د پښو شخوالی څه ډول ناروغۍ ده، په اړه یې دلته ولولئ

د پښو شخوالی یوه عامه روغتیایي ستونزه ده، چې په بېلابېلو عمرونو کې انسان ته پېږېږي. خو دا ناروغۍ بیا ډېر عمر لرونکو او اومیندوارو ښځو کې تر بل هر چا ډېره لیدل کېږي.

د انسان هره پښه له ۲۶ هډوکو او ۳۳ مفصلونو څخه جوره ده، د دواړو پښو هډوکو شمېر ۵۲ او د مفصلونو شمېر ۶۶ ته رسېږي،  چې په دې سره د انسان د ټول بدن له هډوکو څخه ۲۵ سلنه یې یوازې د پښو هډوکي دي. 

کله چې د انسان پښې تر بلې هرې برخې څخه د ډېرو مفصلونو او هډوکو درلودونکي دي، نو خامخا به د د هډوکو او مفصلونو یو شمېر ډېرې ناروغۍ هم په پښو کې وي.
د پښو شخوالی ستونزه  یا درد په عمومي ډول په بدن کې د اوبو د کمښت یا هم پرعضلاتو د فشارله امله رامنځته کېږي. 

په دې لیکنه به تاسو ته  یو شمېر هغه لارې چارې په ګوته کړو، له دې ستونزې درملنه به وکړئ:

۱ـ ډېرې اوبه وڅښئ
 مخکې مو هم د دې یادونه وکړه، چې په بدن کې د عضلاتو شخوالي او درد د اوبو د کمښت په سبب رامنځته کېږي، نو اړینه  دا ده، چې په ورځیني ډول اوبه څښل عادت وګرځوو.
 د اوبو څښل نه یوازې دا چې د ګڼو ناروغیو مو ساتي، بلکی زمونږ بدن سره د دې مرسته کوي چې خپل فعالیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

۲ـ له ډېر کېناستلو ډډه کول
ډېر کېناستل د مفصلونو د درد یو ستر لامل ده، چې وروسته بیا په لویو ستونزو هم اوښتی شي.
د انسان بدن داسې جوړ دی، چې مونږ باید هره ورځ بېلابېل فعالیتونه ترسره کړو، شاید دا تاسې ته هم جوته شوي وي، زمونږ په ټولنه کې هغه کسان تر ټولو غښتلي دي چې ډېر کار کوي. که څه هم په ونه ټيټ او له اندامه به وچ وي، خو د دې لپاره چې دوی هره ورځ ډېر فعالیت ترسره کوي نو له ډېر ناروغیو په امان پاتې کېږي. نو کوښښ وکړئ، چې د کور دننه او بهر واړه او لوی کارونو کې برخه واخلئ.

په ځانګړې توګه هغه ښځې چې اومیندواره وي، له کېناستو ورته د کور کارونه کول غوره دي.

۳ـ منرالونه ترلاسه کول
که چېرته تاسې د پښو له شخوالي ناروغۍ سره مخ یاست نو په خپل غذایي لېۍت کې مو داسې خوړو ته ډېر ځای ورکړئ، چې په هغه کې کلسیم، پوتاشیم، میګنیزیم او سودیم شتون ولري. د یادو منرالونو کچه په مناسب ډول ساتل مو له دې ستونزې څخه خلاصوي.
 
۴ـ د پښو مالش
له دې ستونزې نه د ځان ژغورلو بله لاره د پښو ماساژ یا مالش دی، چې په ورځيني ډول مو پښې د بادام یا زیتونو په غوړو ماساژ کړو.
د پښو غوړول او د ۲۰ دقیقو لپاره لمر ته په ازاده فضا کې، چې د لمر وړانګې په مستقیم ډول زمونږ په پښو ولږېږي، مونږ سره د دې مرسته کوي، چې ورځيني ډول د مفصلونو له درد او د ویټامین ډي له کمښټ سره مخ نشو.

۵ـ د مڼې سرکه:
د مڼې د سرکې څخه ګټه اخیستنه بله هغه لاره ده، چې پښو د عضلو د درد یا  شخوالي له ستونزو څخه مخنیوی وشي.د مڼې په سرکه کې شته سودیم، میګنیزیم او پوتاشیم زمونږ د بدن اوبه پوره کوي.