هېواد کې د جګړې شدت د سولې بين الافغاني خبري هم يو ناڅرګند برخليک ته وړې دي. اوس مهال د رسنيو سرټکي د طالبانو له خوا د ولسواليو نېول؛ د امنيتي ځواکونو تکتيکي شا ته تګ، بېرته د امنيتي ځواکونو له خوا د ولسواليو کنټرول او هره ورځ دا چې هلته او دلته دومره طالبان او په دې شمېر افغان ځواکونه وژل شوي دي. امريکا نېږدې شل کاله افغانستان کې جګړه د خپلو ګټو په پار مشري کړه. شل کاله يې جګړه په بېلا - بېلو نومونو توده وساتله. له شل کلن جنګ وروسته يې د خپلو ملي ګټو د ساتنې سياست داسې شو چې دوی بايد له افغانستان ووځي خو په ورته کې د افغانانو ترمنځ به جګړه روانه وي. د امريکا له خوا پلان شوې، د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې د تازه څپرکي د عمر پته نشته، چې څو کاله او څومره وخت به په بر کې نيسي.
هم حکومت او هم طالبان، له يوې خوا د سولې چيغې او شعارونه ورکوي او له بلې خوا داسې په بې رحمه ډول د يو او بل په وژنې بوخت دي، چې د يو افغان او مسلمان فکر بيخي له ذهنونو وتلی دی. دوی خپله بريا او وړتيا په ډېرو وژنو کې ګوري او د سولې لپاره هڅې د روانې جګړې په ښکېلو اړخونو کې د يوې ويرجنې او تسليمۍ ته ورته غوښتنې په ډول پاتې دي.
د امريکايي ځواکونو په وتلو سره نور هېوادونه دا هيله او سياست لري چې افغانستان کې خپل نفوذ غښتلی او پراخه کړی. دوی د امريکا د سياست سره توپيري سياست لري. د سيمې او نړۍ دغه ځيني هېوادونه چې د افغانستان په کورنۍ جګړې کې يې ګټې خوندي کيږي، لنډ، کم مصرفه او اسانه لارې غوره کوي. روسيه، ايران او پاکستان په هغه وخت کې هم د امريکا پر وړاندې خپل ضدي سياست ښه پلی کولی شي او هم په افغانستان کې خپل نفوذ رېښه لرونکی کولی شي، چې افغانان په خپل منځ کې سره ښکر په ښکر شي.
له دې خبر سره همماله چې امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي، د سيمې هېوادونه او بيا په ځانګړې ايران د قومي ملېشه جوړونې هڅه پيل کړې. هڅې داسې روانې دي چې افغانستان د کورنۍ جګړې لورې ته ټېل وهل شي. د کورنۍ جګړې د پيل او بيا ساتنې لپاره افغانستان کې ښه درز قومي او ژبني توپيرونه دي. د ايران په شمول ځيني نور هېوادونه د مذهب، سياسي اېډيالوژۍ او نورو جوړښتونو پر ځای دا اسانه تحليل کړې ده، چې افغانستان کې د قومي او ژبني توپيرونو په حساس کولو سره د کورنۍ جګړې تنور ګرم کړي.
دوی دغه کار په تجربه لرونکو کسانو کوي. هغه تجربه لرونکې کسان چې نيغ په نيغه د کورنۍ جګړې تجربه لري او کورنۍ جګړه د قوم د دفاع په نوم کوي. د کورنۍ جګړې په اړخونو کې د ايران او پاکستان په شمول د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه د عطا محمد نور، عبدالرشيد دوستم، کريم خليلي، او محمد محقق نومونه د خپلو نوملړونو په سر کې ساتي. دغه او دوی په څېر څو نورو څېرو د ډاکټر نجيب الله د حکومت له چپه کېدو وروسته هم سره نېږدې پنځه کاله کورنۍ جګړه کړې او بيا چې کله طالبان رامنځ ته شول، نو خپلې جګړې ته يې د مقاومت نوم ورکړ، په څرګنده يې د طالبانو پر وړاندې، خو په حقيقت کې يې پښتنو پر وړاندې پنځه کاله وينه توېدنه وکړه.
