مو پام وي چې ځینې خلک بیا چای له حده ډېر تېز یا ټينګ کوي، چې دا کار مو روغتیا ته بدې پایلې درلودی شي.

۲ـ ورزش یا سپورت کول د انسان روغتیا لپاره اړین څیز ده او له نیکه مرغه د زړه ناروغان او هغوی چې غواړي په دې ناروغۍ اخته نشي، نو په منظم ډول دې ورزش وکړي.

۳ـ هره ورځ وچه مېوه وخورئ، د وچې مېوې خوړل مو د بدن کلسټرول کچه ټيټه ساتي او تر څنګ یې د زړه ناروغۍ لپاره هم خورا ګټور وي.

۴ـ د یوې څېړنې په پای کې دا جوته شوې ده، چې د کالوریز لرونکو خواړو خوړل، د سهار چای څښل او د شپې لخوا کم خوراک کول د زړه حمله، فالج او هغه ناروغۍ چې ویني پورې تړلې وي، ګواښ راکموي.