په اړه به مو ډېر اورېدلي وي؛ برښنايي انسان (رُباټ - Robot) څه شی دی؟ کوم کارونه کوي؟ دلته يې مالومات ولولئ 

انګلېسي نوم يې robot دی؛ يو برېښنايي ماشين دی چې ځيني وخت ورته د برېښنايي انسان نوم هم اخېستل کيږي. دا ماشين د کمپيوټر د پروګرامونو منونکی او اخېستونکی دی. رُباټ - Robot د ټېکنالوژۍ هغه پرمختللې وسيله ده چې پيچلي او سخت کارونه په ښه ډول سره تر سره کوي. برېښنايي انسان ځکه ورته وايي چې د ډېری رُباټونو بڼه د انسان په بڼې جوړه شوې ده. د رُباټ - Robot مهار يا کنټرول له بهره کيږي او يا هم د دغه ماشين دننه داسې وسايل ځای پر ځای کيږي چې رُباټ - Robot پر خپله ځان کنټرولوي او چارې سر ته رسوي. 

د انګلېسي ژبې Robot کلمه په ۱۹۲۰ کال کې ادبياتو او لېکنو ته دننه شوې ده. دغه کلمه د دغه برېښنايي ماشين لپاره نوې نه ده اېښودل شوې، بلکې له وړاندې يې شتون درلود. د کارل شاپک په نوم  د چک هېواد يو عالم ته دا امتياز ګرځيږي چې د لومړي ځل لپاره خپلسري برېښنايي ماشين ته ده د Robot کلمه کارولې ده. Robot کلمه د سلاوي (Slavic) ژبې د (robota) کلمې څخه اخېستل شوې ده. robota په انګلېسي ژبه کې د (forced labor) مانا لري چې پښتو ژباړه يې (اجباري کارګر) کيږي. رُباټ ته په انګلېسي ژبه کې، (Humanoid) هم وايي. د Humanoid کلمه له دوه کلمو جوړه شوې ده، چې Human د انسان او oid د ورته، مشابه يا esembling مانا لري. مطلب دا چې د Humanoid مانا ده انسان ته ورته او رُباټ هم د انسان په بڼه يا شکله جوړ شوی برېښنايي ماشين دی. د Humanoid تعريف داسې دی چې انسان ته ورته خو غير انساني مخلوق چې د انسان په څېر چارې سر ته رسوي. 

د Humanoid يا انسان ته د ورته ماشين فکر او شتون ډېر لرغونی او پخوانی دی. ويل شوي دي چې تر ميلاد وړاندې هم داسې هڅې شوې دي، چې انسان ته ورته ماشينونه جوړ چې د انسان په څېر کارونه وکړي. (ویلیام ګري والټر - William Grey Walter) يو انګلېسی عالم وو، چې د لومړي ځل لپاره يې په اوسنۍ بڼې شته رُباټ جوړ کړ. 

د ټېکنالوژۍ هغه برخه چې د رُباټ - Robot په اړه په کې مطالعه کيږي، رُباټ په کې جوړيږي او ډيزاين کيږي، د  robotics په نوم ياديږي. robotics اوس مهال د ټېکنالوژۍ اساسي برخه ده چې د پرمختللي نړۍ په پوهنتونونو کې د يوې ځانګړې رشتې په ډول تدريس کيږي. 

د رُباټ بڼې او هغه چارې چې دوی تر سره کوي توپيري دي. نړۍ کې تر ټولو کوچنی رُباټ (RoboBee) نوميږي، چې يوازې صفر اعشاريه دوه ملي متره اوږدوالی لري. همدا ډول د نړۍ تر ټولو غټ او ستر رُباټ (Vindskip) نوميږي؛ اوږدوالی يې دوه سوه مترو ته رسيږي او دا يوه بحري کښتي ده. 

اوس مهال د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هغه څانګې او چارې چې رُباټ يې تر سره کوي: 
۱- Pre-Programmed Robots
: د رُباټ دا ډول د چاپيريال د کنټرول او ساتنې برخه کې دنده تر سره کوي. 

۲- Humanoid Robots: په لويه کې دا هم د رُباټ يو ډول دی، چې د انسان په بڼه جوړيږي. هغه چارې سر ته رسوي کومې چې انسان کوي. لکه د شياو اخېستل، سودا وړل، درس ورکول او نور. 

۳- Autonomous Robots: دا خپلسري رُباټونه پرته له دې چې څوګ ورته لارښوونه وکړي چارې تر سره کوي. دوی داسې جوړ شوي دي چې د شااوخوا چاپيريال د پېژندنې وړتيا لري. د Autonomous Robots يوه ښه بېلګه Roomba برېښنايي جارو ده، چې دا وړتيا لري ترڅو په ښه ډول سره کور او دفتر پاک کړي. 

۴- Teleoperated Robots: دوی سختې او پيچلې چارې کوي. دغه رُبات له لېرې کنټرول کيږي. هغه درون الوتکې چې د ځمکې لاندې ځای پر ځای شوي ماينونه پيدا کوي او يا همدا ډول هغه ماشينونه چې د ځمکې لاندې د اوبو پايپونو ستونزې او سوري پيدا کوي په دې ډله کې راځي. 

اوسنۍ پېړۍ کې رُباټ ډېرې چارې تر سره کوي. طبي عمليات، پوځ کې جګړه کول، د موبايلونو کنټرول، د اوبو لاندې ماموريتونه، درمل جوړونه، د موټرونو او نورې درنې ټېنګالوژۍ جوړښت او د ستونزو پيدا کول او لنډه دا چې له يوې ورځې بيا بلې ته رُباټ ډېرې پيچلې اومغلقې انساني چارې پر خپلې غاړې اخلي.