عطا محمد نور څو اوونۍ وړاندې له عبدالرشيد دوستم او محمد محقق غوښتي وو چې د تېر په څېر به يو ځل بيا د طالبانو پر وړاندې سره راټول شي او د ملېشه ځواکونو په شتون کې به جګړه پيل کړي. له ډيموکراټيک او ملي سايست ستړي عبدالرشيد دوستم او محمد محقق هم دغه خبرې ته هو وويل او د عطا غوښتنه يې ومنله. محقق، دوستم او عطا دا پوره لېوالتيا لري، چې د سيمې له هېوادونو پوره مرستې، ملاتړ، پيسې او وسلې واخلي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې يو نوی څپرکی پيل کړي او د افغان وينې توېدنې دا بهير جاري وساتي.
دوی جګړه د هېواد له شماله پيلوي. هلته به هر اړ او مجبور افغان ته توپک ور تر غاړې کړي او د ورځنۍ مزدورۍ په ډول به يې د ملېشه جګړه کوونکو په ليکو کې وګماري. دې سره به عطا، دوستم او محقق پرېمانه پيسې او وسلې تر لاسه کړې؛ پر شته حکومت به يې د اغيز زمېنه جوړنه کړې او له دې لارې به د هغه موخو د تر لاسه کولو خوبونه رېښتا ته نېږدې کړي؛ چې په افغان وژنه کې د شخصي او قومي امتيازونو پر بنسټ ورکول کيږي.
عطا محمد نور او عبدالرشيد دوستم هم سوله کوي او هم جګړه؛ دا دواړه ورته د ماموريت په ډول سپارل کيږي؛ دوی امتيازونه ورکول او هغه هېوادونه چې دا ډول ماموريت دوی ته سپاري، افغانستان کې د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره د لاس وهنې زمېنه سازي کوي.
هغوی چې د طالبانو پر وړاندې جګړه له هېواد ساتنه او دفاع بولي او که چېرې په رېښتيا هم په دې ادعا کې رېښتني وي، نو ورته لا وړاندې بنسټ اېښوودل شوی دی او کولی شي چې د افغان امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې جګړه وکړي. د طالبانو د جګړې په اړه بايد وويل شي چې دوی په دې شلو کالونو هر ډول او په هر نوم جګړه کړې ده، خو هېڅکله يې جګړه قومي کړې نه ده. له بل هر قوم ډېر په روانه جګړه کې د پښتنو د سر او خبرې سړي وژل شوي او هم پښتانه په کې قرباني شوي دي.
عطا محمد نور چې طالبانو ته د هېواد شمال په هديرې بدلوي نو غوره به دا وي چې د نورو ځوانانو تر څنګ خپل زوی خالد نور هم د دوحې له مجللو هوټلو را وغواړي او په بلخ کې يې د ملېشه جنګيالي په ډول د جګړې سنګر ته ولېږي. عطا بايد دا هېر نه کړي چې که چېرې دی طالبانو ته د هديرو په فکر کوي، نو طالبان به هم پر هغوی رحم ونه کړي چې د عطا او دوستم په امر توپک راپورته او طالبان پرې تر قبرستان رسوي.
د دوستم، عطا او محقق مېلشه جوړونه به نه يوازې چې هېڅ درد دوا نه کړي، بلکې دوی به له يوې خوا د کورنۍ جګړې پيل کوونکي وي، له دې وخت وروسته د افغان وژنې مسوولیت به ور تر غاړې شي او په ورته وخت کې به مرکزي حکومت او افغان امنيتي ځواکونو ته ستر سرخوږي جوړ کړي. د عطا ملېشه سازي به د عطا دسترخوان غړو کړي خو په لويه کې په نه افغانستان کې سوله ييز کړي او نه هم په دې بریالی شي چې طالب له منځه يوسي.
وروستي