فلسفه څه ده؟

اکسفورډ ډېکشنري يې داسې تعریفوي: "د پوهې، واقعیت، طعبيت او شتون بنسټیزه مطالعه او په ځانګړي توګه هر کله چې دغه مطالعه د علمي ډسیپلین په توګه تر سره کيږي." دغه دويم تعريف هم خلکو ته تر ډېره منل شوی او جامع تعريف دی،  "د شتون، طعبيت، پوهې، دليل، ارزښتونو، ذهن او ژبې په اړه د عمومي او بنسټيزو پوښتنو مطالعه، فلسفه ده." سيد شاه سعود بيا فلسفه په ډېره ساده ژبه بيان کړې؛ دی وايي، "په عربي، پښتو، اردو او دري ژبو کې د فلسفې کلمه او په انګېسي کې Philosophy، له عقل سره د مينې په مانا ده. عقل په خپله علم او پوهه ده او د علم دويم نوم هم عقل دی، نو علم/پوهې او عقل فلسفه ده."

دا چې فلسفه د عقل او پوهې سره مينه ده؛ په خپله پوه (علم) او عقل ښاغلي سعود داسې بيان کړی "پوه او عقل هغه شی دی چې انسان يې له نورو مخلوقاتو بېل کړی دی." د سعود په اند ټول علم او عقل فلسفه ده او هر هغه کس چې علم او عقل سره يې مينه وي او پوهه لري نو فلسفي دی او په ساده ژبه طالب العلم ته فلسفي وايو. 

د فلسفې شتون له ميلاد نېږدې شپږ پيړۍ وړاندې وو. د سقراط ور مخکې يوناني رياضي پوه، ستوري  پېژندونکی او متفکر (تالس) چې د ۶۲۴ او ۵۴۵ قبل الميلاد کالونو کې يې ژوند کړی د فلسفې د لومړنيو کسانو څخه شمېرل کيږي. تالس د فلسفې د پورته تعريف اړوند مسايل په يوناني ژبه کې د (philosophia) په نوم مطالعه او وړاندې کول. وروسته بيا د philosophia له کلمې په انګلېسي ژبه د (Philosophy) کلمه منځ ته راغله. د يوناني (Philosophy) کلمې انګلېسي مانا (love of wisdom) ده او پښتو ژباړه يې (د عقل مينه) کيږي. 

اوس په فلسفه يا د هغې په متردافو کلمو (پوهې او عقل) کې انسانان په دې پسې سر دي چې د خپلو ځانونو په اړه پوهه شي؛ نړۍ چې دوی په کې اوسيږي او بيا له همدې نړۍ سره د دوی اړيکې ژورې زده کړي؛ دغه مسايلو کې راپورته شوې پوښتنو ته ځوابونه پيدا او په يو علمي او منظم چوکاټ کې يې مطالعه کړي؛ فسلفه ده. د بېلګې په ډول د عقل او پوهې مين يا فلسفي به دا پوښتنې، پوښتي او يا به يې ځوابونه وړاندې  کوي او يا به يې هم په ځواب پسې سر وي او په کې به څېړنې کوي. 
- د خدای شتون؛ 
- حقيقت څه شی دی؟
- آيا انسان ذهن لري؟ ذهن څه شی دی؟ 
- ژوند څه دی؟ 
- آيا انسان خپلواکه دی او هر څه د خپلې خوښې اړوند کوي؟ 
- آيا موږ د يو څه په اړه په بشپړ  ډول پوهيږو؟ 
- څنګه پوهه شو چې موږ په يو څه پوهيږو؟ 
- کوم څه ښه دي او څنګه ثابت کړو چې هغه ښه دي؟ 
- آيا اخلاق يوه ذهني او که عيني موضوع ده؟ 
- بد څه دي او ښه څه دي؟ 
- د ژوند موخه او هدف څه دی؟ 


پورته مسايلو ته د مطالعې او شننې په  پار، فلسفه په ډېرو برخو وېشل شوې ده. دلته د فلسفې څو مهمې څانګې ولولئ.
۱- منطق/ Logic: د فلسفې يوه څانګه ده. منطق د استنباط د معتبر قواعدو سېسټماميکه  مطالعه کوي. منطق د يوې قضيې په اړه داسې نورې قضيې وړاندې کوي، چې په پايله کې يې يوه قضيه رد يا منل کيږي. 

۲- ميتافزيکس Metaphysics: د فلسفې دا څانګه د شتون او د شته ترمنځ د اړيکو په اړه مسايل څېړي. د موجوداتو کوم ډولونه شتون لري؟ نړۍ په خپله او نړۍ کې شته شيان له څه جوړ دي؟ نړۍ کې پېښې څه ډول رامنځ ته کيږي او څنګه يوه پېښه بله رامنځ ته کوي؟ دا ډول پوښتنې او موضوع ګانې د فلسفې په ميتافزيکس برخه کې څېړل کيږي. 

۳- پېژندنه Epistemology: د فلسفې په دې برخه کې پوهه، منل شوي باورونه، شواهد او ثبتونه مطالعه کيږي. که غواړی چې په دې پوهه شئ چې کله زموږ حسونه رښتني کيږي او کوم وخت ساينس رېښتنی دی، بيا د فلسفې په Epistemology برخه کې بايد مطالعه وشي. 

