د جلان د تخلیقي هیئت (غالب اړخ) 

د سید جيلاني جلان د څو شعري مجموعو له مسلسل لوست بېخي اسانه مالومېږي، چې دی د شعر لپاره یو ډېر بارز هنري ذوق، انتخاب او ځانګړی مزاج لري. دی بختور دی، چې د شاعرانه دورانیې (وخت) یې اوږد دی، یعنې له تېرو دریو لسیزو یې مسلسل ښه شاعري وکړه.  زه یې د ښه والي د ثابتونې هر اړخیزه ادعا نه لرم او نه یې هم د شعر د حاوي محرک په استناد شاعر ثابتول غواړم ځکه دی له اوله ښه شاعر ثابت دی؛ بلکې د ده شعر (د کلمې په دقیقه مانا)  شعر دی؛ دلته یې یوازې د همغه ښه والي یا شعرولۍ سپړنه په دې هدف کوو، چې د جلان د شعر هویت زموږ د شعري روایت یو بهترین غږ او ځانګړی هویت لري او دا هویت زموږ د معاصرو تخلیقي ارزښتونو یو مهم اصل دی، چې یوه پنځونه یې د خپل هویت په اساس ثابته کړي وي. د جلان شاعري د همداسې یوه ځانګړي هویت لرونکې شاعري ده.
 
رغښتوالو او فورمالیسټانو د دې هویتونو د مالومولو لپاره د خورا دقیقو تلو او سپړنو طرز ایجاد کړ؛ مثلاً یاکوبسن د یوه ادبي متن د هویت تله داسې وړاندې کوي، چې د لوست پر مهال یې باید هغه خوا یا «غالب اړخ» په پام کې ونېول شي، کوم اړخ چې د متن له نورو اړخونو ډېر محسوس او څرګند وي، دې ته اردو ژبي لیکوال «حاوي محرک» وايي او زه یې پښتو معادل «غالب اړخ» نوموم.
 
د «غالب اړخ» مقصد دا دی، چې د یوه متن په قضاوت کې لنډه او اسانه لار کوي، دا لنډه او اسانه لار دا هم ده، چې مثلا موږ ډېر ژر پوهېږو، چې دغه شاعرانه متن د کوم ارزښت له مخې په کومه کټګورۍ کې راتلای شي. زه چې د اجمل خټک د غیرت چېغه او د سلیمان لایق شعرونه لولم، پوهېږم، چې «غالب اړخ» یې د سیاسي او ټولنیزو لوړو ژورو په باب ډېر تمرکز کوي او د همدې ډېر تمرکز په اساس زه په همدې اړخ د دوی د شعر او تخلیقي تجربو مطالعه او قضاوت کولای شم، چې تر ډېره د نظریاتي او فکري تلو ضرورت ورته پېښېږي. دې ډول تمایل د شعر یا په مجموع کې تخلیقي سپړنې د خاص نوعیت له مخې په ګوته کړې او د تخلیقي هویتونو پېژندنه یې اسانه کړه.
 
د جلان د شاعرانه متونو او د تخلیقي تجربو «غالب اړخ» بیا دا دی، چې زیاتره برخه شاعري یې د شعر د ذاتي ارزښتونو له مخې تخلیق شوې ده. ذاتي ارزښتونه که څه هم د یونان په همغه زوړ کچ و میچ تعبیرېږي؛ ولې نویو او معاصرو تمایلاتو دې ارزښتونو ته یو څه کچې اړولي هم دي؛ مثلاً موږ د جلان د شعري متن له ذاتي ارزښته یو «غالب اړخ» تخیل ګڼو، چې په نورو هغو خواو یې تخیل زیات غالب دی؛ خو دا غالب تخیل له نورو یا زړو هغو شعري متونو څنګه مختلف یا دا د جلان خپل تخیل ګڼلای شو؟ داسې کومې ځانګړنې دي، چې مثلاً د جلان په شمول په نورو شعري متونو کې هم د زاړه او نوي تخیل کچې پرې تفکیک کړای شو؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د زړو او نویو تخیلي ارزښتونو تخلیقي خواو ته مو متوجه کولای شي، دا ځکه چې معاصر لوی شاعران او نوي شعري متون د خپلو فردي تخیلي او تخلیقي تجربو په اساس نویو تمایلاتو او فني نوښتونو ته په خورا شعوري توګه متوجه دي. زه فکر کوم دا ډول ارزښتونه په معاصرو شعري روایاتو کې د جلان په څېر یو نیم شاعر پاللی او په ځان پسې اړولای شي.
 
