د پردیو ګټو لپاره، پر افغان ولس بل شوی اور

په دوحه کې د سولې خبرې له سره پیل شوې دي؛ په داسې حال کې، چې جګړه لا هم شدت لري. تر اوسه دېرش ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط دي او په ۷۰ نورو کې جګړه روانه ده. په کابل کې هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی دی. وړمه ورځ په دهمزنګ څلور لارې کې، درې تنه ناپېژندو وسلوالو وژلي او پر هزاره قوم، بریدونه هم ډېر شوي دي.

طالبان ولسوالۍ او سیمې سقوط کوي، حکومت په ځینو سیمو کې تکتیکي شاتګ ته مخه کړې او وايي، چې نیول شوې ولسوالۍ به د دې ډلې په قبرونو بدلې کړي. په وروستیو کې،طالبانو داسې ذهنیت خپل کړی، چې ولایتونه او لوی ښارونه پوره ونیسي. دولت یې پر وړاندې غبرګون ښیي او بېرته هغه سقوط شوې سیمې، چې نظر نورو ته امنیتي او جغرافیوي ارزښت لري، د جګړې په زور خپلوي.

د سولې پڅ بهیر، جګړو، پر طالبانو او حکومت د بې باورۍ سیوری غوړولی دی او خلک یې پر سوله شکمن کړي دي.

امریکا هم خپل فشارونه، پر دواړو غاړو یو څه کم کړي او ننداره دی، چې (حکومت، طالبان) څه کوي. په کور د ننه سیاسي اجماع نه تر سترګو کېږي، ځای یې نظامي اجماع، د طالبانو پر وړاندې ملیشې جوړولو او ایتلافونو نیولی دی.

د سیمې ځینې هېوادونه خپلسرو ملیشو ته اړتیا لري. پر دوی وسلې وېشي، اقتصادي ملاټړ ترې کوي، څو خپل نفوذ په افغانستان کې پیاوړی او په روانه لوبه کې ډېر څه خپل کړي.
په تېر کې هم، ملیشو د مرکزي دولت لپاره سر خوږی جوړ کړی دی. کله چې امکانات پرې بند شي، ناامنی او بې نظمۍ ته لاسونه بډ وهي او له دې لارې باج اخلي. ځینې جګړه مارو د ملیشو په زور رتبې اخیستې، امکانات یې تر لاسه کړي او په لوړو دولتي څوکیو یې تکیه کړې ده. دا کسان په سوله کې، خپل امکانات بایللی شي؛ له همدې امله ناامنۍ ته لار هواروي او د پردیو، خپلو ګټو لپاره د عامو خلکو د وژلو په بیه د جګړې لمبې تودوي.
همدا راز پر هزاره توکم، پرله پسې بریدونه دا په ډاګه کوي، چې د جګړې داستان يو څه بدل شوی دی. دا بریدونه ځینې نسل وژنه بولي او هزاره ګان یې دې ته اړ کړي، چې وسله پورته کړي او له خپل ځان، مال ساتنه وکړي. سیمه ییز لوبغاړي بیا له دې فرصته ګټه اخلي او وسلې ورکوي. که دا حالت همداسې دوام وکړي، د دې قوم احساسات لا پاروي. کله چې وسله واله مبارزه پیل کړي، نور قومونه به د خطر احساس وکړي او د دوی پر وړاندې به پورته شي. مذهبي او قومي تعصباتو ته په کتو سره، وېره شته چې د روانې جګړې لوری، پر مذهبي او قومي جګړو واوړي، که وضعیت همداسې دوام وکړي.

اوس طالبان او حکومت پر جګړه تمرکز لري. حکومت به هڅه وکړي، چې نیول شوې ولسوالۍ له طالبانو خپلې کړي او دا ډله به هم کوښښ وکړي، چې تر خپلې ولکې لاندې یې وساتي. د دوی دواړو په دفاعي او یرغلیز حالت کې به، عام ولس په وینو ولامبي.
روانه جګړه هر ورځ پر افغانانو خاورې اړوي، خویندې، مندې مو کونډې- بورې او کوچنیان مو یتیمان کېږي. د دې جګړې شاته د پردیو پالیسۍ دي او اور یې خپله د افغانانو په لاسونو بل کړی دی. شک نشته، چې د روان تاوتریخوالي په سر کې امریکا ده. دې هېواد خپل نظامیان له جګړو خوندي کړي دي او غواړي ووځي. وروستیو ناامنیو امریکا ته ښه تبلیغاتي فرصت په لاس ورکړی دی؛ ګټه به ترې واخلي، په سیمه او نړۍ کې به داسې ذهنیت جوړ کړي، چې د امریکا حضور له خیر او ښګڼې پرته بل څه نه و. 

همدارنګه په سیمه کې به د خپل حضور لپاره پلمه جوړه کړي، چې ګنې تروریزم بیا په افغانستان کې سر راپورته کوي او د مدیریت لپاره یې باید په سیمه کې حضور ولرو. پنټاګون هم ویلي، چې القاعده په افغانستان کې بیا فعاله شوې او کېدای شي، دوه کاله وروسته د امریکا لپاره خطر پېښ کړي. امریکا د عامو افغانانو ذهنیت هم خپلوي، ځکه پر طالبانو او حکومت بې باوره شوي او یوازې دا هېواد د ځان او مال ساتلو لپاره ښه بدیل بولي.

د سیمې هېوادونه هم ګټې لري او متضادې دي؛ له همدې امله د کورنیو کړیو په وسیله نیابتي لوبه پر مخ وړي. 

پکار ده، چې د سولې له فرصته استفاده وشي او دې بهیر ته داسې لوری ور نه کړل شي، چې جګړه لا اوږده، ګرمه او خونړۍ کړي. د سیاسونو ذهنیت د ملیشې جوړولو پر ځای، ښه ده چې پر سیاسي اجماع متمرکز شي او دوی ته ښايي، چې د سولې له مخې خنډونه لرې کړي، په داسې حال کې چې اوس یې خپله جوړوي.

که څه هم، توپ د افغانانو په ډکر کې دی، خو د لوبه‌ولو واک يې له امریکا سره دی. د جګړې دواړې غاړې باید هڅه وکړي، چې خپلواک شي او توب داسې ولوبوي، چې د ولس په ګټه وي. که طالبان د سیمو د سقوط فکر لري، حکومت یې د نیولو هوډ لري او بیا په داسې یوه حالت کې له افغان وژنې پرته بل څه نه پېښږي. په سوله کې، د دواړو لورو خیر دی. خو که په دې پروسه کې، شخصي، ګوندي او پردۍ ګټې وپالي او زور ازمایي وکړي، سوله به و نشي؛ ډېر ناوړه قضاوت به پرې وشي او د افغانستان د تاریخ د تورو پاڼو یوه برخه به وګرځي.