۴- ارزښتونه: سياست، اخلاق، هنر، ادب او ښايست د فلسفې د ارزښتونو څانګې د مطالعې برخه ده. د بېلګې په ډول کومه کړنه يوه بله کړنه ناسمه يا غلطوي؟ ښه او ښه خلک انسانان څنګه پېژندل کيږي؟ کومه څه يوه ټولنه ښه او بده؛ کوم څه يوه ټولنه انصاف لرونکې او بې انصافه کوي؟ دغه ټول مسايل د ارزښتونو په اړه دي او د ارزښتونو د مطالعې وروسته يې ځوابونه هم موندل کيږي. 

پر څانګو له وېشنې وراېخوا، فلسفه د سيمو او وخت پر بنسټ هم په برخو وېشل شوې ده. که څه هم د فلسفي فکر اصلي مرکز لرغونی يونان شمېرل کيږي، خو په ځينو لېکنو او څېړنو کې له يونان وړاندې مصر راغلی دی. که په يونان کې د فلسفي تفکر پيل له تالس شوی او له ميلاد يې عمر نېږدې ۶۰۰ کاله وړاندې ښوودل شوی دی، خو په مصر کې فلسفي بحثونو له ميلاد څلور زره کاله وړاندې شتون درلود.  د وخت او سيمې پر بنسټ د فلسفې ځينې مهمې دورې: 

۱- مصر او بین النهرین کې فلسفي څېړنو له ميلاد څلور زره کاله وړاندې شتون درلود. دغه سيمې او دغه نيټه د فلسفې ترټولو لومړۍ سيمې او نېټه ده. 

۲- هندوستان کې بيا فلسفي فکر او کار له ميلاد ۸۰۰ کاله وړاندې رامنځ ته شوی. هلته هغه وخت فلسفې ته اړتيا پيدا شوه چې خلکو ته د هندويزم  (وِدا - Veda) مذهبي لېکنې په اړه شکونه او پوښتنې پيدا شوې. دوی د خپلو شکونو د حل په پار ژور لاړ او مسايل يې له يوې بلې زاويې يا پوهې پر بنسټ وڅېړل.  

۳- له ميلاد ۵۵۰ کاله وړاندې په چين کې د (ژو) کورنۍ ګډوډۍ وې. د ياد وضعيت په رامنځ ته کېدو سره چينايي فيلسوفانو فلسفي مسايل رامنځ ته کړل. کنفوسیانېزم په هغه وخت کې په چين کې فلسفي مکتب وو چې بحثونه يې راپورته کړل. 
 
فلسفي مسايل د ټولنيزو علومو برخه ده. ځوابونه يې د رياضي، کيميا او فزيک په ډول ټولو ته منل شوي نه دي. فلسفي مسايل بحثونه او مناظرې را پورته کوي. دوی وخت ته اړتيا لري چې ومنل شي او يا هم رد شي. فلسفي مسايل د وخت په تېردو سره ثبوت ته رسيږي او ځيني يې بيا هم داسې ګونګ او ناڅرګند پاتې کيږي. 

دا هم يوه پوښتنه ده، چې ولې فلسفه بايد مطالعه شي او ولې د فلسفي مسايلو په اړه څېړنې وکړ؟ د فلسفې په مطالعه کې انسان د زرګونه  کنګس مسايلو سره اشنا کيږي. زه څوګ يم او زه ولې زه يم؟ زه نړۍ سره څه اړيکه لرم او نړۍ زما سره؟ دا پوښتنه تفکر ته اړتيا لري او د ځواب موندې په صورت کې يې يو کس د خپل ځان ارزښت او په ټولنه کې د خپل شتون اړتيا پيدا کولی شي. فلسفه د انسان ذهن پراخوي او دی داسې اړ کوي چې ځنځيري مطالعه وکړي. که چېرې د يو کس فکر په دې جوړ وي چې زه په ناسمه يم او يا داسې باور لري چې زه به حقه يم او بيا په ورته وخت کې په دې مسايلو کې نيم ځوړند وي، نو په فلسفه کې به يې حل لار او يوه لار پيدا کړي. فلسفه پراخه مطالعه ده. انسان تر هغه پولو په کې ځي، چې پر ده اغېز لري او دی ور سره اړيکه لري. فلسفه دې تر هغې په مطالعه کې ساتې ترڅو چې يې د خپل منطق برخې په مرسته ستا منل او ردونه درکړې نه وي. 

لنډ  دا ويل شو، چې فلسفه په خپله د پوهې او عقل ژوره څېړنه ده. فلسفې له ميلاد وړاندې شتون درلود او په بېلا بېلو سيمو کې له ميلاد وړاندې فلسفي مسايل د ځينو واکمنو او مذهبي عقيدو پر وړاندې راپورته شوي وو. د فلسفې د ښې مطالعې او زده کړې لپاره دغه علمي ډېسپلين په فرعي برخو وېشل شوی دی. د فلسفې په مطالعې سره انسان کولی شي چې دې پايلې ته ورسيږي ښه څه او بد څه دي او دا وپېژني چې ژوند د کوم هدف په پار کوي. 
 
اخځليکونه: 
۱- Philosophy  n.d., wikipedia .
۲- What is Philosophy? n.d., FLORIDA STATE UNIVERSITY .
۳- Thomas Metcalf, Philosophy, 10 OCTOBER 2020 . 
۴-  Logic  n.d., wikipedia .
۵- Philosophy: What and Why? n.d., Brown UNIVERSITY . 
۶- Joshua J. Mark, Philosophy, 16 October 2020,
۷- 
Shah Saud Official. (Apr 9, 2020). فلسفه څه شی دی د فلسفې تعریف او تعارف [Video]. YouTube. https://www.youtube.com/watch?v=Xe3orqFY9xg