دا خبره په خورا احتیاط پکار ده، چې کومه شاعري (متخیله قوه) یعنې د تخیل ریاضت ونلري د ځانګړي شعري هویت ثابتونه یې سخته ده، ځکه همدا تخیلي ارزښت دی، چې تخلیقي متون د مانا او پيرایې له پلوه ځانګړي ثابتوي. د جلان د شعر ممکن کمه برخه داسې وي، چې تخیلي اړخ یې د ده ونه بولو؛ بلکې داسې ویل به بهتر وي، چې د همدې تخیلي ریاضت له مخې یې د شعر زیاته برخه مضمون او پيرایې خپلې دي او دی چې د کوم پور خبره کوي، چې نه یې څوک پر ده لري او نه دی پر چا پوره لري، دا یې تعلي یا ادعا نه؛ بلکې د قضاوت صداقت بولم. جلان وايي:
په بلو شمعو کې ولاړه ایېنې ته ګوري
واه واه یوه منظره بلې منظرې ته ګوري
کله چې مشعول د خپل ښایست په ننداره کې وي
ته وا سیند راتم د ګلابونو په دره کې وي
 
په دې دوه شعرونو کې څو داسې خبرې دي، چې موږ یې د جلان په ټول شعري متن قیاسوو، یعنې دا د ده د شعر په «غالب اړخ» کې نور واړه واړه اړخونه دی؛ مثلاً په پورته بیتونو کې موږ یوازې یو شاعرانه کیف حس کوو، چې د یو چا د ښکلا په باره کې مستقیمه وینا نه ده؛ بلکې د حسي انځورونو په مټ یې موږ ته تداعي کوي. د لومړي بیت لومړی مسره یوازې انځور دی؛ خو دویمه مسره یې تشبېهي قضاوت لري او دویم بیت هم همداسې درواخلئ، پوښتنه دا دی، چې دا خو د دې شعري متن یوه سطحي تشریح دی، هنر او کمال یې په څه کې دی؟ زه فکر کوم، لومړۍ کمال یې دا دی، چې تخیلي تصویرونه، چې اکثریت هغه یې حسي وي، خورا کم یې دا ډول بلیغ وي؛ یعنې جلان د بلیغو او رښانه شاعرانه تصویر په جوړولو کې دقیقه تجربه لري، دویمه یې د تشبېهاتو او استعارو د کارونې د کثرت هنر دی، ما تراوسه د جلان هومره په بل کوم یوه شاعر کې د دومره ډېرو تشبېهاتو او استعارو تمایل نه دی لېدلی، هغه چې بدیع یې مدعاالمثل بولي او د هندي سبک خاصه ځانګړنه ده. درېیم د پورته دواړو بیتونو تشبېه یې خپلې دي او دا د خپلتوب تمایل د جلان په ټوله شاعرۍ کې تر اخره خپل دی؛ یعنې د ځانګړيو تشبېهاتو کارول یې بل هنر دی، څلورم دا چې په مجموعي ډول یې د همدې بدیعي او بیاني اړخونو «نه سانسور» دی په خورا زړورتیا یې هر هغه ډول خبرې شاعرانه کړي دي، چې د ده په ذهن کې ګرځېدلي دي، همدا علت دی، چې شعر یې بېخي خپل او شفاف تخلیقي اړخ لري او له همدې پلوه ځانګړی دی؛ مګر کله کله بیا داسې هم شوي دي، چې ځینې خبرې ترې بېخي د خپل ذاتي مزاج برخه ګرځېدلي دي او د نورو مزاجونو پاملرنه به په سخته واړوي.
 
د جلان د شعر بله تخیلي ځانګړنه او اړخ دا دی، چې د شعر لپاره که کومه خبره شعر کوي، نو په همدغه پورته تمایل سربیره یې د شعر خبره په احساس اړوي، احساس اړونه په دې مانا چې له خبرو سره احتیاط کوي، یوازې خبره یا مضمون خو شعر نه وي. تخيلي اړخ ته یې اړونه خبره، فکر او مضمون په خاصو عاطفي او ژبنيو پوښونو اړول دي.
 
د جلان د تخیلي اړخ بله ځانګړنه دا ده، چې تصور او د طبعیت له مضامینو هم خوند اخلي او د خبرو او تصوراتو دې تمایل ته شاعرانه پيرایې هم ورکوي او کله کله خو داسې هم شوي دي، چې له اصل خبرو یې تصوراتي خبرو خوند زیات کړی دی؛ مثلاً په لاندې بیتونو کې (په غنچو د غنچو بارېدل) او یا د (زیړي مازدیګر د څپو پښې او د ګلابونو په اوږو یې ورته د ورو کېښودلو توصیه) چې له اصل خبرې ډېر پام دې تصوراتي خبرو ته اوړي د شعر خوند او رنګ دواړه زیات کړی دی:
شونډې یې ګلاب کیسې وږمې د ګلابونو
بار دي په غنچو باندې غونچې د ګلابونو
ورو د څپو پښې ږده د زیړي مازدیګر باده!
هسې نه چې ماتې کړې اوږې د ګلابونو
د تخيل په اړه چې کولریج، کومه د دویمي یا ثانوي تخیل خبره کوي، منظور یې د تخلیقي عمل هغه هویت څرګندول دي، چې عام یا عادي تخیل ترې عاجز دی او همدا ډول د تخلیقي عمل لوړوالي یې په ګوته کړی دی ځکه په دویمي تخیل کې ټول هغه څه چې ترکیبي یا د نویو خبرو د وحدت او جوړونې عامل ګرځي بېخي د تخیلقي عمل مهم اصل دی، اصلاً تخلیق د کولریج د دویمي تخیلي عمل زېږنده چاره ده، چې پرته له دې یې هویت ممکن نه دی. موږ چې د جلان د شعري هیئت په «غالب اړخ» خبرې کوو او بیا یې تخیل د دې اړخ مهم اصل ګڼو؛ نو یو منظور مو دا هم دی، چې ګنې د جلان شعر له تخیلقي پلوه هم د لوړې تلنې او هستونې ځانګړنې لري، چې د ده د شعري هيئت خاص هویت یې ګڼلای شو.
 
په نولسمه پېړۍ کې چې د نړۍ خورا مهمو ادبي غورځنګونو تخیل د خپل فکر او مسیر په اهدافو کې شامل کړ؛ نو له هغې وروسته تخیلقي ادبیات د همداسې یو عمومي تخیلي تمایل خوا ته ورمات شول او دا ورماتېدنه نه یوازې د معیاري ادبیاتو یوه خاصه ځانګړنه وبلل شوه؛ بلکې د لوستونکيو یا د ذوق په برخه کې یې هم کافي وده وکړه، ځکه له لوستونکیو او د ذوق له خاوندانو هم وغوښتل شول، چې د یوې تخیلي پنځونې لوست باید په همدومره تخیلي لوست وشي.
 
سید جیلاني جلان د همداسې یوه لوړ تخیلي او تخلیقي لوست وړ شاعر دی چې د معاصر شعر په وړوکي قطار کې به یې شعري هیئت نه یوازې د حساب وړ وي؛ بلکې د قدرونې او نازونې حق به هم ولري.